د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

په هرات کې۵ تنه ایرانیان د جاسوسی په تور بندیان دي


د هرات ولایت په محبس کې په بېلابېلو جرمونو تورن نږدې درې زره بندیان شته چې په هغوی کې شپږتنه بهرني اتباع هم شامل دي.

د هرات د محبسونو او توقیف ځایونود عمومي مدیریت مسوولین وايي چې د دغو شپږو بهرنيو بندیانو له ډلې ۵ تنه ایرانیان دي چې ډيری یې د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.

د هرات د زندان یو ساتونکې د دغه محبس اوسپنیزه دروازه خلاصوي او پر دوو ایراني بندیانو غږ کوي.

یوله دغو بندیانو نه روح الله پریمي دی هغه وايي، یوولس کاله کېږي چې افغانستان ته راغلی.

پریمي ادعا کوي چې خپل خسر یې په ایران کې وژلی او بیا افغانستان ته راتښتیدلی دی.

روح الله وايي، د خپل یوافغان ملګري په همکارۍ یې په کابل کې افغاني تذکره اخیستې او وروسته بیا په سیلاب قول اردو کې د سرتیري په توګه ګمارل شوی و او یوکال یې هلته وظیفه هم ترسره کړې ده:

((یوولس کاله کېږي له ایرانه افغانستان ته مهاجر شوی یم وروسته ترهغو چې مې ولیدل نور ایران ته تللی نشم نو ومې غوښتل چې یو افغاني تبعه شم تذکره مې واخیسته بیا ملي اردو ته ولاړم ولې د دې لپاره چې ایرانی وم وپیژندل شوم نو ایران ته د جاسوسۍ په تورپه ۱۶ کالو بند محکوم شوم په سیلاب قول اردو کې مې روزنه ولیده.))

روح الله وايي چې په سیلاب قول اردو کې یې تریوکال وظیفې اجرا کولو وروسته هرات ته راغی او غوښتل یې چې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ایران ته ولاړشي خو په اسلام قلعه کې د سرحدي پولیسو مسوولینو ونیوه او ملي امنیت ته یې وسپاره.

دغه ایراني تبعه ټینګار کاوه په هغه صورت کې چې له ایرانه نه و تښتیدلی نو د ایران دولت به نیولی و دا لاښکاره نه ده چې د عسکرۍ د وظیفې د یوه کال په تیریدو سره یې څنګه دغه خطر پر ځان ومنلو.

هغه چې اوس مهال د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو د پریکړې له مخې په شپاړسو کلونو بند محکوم شوی وايی چې افغان قاضیانو یې په حق جفا کړې ده:

((دلته په خواشینی سره چې قاضیانو او څارنوالانو د تعصب له مخې موږ ته وکتل او ویې ویل چې ته ایرانی راغلی او زموږ له ملي اردو سره یوځای شوی یې، د ایران دولت افغانان اعداموي موږ هم باید تاسو سره دا چلند وکړو نو د همدې تعصب له مخې اول خو څارنوالانو د اعدام غوښتنه وکړه بیایې ۱۶ کاله بند وټاکه زه خو قدرت نه لرم کنه نو دغه قاضي او څارنوال مې محکمه کول.))

میلاد د ایران بل تبعه دی بې له دې چې پاسپورټ ولري د نیمروزد سرحد له لارې افغانستان ته راغلی دی.

د ایران دغه دیرش کلن تبعه له خپلو دووافغان ملګرو سره له نیمروزه هرات ته راغلی.

میلاد په هرات ولایت کې د ملي امنیت د مقاماتو له خوا نیول شوی او عدلي او قضايي ادارو هغه د جاسوسۍ په تور محکوم کړی دی:

((د جاسوسی تور یې پر ماولګوو زه ۱۸ ځلي به اتلسو میاشتو کې محکمه شوم ما خپله قاضیان او محکمه محکوم کړل اخر یې وویل، ته جاسوس یې بې له اسنادو راغلی یې، زموږاعتبار مه خرابوئ موږ ته د وجدان عذاب مه راکوئ زموږ د جاسوس نوم خوښ نه دی.))

ښاغلی جباري وايي، د ایران د دولت له خوا بېلابېلو فشارونو دې مجبوره کړي تر څو افغانستان ته راشي.

هغه وايي چې له څلورو میاشتو زیاته موده يې د هرات په هوټلونو کې په پټه تیره کړې او وروسته بیا د ملي امنیت کارکوونکو نیولی دی.

جباري وايي چې مسیحي دی او افغان چارواکو اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیولی دی:

((زه بې له سنده له خار دار سیمه څخه را اوښتی یم غیرقانوني د دوغارون له لارې، له یوه امنیتي مامور سره مې جروبحث وکړ ویل یې اسلام ته سپکاوی دی زما جرم اوس دلته همدا دی ما خپله شخص ته ښکنځلې کړي نه دین ته، د دې لپاره چې مسیحي یم زه یې په همدې جرم دلته اچولی یم.))

د هرات د بندیخانې او توقیف ځایونو مدیرجنرال عبدالله عزیزي وايي چې اوس مهال شپږتنه بهرني بندیان په دغه بند کې شپې سباه کوي چې پنځه یې ایرانیان او یو یې پاکستانی دی.

ښاغلی عزیزي وايي، ایرانیان د جعلي اسنادو د لرلو او جاسوسۍ په تور په بند محکوم شوي دي:

((اوس مهال ۶ کسه بهرني اتباع د هرات په محبس کې شته چې یو يې پاکستانی او ۵ یې ایرانیان دي، د ایرانیانو له جملې درېیو کسو یې استیناف محکمه تیره کړې او دوه تنه يې د جاسوسۍ په تور توقیف کې دي او یو کس یې د جعلي تذکرې په جرم بندي دی.))

وموغوښتل چې په دې اړه په هرات کې د ایران د کنسلګرۍ نظر واخلو خو په دې کار بریالي نه شو.

په افغانستان کې پر ایراني اتباعو د جاسوسۍ د تورلګول کومه نوې خبره نه ده څو کاله مخکې هم د بادغیس په یوې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو یو ایرانی نیولی و چې وروسته یې محکمه هم کړ.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG