د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

"له طالبانو د پاکستان ملاتړ د افغانستان د ودانۍ موقع ضایع کړه"


په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي: له طالبانو د پاکستان ملاتړ د افغانستان د ودانۍ موقع ضایع کړه.

زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا د پخواني ولسمشرجورج ډبلیو بوش د ځانګړي استازي په توګه هم کار کړی دی.

زلمی خلیلزاد وايي، د وسله والو طالبانو د پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره د واشنګټن د کړن لارو ناکامي او له وسله والو طالبانو د پاکستان ملاتړ لا هم په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت پر هڅو تور سیوری غوړلی دی.

زلمي خلیلزاد ازادي راډیو ته وویل:

"په تېرو ۱۶کلونو کې، دا ستونزه چې واشنګټن له پاکستان سره په اغیزمن چلند او هلته د طالبانو د پناه ځایونو د ستونزې په حل کې ناکام شو، تر ډېره حده د کابل او امریکا په اړیکو کې د جنجال مور ده. زما په باور دا هغه ستراتیژیکه ستونزه وه چې نور مسایل ورڅخه را پیدا شو او ډیر کسان یې لا هم اهمیت ته نه دي متوجه شوي."

زلمی خلیلزاد د بوش د ادارې له هغو لوړ رتبه ډیپلوماټانو څخه دی چې د افغانستان لپاره د "بن" په نړیواله غونډه کې یې مهم رول درلود.

دی د طالبانو تر سقوط وروسته د افغانستان د نوي دولت په تشکېل کې له مهمو کسانو و.

خلیل زاد وویل، په واشنګټن کې له ازادي راډیو سره د افغانستان پر حالاتو په مرکه کې وویل:

"د افغانستان په طلايي وخت کې، هغه مهال چې دې هېواد ته د ټولې نړۍ ور پام و امریکا په دې کې ناکامه شوه چې په دې وپوهیږي چې د طالبانو تخریبي فعالیتونه له پاکستانه اداره کېږي. زما په باور دا یوه طلايي موقع وه ځکه کله چې تاسې یو ډير ستر کار کوئ لکه په زور د یوه حکومت ړنګول، هغې چې موږ طالبان نسکور کړل، طبیعي ده چې ډیر پام جلبوئ او اعتبار پیدا کوئ.زما په باور که موږ وختي پر پاکستان زیات فشار راوستی وای او په اوایلو کې موږ د دې پناه ځايونو جوړېدو ته اجازه نه وای ورکړې، ډير پرمختګ کېدای شو."

خلیلزاد زیاته کړه، د وخت له تېرېدو سره د امریکا اعتبار او سیمې ته د نورو هېوادونو پاملرنه پيکه شو.

خلیلزاد زیاته کړه، د وخت له تېرېدو سره د امریکا اعتبار او سیمې ته د نورو هېوادونو پاملرنه پيکه شو.
خلیلزاد زیاته کړه، د وخت له تېرېدو سره د امریکا اعتبار او سیمې ته د نورو هېوادونو پاملرنه پيکه شو.

زلمي خلیلزاد وویل:

"د وخت له تېرېدو سره پاکستان چالاکې زیاته کړه او یوازې دومره همکاري یې کوله چې د امریکا له قهره ځان وساتي."

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني روانه اوونۍ خبرداری ورکړ چې که پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو د فعالیت د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به اعتراض وکړي.

خلیلزاد خپل دې پخواني ملګري ولسمشرغني د کار په اړه وویل چې باید د افغانانو په ذهن کې د هغې بې ثباتۍ پر کمولوغور وکړي چې د خراب امنیت، اقتصادي فشار او د ملي وحدت حکومت د راتلونکې په اړه د کمزوري اعتماد له امله پیدا شوې ده.

خلیلزاد ویلي،کله – کله داسې سترې ستونزې داسې رهبران پیدا کوي چې په هغه وخت کې ورته اړتیا وي.

XS
SM
MD
LG