د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

"د پاکستان پوځي اقدام د جګړې د پای ته رسېدو سبب نشي کېدای"


د پاکستان یو شمېر سیاسي څېړونکي د ولسمشر غني نننیو څرګندونو ته په اشاره وايي چې کابل باید د حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو لپاره د اسلام اباد هڅې له پامه ونه غورځوي.

دوی همدا راز بارو څرګندوي چې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي اقدام د افغانستان د جګړې د حل لاره نه شي موندلای.

د پاکستان حکومت لا د ولسمشر محمد اشرف غني د ننیو څرګندونو په اړه خپل رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

ولسمشر محمد اشرف غني نن ملي شورا ته وینا کې له پاکستانه غوښتنه وکړه چې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات وکړي، تروریستان ښه او بد نه لري او د پاکستان حکومت باید د هغوی پر ضد مسئولانه اقدام وکړي.

د پاکستان د سیاسي چارو څېړونکي او د پوځ پخواني منصبدار سعد محمد خان د ښاغلي غني د څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د پولې پورې غاړې ته د وسله والو پر ضد پوځي اقدام د افغانستان د جګړې حل نه دی.

ښاغلي سعد محمد خان یاته کړه:

"که پاکستان پوځي اقدام وکړي نو وضعیت به لا خراب شي ځکه په هغه صورت کې به دا ډلې افغانستان ته کډه شي او هلته به جنګ شروع کړي، ممکنه ده چې هغوي له ۱۰تر ۱۵ فیصده کمزوري شي خو دا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو معنی نه لري ځکه پاکستان به هغه نفوذ هم وبایلي چې اوس یې پر طالبانو لري اوسولې ته د هغوی په حاضرولو کې کار ورڅخه اخیستلای شي، زما په باور پاکستان له خپله لوري هڅې کوي خودا به حوصله غواړي هغه جنګ چې ۴۰ یا ۴۵ کاله روان دی دومره ژر نه ختمېږي."

له طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې د پاکستان د ونډې په اړه د ښاغلي غني نننۍ خبرې د افغان حکومت په مخکنۍ کړنلاره د سولې لپاره یې پر خپل ګاونډی اتکا کوله، د بدلون څرګندونه کوي.

افغانستان له ډېرو کلونو راهیسې پر پاکستان تور لګوي چې وسله والو طالبانو ته یې د فعالیت لپاره ځای ورکړی خو پاکستان ادعا کوي چې د تروریزم قرباني دی او د کابل دا ادعاوې یې رد کړې دي.

د پاکستان د سیاسي چارو بل څارونکی اعجاز خټک وايي، اسلام اباد او کابل باید دواړه د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات وکړي ځکه یو لوری هم په یوازیتوب تروریزم ته شکست نه شي ورکولای.

اعجاز خټک زیاته کړه:

"افغانستان او پاکستان باید په خپلو کې عدم اعتماد لرې کړي، یوازنۍ لار دا ده چې پاکستان د هغو ډلو پر ضد چې افغانستان یې غوښتنه لري، پوځي عملیات وکړي او له کابله هم وغواړي چې د هغو پاکستاني وسله والو پر ضد عملیات وکړي چې د افغانستان لوري ته ور اوښتي، اقدام وکړي، زما په باور افغانستان اوپاکستان په یوازیتوب د تروریزم پر ضد مبارزه نه شي کولای."

سره له دې چې د افغانستان حکومت پر خپله خاروه د پاکستاني طالبانو حضور ردوي خو یو شمېر سیمه ییز افغان چارواکي په دې باور دی چې ښايي دا کسان هغو ګدو سرحدي سیمو ته تګ راتګ ولري چې افغان ځواکونه ډېر کنټرول نه لري.

پاکستان د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو لپاره د څلور اړخیزو مشورتي غونډو له څلورو برخه والو دی.

ولسمشر غني وویل چې په مشورتي غونډو کې پرېکړه شوې چې که چېرې وسله وال طالبان سولې ته نه حاضریږي، څلور هېوادونه یې پر ضد ګډ پوځی اقدام کوي.

ښاغلي غني وویل ، د مذاکرو دروازه لا هم پرانیستې ده خو ښايي تل داسې پاتې نه شي.

XS
SM
MD
LG