د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

چارواکي: سوله د ملي یووالي حکومت اساسي پالیسي ده


د افغان حکومت د اجراييه ریاست چارواکي وايي چې هېواد ته د سولې او ټيکاو راوستل د ملي یووالي د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې دي او دوی هڅه کوي چې وسله وال خبرو اترو او سولې ته قانع کړي.

دوی یادې څرګندونې د چارشنبې پر ورځ په هغه ولسي غونډه کې وکړې چې د خوست ولایت د تڼیو په ولسوالۍ کې د سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځايي اوسیدونکو په ګډون جوړه شوې وه.

د حکومت د اجراييه رييس ارشد سلاکار غازي نواز ازادي راډیو ته وویل چې په اوسنیو شرایطو کې سوله د ملي یووالي د حکومت اساسي پالیسي ده او د ولس په پراخې همکارۍ دا هڅې یوې نتیجې ته رسیدلای شي.

غازي نواز تڼي زیاته کړه:

"په موجوده حالاتو کې د ملي یووالي د حکومت پالیسي هېواد ته د سولې او ثبات راوستل دي، د سولې په راوستلو کې د ولس همکاري ډېره اړینه ده، که هغه علماء دي، که قومي مشران دي، ځکه چې دوی پر وسله والو مخالفینو هم خپل تاثیر لري، نو هغه کسان چې په تېر وخت کې د تېروتنو له کبله خفه شوي دي، بېرته پخلا کول، راوستل او سوله ییز ژوند ته د دوی راګرځول د حکومت په عمده پالیسیو کې ده."

د اجراييه رييس ارشد سلاکار غازي نواز تڼي په خپلو خبرو کې پخوا د سولې پر وړاندې ځینې ستونزې یادې کړې، خو زیاته يې کړه چې په اوس وخت کې د افغان حکومت له لوري د سولې پر یو پراخ میکانیزم کار روان دی او دوی هیلمن دي چې د سولې دا هڅې به حکومت یوې مثبتې نتیجې ته ورسوي:

"پخوا خارجي مداخلې موجودې وې، د وسله والو سم ادرس مالوم نه وو او زموږ طرف ته هم سم میکانیزم نه وو، ضد او نقیصې خبرې موجودې وې، اوس افغان لوری په یو پیاوړي میکانیزم کار کوي تر څو یو داسې میکانیزم باندې کار وکړي، چې د مخالفینو د رضایت سبب وي، د خنډونو د حلولو لپاره تصمیمونه روان دي، دا لومړي مسایل دي او انشاالله څه وخت وروسته به څه نتیجې ته ورسیږو."

قومي مشر حکېم ولي وايي، که حکومت سوله غوښتونکو مشرانو ته واک ورکړي، نو هغوی په سوله کې ښه رول لوبولی شي:

"قومي مشران او عالمان د هغو خلکو پخلا کولو کې مهم رول لوبولی شي، چې دوی مرور دي، خو په دې شرط چې په مرکز او ولسوالیو کې يې نماینده ګان داسې خلک وي، چې هغه واقعاً سوله غواړي، په افغانستان کې یوه نیمه کړۍ شته چې سوله نه غواړي."

قومي مشر حضرت میر رښتیا د سولې په باب د افغان حکومت د هرې هغې پالیسي پر عملي کولو ډاډمن دی، چې کله د ولس دیني عالمانو او قومي مشرانو رښتینې همکاري ورسره وي:

"د سولې په نتیجه کې د یو مملکت پیشرفت دی، صنعتي او تجارتي پرمختګونه ورپورې تړلي دي، انشاالله د حکومت لخوا هر هغه مثبت حرکت سره به ولس مل وي، چې ولس مل شو نو دا لوړ طاقت شو، دا به کېږي او عملي کېږي به."

د خوست د تڼیو په ولسوالۍ کې د سولې په پلوی د غونډې ګډونوالو قومي مخورو او دیني عالمانو د نورو مساييلو تر څنګ پریکړه وکړه، چې یو قومي لښکر به جوړوي او د ټول خوست او وروسته د افغانستان په کچه به د سولې نعره اوچتوي او په خپله سیمه کې د امنیت په ساتلو کې به هم له افغان ځواکونو سره همکاري کوي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG