د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

پاکستان کې د نوروسیلابونو د راتګ ویره ده


د سیند په ایالت کې ډېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي
د سیند په ایالت کې ډېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي

پاکستان کې چې وروستیو سختوسیلابونو ډیرځپلی، په کې بارانونه زیات شوی اودا هیواد یوځل بیا د سیلابونو له ګواښ سره مخاخ شوی دی. د پاکستان حکومت د وروستیو سیلابونو زیانونه زښت زیات ښودلي او له نړیوالو یې د عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده.

پاکستان یوځل بیا د سختوسیلابونو له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

د پاکستان د مرکزي او جنوبي سیمو د زیانمن شویو کلیو اوسیدونکې هڅه کوي چې خپل ځانونه وژغوری.

د پاکستان د طبیعي افتونو په وړاندې د مبارزې ادارې داپه تیرو اتیا کلونو کې ترټولو سخت سیلابونه ښودلی چې د ۱۶۰۰ کسانو د تلفاتو سربیره یې د خیبر پښتونخوا، پنجاب او سند ایالتونو کې دولس ملیونه وګړي ډیر زیانمن کړي دي.

خوپه دې اړه چې دې سیلابونوبه خلکوته څومره زیانونه پیښ کړي وی تراوسه د ارقامو اټکل نه دی شوی.

دغه سیلابونه د پاکستان له شمال غرب څخه د پنجاب ایالت پرلور د زرو کېلومترو په اوږدو کې روان دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر خبرداری ورکړی دی چې په سیند ایالت کې څلور سیمې له جدي خطر سره مخامخ دي.

د ملګروملتونو د چارواکو په وینا د سیند له ایالته د پنځو سوو زرو په شاو خوا کې خلک بې ځایه شوي دي. خو پاکستانی چارواکو له سیند ایالت څخه د څه باندی لس ملیون وګړو د بی ځایه کېدو اټکل کړی دی.

د خیبر پښتونخوا په ایالت کې ګلکاران د نړیدلو پلونو او سړکونو د بیا رغونی په چارو سخت بوخت دی ترڅو د لارو د تړل کېدو مخه ونیسی.
په دی ایالت کې وروستیوسیلابونوخلکو ته ترټولو زیات تلفات او زیانونه اړولی دی. د دغو سیلابونو له امله شاو خوا زر تنه مړه شوی او په زرګونو کورونه ویجاړ شوی دی.

د پاکستان حکومت ویلی چې د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو د رغولو لپاره دونیم ملیارډ ډالرو ته اړتیا ده.

محمد عرفان چې ګلکاردی او په چهارسده کې چې سیلابونو ډیره زیانمن کړی، د یوه پل په رغولوکارکوی وایی، د اوبو سطح په ډیرو سیمو کې ډیره لوړه ده:

(( حکومت سمدستی خپله پاملرنه د نړیدلو پلونو پررغولو متمرکز کړی ده. ډیر شرکتونه د پلونو په رغولو کارکوی اما د اوبو سطح ډیره لوړه ده چې د رغولو چاری یی له مشکل سره مخامخ کړی دی.))

په داسی حال کې چې په ډیرو سیمو کې د لاډيرو بارانونو داوریدو اټکل کېږی، خلک د پاکستان پرحکومت په قهر دی چې تراوسه پوری یی له سیلاب ځپلوسره کافی مرسته نده کړی.

په همدی حال کې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلانی په ټلویزیونی وینا کې وویل چې د سیلابونو له امله د تلفاتو او زیانونو اندازه ډیره زیاته ده. ده له نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه ویی ویل:

(( په دغه بحرانی وخت کې غواړم چې نړیوالی ټولنی ته د مرستی خواست وکړم چې پاکستان ته د مرستی لاس وراوږد کړی او د سیلاب ځپلو سیمو له خلکو سره مرسته وکړی.
په عین حال کې غواړم د نړیوالی ټولنی د هغو غړو د مرستو مننه وکړم چې ډیرژریی د مرستی مواد او نور لازم وسایل رسولی دی. له فرصت څخه په استفادی غواړم له هغو پاکستانیانو هم غوښتنه وکړم چې په بهر کې اوسی چې له خپلو هیوادوالو سره دی د تلفاتواو مشکلاتو د زیاتیدو د مخنیوی لپاره خپلی مرستی زیاتی کړی.))

په داسی حال کې چې په راتلونکو ورځو کې د پاکستان په مختلفو سیمو کې د ډیرو بارانونو د اوریدو اټکل کېږی چارواکې د وروستیو سیلابونو له امله د تلفاتو او زیانونو د زیاتیدو خبره کوی.
XS
SM
MD
LG