د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

"ملي امنیت چې په هره رسنۍ شک لري اسناد يي باید وړاندې کړي"


د خبریالانو د ملي ټولنې مشر عبدالحمید مبارز
د خبریالانو د ملي ټولنې مشر عبدالحمید مبارز
په ځینو خصوصي رسنیو کې د بهرنیو اتباعو د غیر قانوني فعالیت په هکله د ملي امنیت د انتقادونو په تعقیب د خبریالانو ملي ټولنې هم تایید کړه، چې ځینې رسنۍ په هېواد کې د ملي ګټو په خلاف ځینو ګاونډیو هېوادونو ته کار کوي.

د خبریالانو د ملي ټولنې مشر عبدالحمید مبارز د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې که څه هم خپله د دغو رسنیو نومونه یاد نه کړل، خو ویي ویل، که له ملي امنیت ادارې سره د دغو رسنیو په اړه اسناد موجود وي، نو دوي یي په خلاف د هر ډول اقدام ملاتړ کوي:

"زه د ملي امنیت ریاست خبرې تاییدوم، خو زه له دوي نه یوه هیله کوم چې څو په هرې رسنۍ چې دوي تور پرې لږوي د هغوي په هکله اسناد وړاندې کړي او دا خبره شته ډیر کله ما خپله هم ځینې داسې خپرونې په یو شمېر ټلویزیونونو کې لیدلي چې د افغانستان او ایران یا پاکستان ترمنځ یوه پیښه کیږي نو یو شمېر رسنۍ چوپتیا ښيي، چې د دغو رسنیو چوپتیا په دې برخه کې دا ښيي چې دوي هغوي ته کار کوي او زه په دې برخه کې ډیر مثالونه هم لرم."

هغه معلومات چې د ملي امنیت ریاست له خوا خپاره شوي له مخې یې شمشاد، تمدن، نور او ژوندون هغه ټلویزیونونه دي چې په هغو کې یو شمېر بهرنیان د کار د قانوني جواز له درلودلو پرته کار کوي، چې دغه کسان دوي ته مشکوک دي.

د دې ریاست ویاند لطف الله مشعل د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې دوي د دغو ټلویزیونو په هکله موثق اسناد لري.


بل خوا د افغانستان د ژورنالیستانو د دفاع د کمیټې مشر صدیق الله توحیدي هم دا یوه جدي موضوع وبلله او ویې ویل، چې دا کار د هېواد له ملي منافعو سره په ټکر کې دی.

ښاغلي توحیدي ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، که دا تورونه سم ثابت شي، نو باید له دغو کسانو سره جدي قانوني چلند وشي:

"که چیرې د ملي خیانت جرم ثابت شي نو سزا یې اعدام ده او دا تر ټولو لویه سزا ده، ان هغه هېوادونه چې اعدام په رسمیت نه پیژنې هم د ملي خیانت په برخه کې مجرم اعداموي."

که څه هم په تیرو لسو کلونو کې رسنیو په بې ساري توګه پرمختګ کړی، خو د دې پرمختګ تر څنګ ځینې داسې انتقادونه موجود دي چې ځینې رسنۍ له ګاونډیو هېوادونو سره تړاو لري او د هغوي په لمسون په هېواد کې د کرکې او پراګندګۍ فضا رامنځ ته کوي.

د خبریالانو د ټولنې د دفاع مشران دا حالت د رسنیو په زیان بولي او وایي چې دا کار به په رسنیو د خلکو باور کم کړي.
XS
SM
MD
LG