د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

"حکومت دې د ولسي جرګې د رسنیو تصویب شوی قانون پلي کړي"


د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحادیه وایي، حکومت دې د ولسي جرګې د پنځه لسمې دورې له خوا د مطبوعاتو تصویب شوی قانون پلي کړي.

د دې اتحادېې مشر عبدالحمید مبارز د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، چې د مطبوعاتو د نوې قانون لپاره مسوده ترتیب کړي، د ژورنالیستانو نظریات یې په کې له پامه غورځولی دی.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، ژورنالستان او د رسنیو اتحادیی اوس هم کولای شي، چې بشپړولو ته یې خپل نظریات وړاندې کړي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG