د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

امان: ملي اردو د خپلو پلانونو پر اساس، عملیاتونه کوي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، ملي اردو د خپلو پلانونو پر اساس، پوځي عملیاتو ادامه ورکوي او د اختر په ورځو کې هم ځنډ نه دی په کې راغلی.

د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون مشر جنرال افضل امان پرون ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال، په ختیځ، جنوبي او شمالي ولایتونو کې پوځي عملیات په بریالیتوب پرمخ روان دي.

د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون مشر جنرال افضل امان وايي چې د اختر په ورځو کې يې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي وو او د ملي اردو د ځواکونو د بریالیو عملیاتو په پایله کې، د حکومت مخالفې ډلې ونه توانیدې چې سترې حملې وکړي.

افضل امان ازادي راډیو ته وویل، د ملي ارود عسکر پیاوړې روحیه لري او څرګنده یې کړه چې په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت په نسبي ډول ښه او مخ په ښه کیدو دی. جنرال افضل امان وړاندې وايي:

((موږ په عملیاتي پلانونو کې د اختر راتګ کوم اغیز نه لري. موږ خوشاله یو چېد ملي اردو عسکر وتوانیدل چې د اختر د ورځو ښه امنیت ونیسي .

موږ په دښمانانو پسې یو ، تروریستي فعالیتونه خنثی کوو او زموږ عملیات له پلان سره سم روان دي.))

ښاغلي امان زیاته کړه چېپه تیرو څو ورځو کې یې د ننګرهار په کوټ او ده بالا ولسوالیو کې پوځي عملیات جاري ساتلي اود هلمند په موسی قلعه او کجکي ولسوالیو کې هم د ملي اردو ځواکونه په پوځي عملیاتو لګیادي.

خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو قابلیت او داچې په یوازېتوب ، ترکومه حده د امنیت ټینګولو توان لري، ګڼې پوښتنې را پیدا کړې دي.

د رپوټونو په حواله، په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو فعالیت او د دې هیواد امنیت د امریکا پر متحدو ایالاتو فشار راوستی چې د 2016 [میلادي] کال ترپایه له دې هیواده، د ټولوعسکرو د ایستلو پر پلان له سره غور وکړي.

رپوټونه وايي،په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوي قوماندان جنرال جان کامپبل په خپل تازه رپوټ کې، د امریکا دفاع وزارت او ناټو ته د هغو خطرونو یادونه کړې چې له افغانستانه د ټولو عسکرو دایستلو پلان یې پيښولای شي.

د جان کامپبل په رپوټ کې، د عراق تجربې ته اشاره شوې او په کې ویل شوي چې په 2011 [میلادي] کال کې له عراقه د ټولو امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته ، د اسلامي دولت وسله والې ډلې / داعش ته زمینه برابره شوه چې په دې هیواد کې ځالې جوړې کړي.

که څه هم د امریکا دفاع وزارت تر اوسه ، په رسمي ډول په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمیر د پلان په اړه څه نه دي ویلي خو یوه لوړ رتبه امریکايي چارواکي له وال سټریټ ژورنال سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان له حکومت سره به ګډ کار ته ادامه ورکړي څو د دې هیواد امنیتي ځواکونه د هغو پرمختګونو د خوندي کولو جوګه شي چې په تیرو 14کلونو کې شوي دي.

د افغانستان حکومت د امریکا او دمتحدینود روزنیزو او پوځي مرستو د دوام پر اهمیت ټینګار کوي خو وايې چې امنیتي ځواکونه یې د دې توان لري چې د ټول هیواد امنیت ټینګ کړي.

د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون مشر جنرال افضل امان ازادي راډیو ته پرون وویل چې د ملي اردو د تلفاتو شمیر هم په وروستیو ورځوکې کم شوي او د حکومت د وسله والو مخالفو ډلو پر ضد د پرمختګ په حال کې دي.

خو د افغانستان د پوځي چارو د یو شمیر کورنیو څارونکو په باور ، کله چې له د ټولو عسکرو د ایستلو د پلان د عملي کیدو خبره راځي، امریکا او متحدان یې باید د افغانستان امنیتي ځواکونه ښه تجهیز کړي او د روزنې پرمختللي پروګرامونه ورته جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG