د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

په بلوجستان کې ۳ ملېشه سرتېري او ۶ وسله وال وژل شوي دي


د بلوچستان په قلات سيمه کې د ملېشه ځواکونو پر موټر په بمي چاودنه کې درې سرتېري وژل شوي او شپږ ټپيان دي. همدارنګه په ډېره بګټي سيمه کې د وسلوالو او ملېشه ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې ملېشه ځواکونو پکې د شپږو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.

د شنبې په سهار د کوټې او کراچۍ تر منځ د قلات سيمې په سوراب نومي ځاى کې لس تنه ملېشه سرتېرو په موټر کې ګزمه کوله، چې ناببره يې پر موټر بم ور وچاودېد. د ملېشه ځواکونو وياند خان واسع دا پېښه تاييد کړه.

رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د ملېشه ځواکونو وياند ويلي، چې سرتېري يې په يوه موټر کې روان وو، چې د سړک له غاړې ښخ شوى بم پرې وچاودېد او په نتيجه کې يې درې سرتېري ځاى پر ځاى و وژل شوى او شپږ نور ټپيان شول.

ټپي شوي سرتېري يې د قلات سيمې روغتون ته انتقال کړي، چې تر درملنې لاندې دي، خو ويې نه ويل چې هغوى برسېرن ټپيان شوي او که کاري ټپيان دي او حالت يې ښه نه دى.

د سيمې عيني شاهدين وايي تر چاودنې وروسته د ډزو ږغونه هم واورېدل شول، خو وايي د چاودنې ځاى ته سمدستي نور ملېشه سرتېري را ورسېدل او څوک يې د پېښې ځاى ته نيژدې نه ور پرېښوول.

د دې چاودنې مسووليت سمدستي کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو عموماً چې په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر ملېشه سرتېرو بريدونه کېږي، مسووليت يې د بلوڅو وسلوال سازمانونه پر غاړه اخلي.

بل لور ته د ډېره بګټي په سويي سيمه کې- چې د ګازو سترې زېرمې پکې موجودې دي- د ملېشه ځواکونو د سرتېرو او وسلوالو تر منځ نښته شوې ده، چې يواځې پکې د وسلوالو د وژلو ادعا شوې ده. د ملېشه ځواکونو وياند خان واسع وايي، د سويي سيمې د «رستم بازار» په «درين جان» سيمه کې وسلوالو ملېشه ځواکونو ته کمين نيولى وو او ډزې يې ورباندې وکړې، خو وايي ملېشه سرتېرو هم سمدستي ورباندې ځوابي ډزې پيل کړې.

د ملېشه ځواکونو وياند وايي، په دې نښته کې شپږ تنه وسلوال و وژل شول، خو ويې نه ويل، چې ملېشه سرتېرو ته هم د سر زيان رسېدلى که نه. خان واسع وايي، چې له وسلوالو يې زياته اندازه وسله هم تر لاسه کړې ده.

دا نښته په داسې حال کې شوې، چې ملېشه ځواکونه وار له مخه لا په همدې سويي سيمه کې د ګازو پر زېرمو او لويو پايپونو باندې د بمي بريدونو په تور په لاس لرونکيو وسلوالو پسې د پلټنې په عملياتو بوخت وو. ملېشه ځواکونو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په سويي سيمه کې يې شپږ تنه له لاسي بمونو سره په همدې تور نيولي، چې وايي د ګازو پر لويو پايپونو په بريدونو کې يې لاس درلود.

رپوټ: بارکوال مياخېل
XS
SM
MD
LG