خبرونه
بلخي د افغان کډوالو د ستونزو د حل په هدف پاکستان ته ځي

تمه ده چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل نن ازادي راډيو ته وویل چې دا سفر د پاکستان د کډوالو چارو وزیر په رسمي بلنه ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې ورستیو کې نېږدې ۶۰۰ افغان کډوال د رسمي اسنادو د نه لرلو له وجې نیولي دي.
تردې وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې په پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له خوا ځورول کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ولسمشر ټرمپ ملاتړی رسنیز فعال چارلي کرک په ډزو ووژل شو

سیاسي او رسنیز فعال او د ولسمشر ټرمپ ملاتړی چارلي کرک په ډزو ووژل شو.
ښاغلی کرک د چهارشنبې په ورځ، د یوتا ویلی پوهنتون کې د وینا پر مهال په ډزو ووژل شو او ټرمپ یو ساعت وروسته د هغه د مړینې اعلان وکړ.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ "ټروت سوشیل" کې ولیکل، "لوی او افسانوي چارلي کرک مړ شو."
ټرمپ ولیکل، "په متحدو ایالاتو کې هیڅوک د چارلي په پرتله د ځوانانو په زړونو او ذهنونو ښه نه پوهیده."
۳۱ کلن چارلي کرک د ټرننګ پواینټ په نامه د ځوانانو د یوه سازمان له موسسینو څخه وو.
ټرننګ پواینټ چې په متحدو ایالاتو کې د ځوانانو ترټولو لوی محافظه کار سازمان دی دتیر کال په انتخاباتو کې یې د ټرمپ د ملاتړ لپاره مهم رول ولوباوه .
د مشکوک کس د هویت او د کرک د وژنې د انګیزې په اړه جزئیات لاهم روښانه ندي.
د امریکا فدرالي پولیسو FBI پیل کې وویل چې دوی یو مشکوک کس نیولی دی، مګر وروسته څرګنده شوه چې دغه کس په پیښه کې لاس نه درلوده .
د پولیسو لخوا تحقیقات روان دي.
د طالبانو حکومت په غور ولایت کې د هیلي کوپټرې د نسکوریدو خبر تایید کړ

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د یوې هیلي کوپټرې د غورځېدو خبر تایید کړ.
د فاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه یې په ایکسپاڼه خپره کړه وویل چې د چهارشنبې په ماښام د طالبانو د هوايي ځواک یوه چورلکه چې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په لور روانه وه، د الوتنې پر مهال د ځینو تخنیکي ستونزو له امله له غره سره ولګیده.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې چورلکې د طالبانو یو شمېر چارواکي لېږدول، چې ټول یې له پېښې ژوندي پاتې شول او هیڅوک ټپیان نه دي.
مخکې له دې، سیمه ییزو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې هیلي کوپټر کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري، د غور والي حیات الله مبارک او څو نور چارواکي سپاره وو.
د سرچینو په وینا دوی د تولک ولسوالۍ په نعلبندان سیمه کې د سربو د معدن له لیدنې وروسته د فیروزکوه ښار ته د ستنېدو په حال کې وو چې هیلي کوپتر ولوېده.
سرچینو زیاته کړه چې د چورلکې درې پیلوټان او دوه د عملې غړي ټپیان شوي، خو نور مسافر ټپیان شوي نه دي.
د نیپال په مظاهرو کې لسګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي

د نیپال د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دې اونۍ په مظاهرو کې د مړو شمېر ۲۵ تنو ته ورسید.
وزارت وویل چې په دغو لاریونونو کې ۶۳۳ کسه نور ټپیان شوي دي.
نیپالي سرتیرو نن سهار په پلازمینه کتمندو کې سړکونه وتړل او خلکو ته یې امر وکړ چې په کور پاتې شي.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې دا اقدام وروسته له هغه وشو چې په کتمندو کې لسګونه زره خلک په هغه لاریون کې شامل شول چې ابتدا کې د فساد پر ضد پیل شوی وو .
مظاهره چیانو پرون دولتي ودانیو ته اور واچاوه.
په نیپال کې خلک وروسته لدې نورهم غوسه شول چې ټولنیزې رسنۍ له کاره وغورځول شوې .
دغه رسنی د صدراعظم شرما اولي په امر وروسته لدې بیرته فعالې شوې چې پولیسو د پارلمان مخې ته د راټولو شویو مظاهرچیانو د تیتولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز او ربړي ګولیو کار واخیست.
دغو لاریونونو صدارعظم مجبور کړ چې تیره شپه خپله استعفاء اعلان کړي او له خلکو یې وغوښتل چې له مظاهرو لاس واخلي.
یونیسیف: په افغانستان کې روستۍ زلزلې د سلګونو زرو کوچنیانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی

ملګري ملتونه وايي د افغانستان په ختیځ کې مرګونې زلزلزلی د سلګونو زرو ماشومانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسیف نن چهارشنبه په خپلې ایکسپاڼه کې ولیکل چې په کونړ او څیرمه ولایتونو کې د روستی زلزلې له امله او په داسې حال کې چې ژمی را روان دی د ۲۱۲ زرو کوچنیانو او ددوی د کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ دی.
یونیسیف د سختو زلزله ځپلیو سره د خپلو مرستو د دوام لپاره د ۲۲ ملیونو ډالرو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ۱۳۹،۶ میلیون دالرو په ارزښت د بیړني غبرګون څلور میاشتنۍ طرحه جوړه کړې، چې بشرپال سازمانونه وکولای شي د افغانستان په ختیځ کې د تیرې اونۍ د ویجاړونکې زلزلې څلور لکه او ۵۷ زره زیانمنو ته مرستې ورسوي.
د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشره : اتحادیه به د خپلې خاورې له "هرې لویشتې" دفاع وکړي

د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشره وايي د اروپا اتحادیه به د خپلې خاورې له "هرې لویشتې" دفاع وکړي.
اورسولا واندرلین د اروپایي اتحادیې په ختیځو هیوادونو کې چې په ټکو یې د روسیې له ګواښ سره مخ دي ، د دفاعي ستراتیژیکو امکاناتو دپیاوړتیا غوښتنه وکړه.
میرمن واندرلین د اروپايی اتحادیې پارلمان کې خپله وینا کې وویل چې نن د روسیې د لسو بی پیلوټو الوتکو لخوا د پولنډ او اروپايی اتحادیې په هوايي حریم په بیساري توګه تیری وشو.
د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشرې وویل چې اتحادیه د پولنډ ترڅنګ ولاړه ده.
بلخوا پولنډي چارواکو وویل روسي بی پيلوټه الوتکې د پولنډ پولو ته نږدې د اوکراین سیمو باندې بمبارد څخه وروسته نن سهار د پولند هوايی حریم ته ننوتې.
د پولنډ اردو له دغې پیښې وروسته خپلو ځواکونو ته تیارسئ امر وکړ.
پاکستان له امریکايي شرکتونو سره د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو پانګونې تفاهم لیکونه لاس لیک کړل

اسلام اباد وايي له دوو امریکايي شرکتونو سره یې د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو پانګونې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.
د پاکستان د صدراعظم له دفتره، په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې د سپټمبر پر اتمه په اسلام اباد کې د یو لوړپوړي امریکايي پلاوي او د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستاني پلاوي ترمینځ د ملاقات پر مهال دا هوکړه شوې ده.
د پاکستان حکومتي راډیو هم وایي چې دوو امریکايي شرکتونو یو اېس اېس اېم (USSM) او موټا اېنګېل (Mota-Engil) له پاکستان سره تفاهم لیکونه لاس لیک کړي دي چې ترمخې به یې دوی د پاکستاني منرالونو د پراختیا او پروسېس او د لوژیستیکي زېربناوو د پراخولو په چارو کې پانګونه کوي.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم د سپټمبر پر اتمه پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه لیکلي دي چې د دوو لویو امریکايي شرکتونو په پاکستان کې پانګه اچونه کې علاقه مندي د دواړو هېوادونو ترمینځ یو مهم پرمختګ دی.
د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې دا هم ویل شوي دي چې دا تفاهم لیکونه د پاکستان او امریکا ترمینځ دوامداره دوه اړخیزې اړیکې لا نورې پیاوړې کوي.
راپورونه وايي پاکستان ته ورغلي پلاوي د پوځ له مشر او د سوداګرۍ او پیټرولیم له وزیرانو سره هم کتلي دي.
طالبانو د بشري حقونو د نقض په تړاو د ملګرو ملتو تورونه رد کړل

طالبانو د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا تورونه چې په افغانستان کې بشري حقونه نه رعایت کیږي، رد کړل.
د طالبانو مرستیال ویاند وویل چې په افغانستان کې هیڅ بشري حقونه نه دې نقض شوي، په اسلامي نظام کې د ټولو اتباعو حقوق خوندې دي او د ځینو بنسټونو ادعاوې په دې برخه کې سمې نه دي.
حمد الله فطرت دا څرګندونې پرون وروسته تر دې وکړې چې د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه ژوره اندیښنه ښکاره شوه.
دا غونډه چې په جینوا کې ترسره شوه د لږ تر لږه اته دیرش هیوادونو او نړیوالو موسسو استازیو پکې ګډون کړی وو. د غونډې برخه والو پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو په برخه کې دې خپلې نړیوالې ژمنې پر ځای کړي.
په دې غونډه کې د تیر په څیر د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
افغان کرکټ لوبډلې په اسیایي جام کې خپله لومړۍ لوبه وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په اسیایي جام کې د هانګ کانګ لوبډلې ته د څلور نوي منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا د روان اسیایي جام لومړۍ لوبه وه چې تیرماښام په ابوظبي کې ترسره شوه.
لومړی بټنګ افغانستان وکړ چې په ټاکلیو شل اورونو کې یې یوسل او اته اتیا منډې جوړې کړې. په افغان بټسمینانو کې صدیق الله اتل په درې اویا منډو ناسوځیدلی پاتې شو، عظمت الله عمرزي پنځوسیزه وکړه.
مقابل لورې په شل اورونو کې څلور نوي منډې جوړې کړې او نهه لوبغاړي یې وسوځیدل.
افغانستان او هانګ کانګ په ( ب) ګروپ کې له بنګله دیش او سریلاناکا سره یوځای شوې دي.
په الف ګروپ کې متحد عربي امارات، عمان، هند او پاکستان سره لوبیږي.
نن به په دې اتلولیو کې هند له کوربه هیواد، متحد عربي اماراتو سره مخامخ شي.
د دې جام پایلوبه به د سپتمبر په اته ویشتمه ترسره شي.
د کونړ له زلزلې وروسته په لسګونو زره ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ شوي

په افغانستان کې د تغذیې ګروپ چې د ماشومانو د ژغورنې موسسه( سیف د چلدرن) هم پکې شامله ده، اټکل کوي چې د افغانستان په ختیخ کې به له زلزلې وروسته شاوخوا اووه دیرش زره ماشومان چې له پنځو کلونو یې عمرونه کم دي له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.
دغې ډلې د سې شنبې په ورځ له دغو ماشومانو سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
د راپور له مخې د اګست د یو دیرشمې نیټې د زلزلې له امله د افغانستان په ختیځ کې شپاړس روغتیایي مرکزونه زیامن شوې دي او یو یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
د دې زلزلې د قربانیانو شمیر تر دوه زره دوه سوه اوښتی او تر درې زره شپږ سوه ډیر یې ټپيان کړې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق( یونیسف) ویلي دي چې په وژل شویو کې اووه سوه یو دیرش ماشومان دي.
د ناروې فوټبال ټیم مالدووا ته سخته ماتې ورکړه

ناروې د نړیوال جام د غوراوي په یوه لوبه کې مالدووا ته یولس د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.
د مانچستر سیټي لوبډلي ستوري ایرلینګ هالنډ په یوازې سر پنځه ګولونه ووهل.
د تیرې شپې لوبه په اروپا کې د نړیوال جام د غوراوي په تاریخ کې یوه له هغو لوبو وه چې ډیر ګولونه پکې شوې دي.
لویدیځ جرمني په نولس سوه نهه شپيتم کال کې قبرص ته دولس د صفر په وړاندې ماتې ورکړې وه چې دا په اروپا کې د نړیوال جام د غوراوي په ترڅ کې تر ټولو د ډيرو ګولونو لوبه ده.