د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

پېښور: په بس کې بمي چاودنې ۱۵ کسان وژلي


د خيبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې د حکومتي کارکوونکو په لېږدونکي بس کې بمي چاودنه شوې، چې ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار د پېښور په صدر کې سنهري مسجد ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې د سرکاري ملازمينو يو بس چې لسګونه کسان په کې ناست او د صوبې له لرو پرتو سيمو څخه خپلو دفترونو ته روان وو.

د خيبر پښتونخوا د وزير اعلى سلاکار مشتاق غني او د پېښور د پوليسو يو جګپوړي افسر عباس مجيد مروت د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې تر دې دمه په دغه بمي چاودنه کې د ۱۵ کسانو د مړينې او د ٢٨ د ټپي کېدو پخلى وکړ.

د پوليسو افسر مجيد مروت په دې اړه زياته کړه:

"دغه بس د ملاکنډ د درګۍ سيمې له اډې څخه پېښور ته راروان و، په دغه بس کې معمولاً نېږدې ۴۵ ـ ۵۰ کسان ناست وي، خو دا مهال زه له هسپتال څخه د ترلاسه کړو لومړنيو معلوماتو په بنياد د ۱۵ کسانو د مړينې او د ٢٨ د ټپي کېدو تصديق کولاى شم. "

ښاغلي مروت وويل، له لومړنيو تحقيقاتو داسې ښکاري چې په دغه بمي چاودنې شاوخوا ٨ کيلو چاوېدونکي مواد کارول شوي چې د بس په وروستۍ برخه کې د سيټونو لاندې ځاى پرځاى شوي وو.

د چارواکو په خبره، په دغه بس کې د پېښور د سول سېکرټريټ د ملازمينو علاوه د نورو دولتي ادارو ملازمين هم وو چې هره ورځ له مردان او ځينو نورو سيمو څخه پېښور ته راځي.

د روغتيايي چارواکو په وينا، تر پېښې وروسته يې د پېښور په روغتونونو کې ايمرجنسي لګولې او د پېښې ټپيان د پېښور صدر او ليډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي چې د ډېرو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

تر چاودنې وروسته پوليس او نور امنيتي ځواکونو د پېښې ځاى ته رسېدلي، سيمه يې محاصره کړې او داخلي او خارجي لارې يې تړلې دي.

عيني شاهدينو رسنيو ته ويلي، چادودنه دومره زوروره وه چې له امله يې د شاوخوا کورنيو، دفترونو کړکۍ او د ولاړو موټرونو شيشې ماتې شوي دي.

دا لومړى ځل نه دى چې د خيبر پښتونخوا د دولتي ملازمينو په بس کې بمي چاودنه کېږي، بلکې تر دې مخکې په ٢٠١٢ میلادي کال په جون او د ٢٠١٣ میلادي کال په سپتمبر مياشت کې هم د پېښور د چارسده روډ په ګلبېله سيمه کې په دغو بسونو کې بمي چاودنې شوې وې چې په دواړو کې ٣٥ کسان وژل شوي وو.

د پاکستان وزيراعظم، د داخله چارو وزير، د خيبر پښتونخوا دولتي چارواکو او عمران خان دغه چاودنه غندلې او دا يې يو غېر انساني عمل بللى دى.

د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې په پېښور کې د دولتي ملازمينو په بس کې د بمي چاودنې مسووليت نه دى منلى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG