د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

راستانه شوي افغانان: د سولې په هیله هېواد ته راستانه شوو


یو شمېر افغانان چې په داوطلبانه توګه له جرمنې څخه هېواد ته راستانه شوي وايي چې د سولې هیلې د دې لامل شوې چې هېواد ته راستانه شوو.

۱۳۵افغانان چې ۱۸تنه په کې ښځې وې، تیره اوونۍ هېواد ته راستانه شول.

۳۰ کلن عبدالغفور، یو له هغو افغانانو څخه دی چې په دې وروستیو شپو ورځو کې په داوطلبانه توګه، له جرمني څخه هېواد ته راستون شوی دی.

دی د تیرې چهارشنبې په ورځ د ۱۳۵ افغانانو په ډله کې، د یوې ځانګړې الوتکې په ذریعه، کابل ته را ورسید.

عبدالغفور ازادي رادیو ته وویل، اروپا ته یې د تلو پر مهال ډیر کړاوونه وګالل، خو کله چې اروپا ته ورسید، ګڼ ځوانان یې ولیدل چې بې سرنوشته دي.

ده وویل، همدغو ناخوالو ناهیلې او تصمیم یې ونیو چې ژر تر ژره خپل هېواد ته ستون شي:

"لاره سخته وه، موږ فکر کاوه چې په جرمني کې به مو ژوند ښه شي. موږ په دې هیله، کله پلي تللي، کله په کښتیو، کله په ځنګلونو او کله مو په موټرو لارې ووهلې."

عبدالغفور وايي، په جرمني کې د افغانانو لپاره د ژوند شرایط سخت و او په نورو اروپايي هېوادونو کې ورسره، له تبعیضه ډک چلند هم کیده:

"په یوې جوړې جامو کې مو شپې ورځې تیرولې، په درې وختو کې به لږه مربا او لږ کوچ را رسیدل.په یوه کمپ کې ۱۲۰ یا یو ۱۳۰کسان په خیمو کې اوسیدلو.د ژبې په کورس کې به د سوريي خلکو په اوونۍ پنځه ورځې او افغانانو به دوه ورځې درس وایه. د سوریې خلکو ته په هره برخه کې لومړیتوب ورکول کیده."

عبدالغفور وايي، د سولې د مذاکراتو هیله مند کړ او هېواد ته د ستنیدو تکل یې وکړ:

"له نیکه مرغه جمهور ريیس ډیرهغه ځوانان چې له هېواده وتلي د سولې مذاکراتوته هیله مند کړي دي او جرمني ته یې د خپل سفر پر مهال وهڅولو چې هېواد ته ستانه شو. دې مسئلې موږهیله مند کړي یو."

په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، هغوی چې هېواد ته راستنیږي دوه پروګرامونه ورته په پام کې نیول شوي چې په څو ولایتونو کې پیل شوي هم دي.

د دې وزارت ویاند علي افتخاري وویل، د دې پروګرام له لارې حرفه يې کسانو سره وړیا مرسته کیږي او نورو ته، د حرفو د زده کړې په مرکزونو کې د شاملیدو زمینې برابریږي:

"دولت هڅې کوي چې د ملي پروګرام په چوکاټ کې چې عملاً پیل شوي، د کلیو د پراختیا وزارت په پروژو کې کار ورکړي.هغوی چې لوړې زده کړې يې کړي، په دولتي ادارو کې به جذب شي او بل پروګرام دا دی چې له مسلکي خلکو سره وړیا مرسته کیږي او غیرمسلکي کسان به د حرفه یې زده کړو په مرکزونو کې شامل شي."

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي، د افغانستان په دولتي تشکیلاتو کې ۵۱زره پُستونه تش پراته او تر اوسه پرې هیڅوک هم نه دي مقرر شوی.

ځوانان وايي، که په هېواد کې ورته د کار زمینې برابرې شي، هیڅکله به هم خپل کور، کلي او هېواد پرې نه ږدي.

بل خوا د ایمل په نامه یو ځوان وايي، که په هېواد کې د بې کارۍ وضعیت په همدې توګه روان وي نو یوځل بیا په د هېواد د پریښودلو هڅه وکړي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG