د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د طالبانو پلاوی په اسلام اباد کې څه کوي؟ 


اسلام اباد ته د طالبانو د دوو استازو د تګ ډیر جزئیات نه دي څرګند خو په قطر کې د طالبانو د غیر رسمي دفتر ویاند محمد نعیم پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې دوی له نورو هېوادونو سره د اړیکو پر اساس، تل داسې سفرونه کوي.

ښاغلی محمد نعیم وايي:

"(اسلام اباد ته په تللي) دوه کسیز پلاوي کې مولوي صاحب جان محمد مدني او مولوي صاحب شهاب الدین دلاور شامل دي. په قطر کې زموږ سیاسي دفتر له مختلفو هېوادونو سره ارتباط او اړیکې لري نو دا هم عادي سفر دی چې په ترڅ کې به يې د افغان کډوالو پر ستونزو، د دواړو هېوادونو د سرحدونو او هلته د اسلامي امارت د یو شمېر بندیانو په اړه چې په راس کې یې محترم ملا برادر اخوند دی، له پاکستاني چارواکو سره خبرې وشي."

یو شمېر نړیوالو او پاکستاني رسنیو مخکې د طالبانو او پاکستاني چارواکو په حواله ویلي وو چې د طالبانو دا استازي د سولې د مذاکرو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللي دي.

د طالبانو دا استازي د سولې د مذاکرو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللي دي.
د طالبانو دا استازي د سولې د مذاکرو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللي دي.

خو ښاغلي محمدنعیم دا خبر رد کړ.

کله چې د پاکستان د حکومت د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیزه دا پوښتنه وشوه، ازادي راډیو ته یې وویل چې پر داسې سري مسئلو مخکې له مخکې ږغیدل غوره نه ګڼي.

سرتاج عزیز وویل:

"دا محرمې کیسې دي او باید ډیرې خبرې ورباندې ونه کړو خو کله چې یوې با ثباته مرحلې ته ورسیږي، بیا یې اعلانوو. تماسونه شته. کله چې موږ ټولو ته د مذاکرو چانس ورکړو بیا د هغو کسانو پر خلاف ګام اخیستلای شو چې سوله نه غواړي. د هغوی پر خلاف ګام اخیستل هم باید د ټولو خواوو له لوري وڅیړل شي او سلا پرې وشي. دا باید یوازې د پاکستان کار نه وي. د دې لپاره څلور اړخیزه کمېټه جوړه شوه نو هر فیصله باید په شریکه وشي او په ګډه عملي شي."

سرتاج عزیز په داسې حال کې له طالبانو سره د خپلو تماسونو او د سولې د هڅو پر بیا پیل ټینګار کوي چې ولسمشر غني تیره اوونۍ ملي شورا ته په وینا کې وویل:

"نن غواړم دا خبره واضح کړم چې موږ نور له پاکستانه دا توقع نه لرو چې طالبان د سولې خبرو ته راولي."

د افغانستان او پاکستان د سیاسي حالاتو څارونکی او ژورنالست سمیع الله یوسفزی وايي، د ولسمشر غني تر دې وینا وروسته، ښايي پاکستان پر طالبانو فشار راوستی چې دا پلاوی، عاجل ور واستوي.

د یوسفزي په وینا، د قطر د دفتر دا پلاوی د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسید او هدف یې ښايي پر پاکستان د کابل د شک لرې کول وي.

سمیع الله یوسفزی زیاتوي:

"داسې ویل کیږي چې په پارلمان کې د اشرف غنيصاحب تر خبرو وروسته، پاکستان هم غُصه شوی او داسې ښکاریږي چې هغه بندوبست چې شوې و چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې وشي، د افغان حکومت د شک له امله چې پر پاکستان یې لري، له منځه تللي وي او کیدای شي چې دا پلاوی چې د کوم هدف لپاره چې راغلی و یعنې دا چې د افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خپل مقصد ته ونه رسیږي."

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال، دوا خان مینه پال نن یو وار بیا ازادي راډیو ته وویل چې حکومت پر خپل پخواني دریځ ولاړ دی.

دواخان مینه پال وايي:

"زموږ دریځ همدا دی چې څو پاکستان پر هغو ژمنو چې کړې یې دي، عمل ونه کړي، د پاکستان سره خبرې زموږ لپاره د وخت ضایع کول دي."

وا خان مینه پال نن یو وار بیا ازادي راډیو ته وویل چې حکومت پر خپل پخواني دریځ ولاړ دی.
وا خان مینه پال نن یو وار بیا ازادي راډیو ته وویل چې حکومت پر خپل پخواني دریځ ولاړ دی.

په قطرکې د طالبانو د غیر رسمي دفتر د ویاند د دې ادعا په اړه چې پلاوی یې د افغان کډوالو او د ګډو سرحدي ستونزو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللي.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو او حقوقو پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی یې په اړهوايي:

"پاکستان د نړیوالو قوانینو پر اساس، دا حق نه لري چې د طالبانو له استازو سره پر هغو مسایلو خبرې وکړي چې باید د دوو دولتونو ترمنځ مطرح شي."

د افغانستان د سیاسي چارو د دې څارونکي په باور، دا چې طالبان د سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تګ ردوي، مسایلو ته د سیاسي پوښ ورکولوهڅه ده.

نصر الله ستانکزی وايي:

"پاکستان د افغانستان دولت په رسمیت پيژني. همدارنګه، افغانستان د ملګرو ملتونو د سازمان بشپړ غړیتوب لري نو د نړیوالو قوانینو پر اساس، پر سرحدونو او د مهاجرتونو په څیر مسایلو خبرې کول یوازې د افغانستان د دولت واک او صلاحیت دی. بله هیڅ مرجع، تر هیڅ عنوان لاندې دا صلاحیت نه لري. نو، که پاکستان پر دې مسئلو له طالبانو سره خبرې کوي، ټول بین المللي حقوق تر پښو لاندې کوي او د افغانستان د دولت او خلکو حاکمیت او ارادې ته سپکاوی کوي."

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، له قطره د طالبانو د استازو د ورتګ په اړه بې خبري څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG