د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

افغان چارواکو د نظام په ثبات کې د خوستیو ولسونو ملاتړ وغوښت


چارواکو په خوست کې له ولسونو او قومونو غوښتنه وکړه چې د نظام د ثبات او د سولې د ټېنګښت لپاره دې خپلې هڅې او مرستې پراخې کړي.

دوی زیاتوي، په اوسني وخت کې افغانان د موجوده نظام کوم بل ښه بدیل نه لري، نو بایده دې چې حکومت سره ولسي همکاري او د امنیتي منسوبینو سره د خلکود ملاتړ روحیه پیاوړي شي.

افغان چارواکو یادونه کړې چې د قومي او ولسي جوړښتونو د تقويې له لارې به د امنیت د ټېنګولو او د سولې د راوستو لپاره کار وکړي.

خوست والي حکم خان حبیبي وايي، نظام هغه بیړۍ ده چې ټول افغانان په کې سواره دي، نو د دې لپاره چې دا بیړۍ د پرمختګ، ثبات او سولې اصلي موخو ته ورسیږي، د ټولو قشرونو وجیبه دا ده چې پراخه حمایت ورڅخه وکړي.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:

"ننني نظام د یوې کشتۍ په شان ده، پدې کشتۍ کې ټول سپاره یو، که وغواړو چې دا کشتۍ په واقعي او اساسي ډول ساحل ته وباسو او دې څپو نه يې بچ کړو، نو بناً هر فرد د دې ټولنې عام خلک، مشر، ځوان، سپینږیری او کشر، نظامي او ملکي، دولتي او غیر دولتي دا ملي وجیبه لرو چې د دې نظام د ثبات لپاره په ګډه کار وکوو."

خوست والي وړاندې وايي، د دې نظام حمایت ځکه مهم دی چې په اوسنیو شرایطو کې يې بل ښه بدیل نلرو.

نوموړي د همدې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو څخه هم د ولسي ملاتړ غوښتنه وکړه.

د خوست قومي مخور او دیني عالمان خوست د افغانستان د نظام د ثبات دروازه بولي او یادونه کوي چې وروستۍ یوې پیړۍ دا ښودلې چې د خوست ثبات د افغانستان د نظام ثبات او کامیابي ده او د دې سیمې بې ثباتي د نظام د بې ثباتي لامل شوی دی.

د خوست یو تن دیني عالم مولوي نصرالله قاسمي په خپلو خبرو کې د ولسونو له لوري ګیله وکړه چې د ولسمشری په ټاکنو کې د دې ولسونو د پراخه ګډون او ډېرې قربانۍ با وجود هم مرکزي حکومت د دې ولایت د کدرونو ګمارنې او د بیارغونې د بهیر چټکتوب ته لازمه پاملرنه نده کړې.

بل لوري ته د افغان حکومت د قومونو او سرحدونو وزیر محمد ګلاب منګل چې، د حکومتي پلاوي په مشری خوست ته په یوه کاري دوره تللی وايي چې افغان حکومت د قومي جوړښتونو او د ولسي تړونونو په واسطه غواړي چې په دې هېواد کې تلپاتې سوله راولي.

ده وویل، که قومي او ولسي جوړښتونه پیاوړي شي، نو دلته د ښوونځیو، سړکونو او ټولګټو تاسیساتو ساتنه کیږي او د امنیتي ادارو لخوا امنیت په دوامداره سوله بدلیږي.

محمدګلاب منګل زیاته کړه:

"موږ غواړو ولسونه او ولسي جوړښتونه د قومي مشرانو او مخورو احترام، درنښت او د دوی عزاز او اکرام خوندي کړو او بیا د همدې قومي تړونونو په واسطه وطن ته سوله راولو، د همدې قومي مشرانو په واسطه د مکتب ساتنه هم وکړو، د سړک ساتنه هم وکړو، د هوايي ډګر ساتنه هم وکړو، د کلینیک ساته هم وکړو، خپل منځي شخړې هم د قومي مشرانو په واسطه حل کړو، بالاخره هغه امنیت چې امنیتي ځواکونه يې راولي، هغه په دوامداره سوله بدل کړو او سوله راولو وطن ته."

د افغان حکومت چارواکي داسې مهال د خوست د خلکو څخه د نظام د پراخه ملاتړ غوښتنه کوي او د ولسي او قومي جوړښتونو د پیاوړي کیدو اړتیا په ګوته کوي چې دا مهال د افغانستان د هلمند ولایت په ګډون د دې هېواد یو شمېر شمالي لویدیز ولایتونه هم د وسلوالو سره د سختو جګړه شاهد دي.

د خوست او لويې پکتیا خلکو د ملي یووالي د حکومت د کار له پیله له چارواکيو ګیلې کړي چې د دې سیمو بیارغونې او په مهمو حکومتي کرسیو باندې يې د دې سیمې د کدرونو نصب ته لازمه پاملرنه نده کړې.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG