د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

"په اعدام د محکومو زندانیانو په دوسیو کې به عدالت تامین شي"


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د وسله والو مخالفینو په ګډون د هغو ټولو زندانیانو په مجازاتو کې به عدالت او بشري ارزښتونه په پام کې و نیسي چې په اعدام محکوم دي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دا خبره د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته د طالبانو د هغه بیان په ځواب کې وکړه چې په کې افغان حکومت ته یې د خپلو ملګرو د احتمالي اعدام پر وړاندې خبرداری ورکړی دی.

جمهوري ریاست وایي، په اعدام د یو شمېر محکومو کسانو دوسیې د ولسمشر تر څېړنې لاندې دي او ډېر ژر به یې نتایج اعلان شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرو کې یو وار بیا ټينګار وکړ چې په اعدام د محکومو زندانیانو د دوسیو څېړنه به د قانون پر اساس او د عدالت او بشري ارزښتونو له مخې وشي.

ه اعدام د یو شمېر محکومو کسانو دوسیې د ولسمشر تر څېړنې لاندې دي
ه اعدام د یو شمېر محکومو کسانو دوسیې د ولسمشر تر څېړنې لاندې دي

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت د اساسي قانون په چوکاټ کې د ټولو زندانیانو له هغې ډلې هغه کسان چې په تروریستي کړنو مجرم دي، د دوسیو په څېړنه کې قانوني، حقوقي او د بشري ارزښتونو موازین رعایت کړي."

ولسمشر اشرف غني د ملي شورا یوې ګډې غونډې ته د کابل تر حملې وروسته چې لسګونه تنه په کې ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شوه، تېره اوونۍ وویل، پر هغو کسانو به د عدلي او قضایې ارګانونو حکم پرته له ځنډه عملي شي چې په اعدام محکوم دي.

طالبانو د ولسمشر د دغو خبرو په غبرګون د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې که حکومت دا کار وکړي نو عدلي ارګانونه به یې دروند قیمت پرې کړي.

طالبانو دغه راز په خپلو زندانونو کې د بهرنیو اتباعو او افغان سرتېرو ژوند ته هم ګواښ کړی دی.

په بیان کې همدارنګه د افغانستان قضایي ارګانونه فاسد بلل شوي دي او د هغو اشخاصو او ټولنو پر وړاندې هم د اقداماتو یادونه شوې چې د دغه اعدام غوښتونکي او وړاندیز کوونکي وي.

وسله والو طالبانو په خپل بیان کې د بشري حقوقو د دفاع پر نړیوالو ادارو، خپلواکو رسنیو، د سره صلیب پر نړیوالې کمېټې او نورو بې پرو سازمانونو غږ کړی چې د بندیانو د اعدام په موضوع کې له خپل رسوخ څخه کار واخلي.

د ولسمشر مرستیال ویاند د طالبانو د دې ادعا په اړه څه و نه ویل چې وایي قضایې ارګانونه په فساد ککړ دي خو د ملکي اشخاصو او ادارو د خوندیتوب لپاره یې د تدابیرو خبره وکړه.

د افغانستان په زندانونو کې په اعدام د محکومو کسانو د شمېر په اړه لا دقیق معلومات نشته خو جمهوري ریاست وایي چې ډېر ژر به د دغو کسانو د شمېر په اړه معلومات شریک کړي.

اخوا د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د دغې جرګې د تېرې اوونۍ په عمومي غونډه کې وویل چې دا مهال څه باندې پنځه سوه بندیان دي چې د اعدام په جزا محکوم دي.

د دغې جرګې یو بل غړي محمد علم ایزدیار د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې په اعدام د محکومو وسله والو مجازات د دوی غوښتنه وه خو نوموړی هم د عدالت په مراعتولو ټینګار کوي.

دمشرانو جرګې غړي محمد علم ایزدیار
دمشرانو جرګې غړي محمد علم ایزدیار

نوموړي زیاته کړه:

"باید لازم دقت او پام وشي چې بې ګنا کسان محاکمه نشي او ګناهکاره، تروریست او مجرمین د قانون له منګولو خلاص پاته نشي، په دې معنی چې عدالت او قانون په واقعي مفهوم سره عملي شي."

د زنداني وسله والو د اعدام غوښتنه تر جمهور رئیس وروسته د اجراییه رئیس عبدالله عبدالله له لورې هم ورباندي ټینګار شوی دی.

د بشر د حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل بیا له دې وړاندي له ازادي راډیو سره خبرو کې حکومت ته سپارښتنه وکړه چې په خپلې دې پرېکړې له سره کتنه وکړي او بشري ارزښتونو ته پام وکړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG