د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

پاکستان د بارانونو د زیاتېدو له امله يي له نړېوالو نه د عاجلې مرستې غوښتنه وکړه


په پاکستان کې سيلاب ځپلي خلک
په پاکستان کې سيلاب ځپلي خلک

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د بارانونو له زیاتېدو سره یوځل بیا د نورو سیلابونو د راوتلو خطر زیات شوی او دی هېواد له نړېوالو د عاجلې مرستې غوښتنه کړې، ډیر پاکستانیان د دغو سیلابونو په وړاندې په اقداماتو کې د بې پروایي له امله د پاکستان په مشرتابه قهر وړی دی.

په پاکستان کې زیاتو بارانونو د مرستو رسولو بهیر او د ژغورنې هڅې پیچلی کړی دی. چارواکي هڅه کوي هغو میلیونو وګړو ته مرستې ورسوي چې وروستیو سیلابونو له خپل کور اوره بې ځایه کړي دي. دا د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو سخت سیلابونه دي چې راوتلي.

چارواکي وایي، چې د هوا د خرابوالي له امله ډیرې هلیکپترې چې د خلکو د ژغورنې او د مرستو رسولو چارې یي ترسره کولې، الوتنې نه شي کولای.

په همدې حال کې د سند ایالت په سیند کې د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله د سیند د دواړو غاړو په اوږدو کې سیمو ته د سیلابونو دور اوښتو د خطر زنګ وهل شوی دی.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني تېره ورځ د ټلویزیوني وینا له لارې پر نړېوالو غږ وکړ، چې له سیلاب ځپلو سره د مرستو په برابرولو کې دې له پاکستان سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان پر ولسمشر اصف علي زرداري پرون هغه مهال انتقاد وشو، چې دی د انګلستان په بیرمینګهام ښار کې را ښکاره شو.

یو شمېر اعتراض کونکو نوموړی تورن کړ چې دی په داسې حال کې د اروپا په چکر وتلی چې عادي پاکستانیان د سیلابونو له مصیبت سره لاس او پښې وهي.

په یوه بل پرمختګ کې د زرداري زوی بیلاول بهوتو زرداري پرون په لندن کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره یو کمپاین پیل کړ. هغه د دې کمپاین د پیلیدو په مهال وویل:

( لکه څنګه چې ټول خبردي پاکستان نن ورځ له تر ټولو سختو سیلابونو سره مخامخ دی.

دغو سیلابونو د خلکو ژوند چې تر ډیره حده د تروریستانو له خوا کړېدلی زیانمن کړی دی. زه له ټولو څخه غواړم چې له خپلې وسې سره سم د پاکستان له خلکو سره مرسته وکړي.

دا د سیاسي لوبې وخت نه دی، موږ ته په کار ده چې له ټولو امکاناتو څخه په استفادې له خپلو وروڼو او خویندو سره مرسته وکړو.)

د پاکستان په سند ایالت کې چې د سختو سیلابونو له ګواښ سره مخامخ دی نیم ملیون وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د سند ایالت د کوترې ښار یوه اوسیدونکی پریم چند پرون وویل:

(موږ د تلو لپاره هیڅ لوری نه لرو. موږ خپل د کور وسایل استولي دي خو خپله دلته پاتې یو او مرستې ته سترګې په لاره یو. شپه او ورځ دلته ناست یو ځکه د تلو هیڅ لوری نه لرو.)

د خیبر پښتونخوا په ایالت کې هم وروستیو سیلابونو خلکو ته تر ټولو زیات تلفات او زیانونه اړولي دي. د دغو سیلابونو له امله شاوخوا زر تنه مړه شوي او په زرګونو کورونه ویجاړ شوي دي.

د افضل اباد د کلي اوسیدونکی حاجي انارګل چې کور یي اوبو وړی او سرپناه نه لري هم د پاکستان پر ولسمشر د سیلابونو په اړه د بې پروایي له امله انتقاد وکړ ویي ویل:

(زموږ دا حالت دی ولسمشر مو په بهر ملکونو کې ګرزي او موږ په اوبو کې ډوب پراته نه مو څوک د اوبو غم خوري نه مو حکومت غم خوري. هیڅ هم نشته ډوډی درک نه لري، دغلته په باران کې پراته یو نه خیمه لرو او نه هم نور څه.)

د پاکستان د طبعي افتونو په وړاندې د مبارزې اداره د ا په تېرو اتیا کلونو کې ترټولو سخت سیلابونه ښودلی چې د ۱۶۰۰ کسانو د تلفاتو سربیره یي د خیبر پښتونخوا، پنجاب او سند ایالتونو کې دولس ملیونه وګړي ډیر زیانمن کړي دي.

خو په دې اړه چې دې سیلابونو به خلکو ته څومره زیانونه پېښ کړي وي تر اوسه د ارقامو اټکل نه دی شوی.

په همدې حال کې ناټو د پاکستان د مرستې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی او اعلان کړی ده چې د دې تړون غړي هېوادونه او نور شریکان به یي د مرستو د رسولو په ګډون له پاکستان سره د مرستو په هماهنګ کولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG