د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

ذکريا: طالبان خبرو ته حاضرول يوازې د پاکستان مسؤليت نه دى


د پاکستان د خارجه چارو وزارت د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تازه څرګندنو په ځواب کې ويلي چې دغه هېواد د ټولو ترهګرو پرضد دى او دا ردوي چې ګنې دوى د "ښه" او "بدو" ترهګرو ترمنځ توپير کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ د افغانستان ملي پارلمان غونډې ته د وينا پر مهال ويلي وو چې دوی له پاکستانه نور دا تمه نه لري چې طالبان دې د خبرو مېز ته حاضر کړي.

نومومړي همداراز زياته کړې وه، پاکستان باید پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې ویلي يې وو، "که افغان طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نو پر ضد به يې پوځي عملیات کوي."

خو د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د وياند نفيس ذکريا د سې شنبې په ورځ په يوه خپور شوي بيان کې د ښاغلي اشرف غني د وينا په غبرګون کې ويلي:

"پاکستان هر ډول ترهګري غندي او د هر ډول ترهګرو پرضد په جګړه بوخت دی، ځکه چې پاکستان خپله د ترهګرۍ ښکار دی او د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې په زرګونو امنيتي سرتېرو قربانۍ ورکړي دي."

ښاغلي ذکريا همداراز يو ځل بيا ويلي و چې پاکستان په جدي توګه کوښښ کوي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي.

نوموړي همداراز د په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو يادونه هم کړې، خو د دې ترڅنګ يې ويلي چې دا اوس يوازې د پاکستان ذمه واري نه ده چې " طالبان بېرته د اترو مېز ته حاضر کړي."

د پاکستان د خارجه چارو وزارت په داسې وخت کې د مذاکراتو مېز ته د طالبانو راوستل خپل مسؤليت نه مني چې په دې وروستيو کې د افغانستان د سولې د بهير او د افغان حکومت او د وسله والو مخالفينو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د زمينې د برابرولو لپاره د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازيو يوه څلور اړخيزه کومېټه جوړې شوې ده.

د دغې کومېټې د جوړولو فيصله د تېر کال په دسمبر کې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د ايشيا زړه په کنفرانس کې شوې وه.

د خارجه چارو د وزارت وياند همدې کومېټې ته په اشاره ويلي چې د افغانستان د سولې د پروسې او طالبان خبرو ته د حاضرولو لپاره څلور اړخيزه کومېټه جوړه شوې ده چې د سولې د خبرو او په افغانستان کې د ټيکاو او ثبات لپاره هلې ځلې وکړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ دا څرګندونې تر هغې وروسته پيل شوې چې تېره اوونۍ په کابل کې خونړۍ موټر بم چاودنه وشوه چې سلګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

افغان چارواکو تر دغه بريد وروسته تور ولګاوه چې دا بريد حقاني شبکې په پاکستان کې پلان او طرح کړى و.

خو د پاکستان د خارجه چارو وزارت دا تورنه ردوي او وايي، د پاکستان په ګاونډيو هېوادونو کې کې سوله او ثبات د دوی په ګټه دی.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د پاکستان رسنۍ د سولې د خبرو اترو لپاره کراچۍ ته د افغان طالبانو د يوه پلاوي د راتګ خبر ورکوي، خو تر دې لا په دې اړه په رسمي توګه پاکستان يا افغانستان څه نه دي ويلي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG