نړۍ
د بښنې نړيوال سازمان: پاکستان بايد د سولهييزو اعتراضونو حق ته درناوی ولري
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې، مخابراتي شبکې ژر تر ژره بېرته فعالې کړي او د سولهییزو اعتراضونو حق ته درناوی وکړي.
دغه سازمان ټینګار وکړ چې، د پاکستان حکومت باید د سولهییزو لاریونونو پر وړاندې له غیرقانوني ځواکونو او میتودونو کار وانهخلي.
په اسلاماباد کې د پاکستان تحریک انصاف "پيټيآی" د پلویانو د اعتراضونو د مخنیوي په غبرګون کې، د بښنې نړیوال سازمان پرون (جمعه) پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، د محدودیتونو لګول، په غیر قانوني ډول له زوره کار اخیستل او د لاریون کوونکو نیول او ځپل د اندېښنې وړ دي.
له بلې خوا د پېښور لوړې محکمې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت ته ویلي چې، پولیسو ولې د خیبر په جمرود کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو پر ضد له اوښکې بهونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو شکایت کړی چې حکومت د دوی د هغې جرګې لپاره، چې د اکتوبر په یوولسمه یې رابللې، خېمې سوځولي او پر خلکو یې اوښکي بهونکي ګاز شیندلی او همداراز یې د انترنیټ او موبایل ټليفون شبکې يې بندې کړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې، د مخابراتي شبکو په پرچاو کولو او د سړکونو په بندولو سره د اعتراضونو مخنیوی د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي د حقونو سرغړونه ده.
په پلازمېنه اسلامآباد کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای کېږي
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د امنیت د ټینګښت په موخه په پلازمېنه اسلامآباد کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای کوي.
دې وزارت نن د اکټوبر څلورمه په یو بیان کې ویلي، دا ځواکونه د شانګهای ناستې د امنیت د تامین په هدف سر له سبا شنبې د روانې میاشتې تر ۱۷مې نېټې په اسلامآباد کې ځای پرځای کېږي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دا ځواکونه د پاکستان د صداعظم شهباز شریف تر منظورۍ وروسته چې پوځ او رېنجرز ځواک به هم په کې شامل وي، اسلامآباد ته د امنیت د ټینګښت لپاره وربلل کېږي.
ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان ۲۳مه سرمشريزه د اکټوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلامآباد کې وشي.
بل پلو، نن د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چاته به د مظاهرو لپاره اسلامآباد ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.
هغه د تحریک انصاف ګوند له پلویانو غوښتي چې د نورو هېوادونو استازي پاکستان ته راځي، نو ځکه دې مظاهري نه کوي.
تحریک انصاف ګوند یا "پيټيآی" د خپل زنداني مشر او د پاکستان پخواني صداعظم عمران خان د خوشې کېدو په موخه نن د اسلامآباد په جمهوریت څلور لاره کې د مظاهرو اعلان وکړ.
په بوسنیا او هیرزیګوینا کې سېلابونو لږترلږه ۱۴ کسان مړه کړي
په بوسنیا او هیرزیګوینا کې د وروستیو سېلابونو له امله لږترلږه ۱۴ کسان مړه شوي دي.
چارواکو نن جمعه وویل چې دغه سېلابونه تېره شپه د دې هېواد په مرکزي او جنوبي برخو کې د شدیدو بارانونو په نتیجه کې راوتلي وو.
د نیریتوا کانټن د سیمهییزې ادارې ویاند ډارکو جوکن وویل ډېر نور کسان ترې تم دي او یو زیات شمېر نور هم ټپیان شوي دي.
د چارواکو په خبره، په جلانیکه او کونیچ سیمو کې د شدیدو بارانونو له امله ځمکې ښویدلې چې چارواکو پهکې د طبیعي ناورین حالت اعلان کړی دی.
دا سیمې د بوسنیا او هیرزیګوینا د پلازمېنې سارایوو او جنوبي ښار موسټر ترمنځ پرتې دي چې په ځینو کلیو کې یې اوبه د کورونو ترچتونو پورې پورته شوې دي.
د بوسنیا د رېلګاډي د خدمتونو ادارې په هغو سیمو کې چې سېلابونه راوتلي، د رېلګاډي خدمات ځنډولي دي.
د بوسنیا په څنګلورو هېوادونو، مونتینیګرو او کرویشیا کې هم د شیدیدو بارانونو، سېلابونو او تندو بادونو راپورونه ورکړل شوي دي.
د روسيې په ورونيژ سيمه کې د اوکراين د بريد له امله د تېلو په يو ډيپو کې اور لګېدلی
د روسیې په جنوب لوېدیځ ورونیژ سیمه کې نن سهار وختي د اوکراین د یوې بېپیلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې په سیمه کې د تېلو په یوه لوی ډیپو کې اورلګېدلی دی.
دا خبره د سیمې والي الکساندر ګوسیف نن پر ټلېګرام چینل کړې او ویلې یې دي، چې د انیسکي په سیمه کې چېرته چې د تېلو دغه ډیپو دی، د روسیې د هوایې مدافعې لهخوا په ډزو کې د نسکورې شوې بېپیلوټه الوتکې ټوټې راغورځېدلې وې، چې په نتیجه کې د تېلو په یوه تش ټانکر کې اور ولګېد.
تر اوسه د مرګژوبلې راپورونه نهدي ورکړل شوي.
د سیمې د والي په خبره د اطفایې کارکونکي هڅه کوي چې لګېدلی اور مړ کړي.
خامنهيي: پر اسراييل د ايران بريد قانوني او مشروع و
د ایران لوی مشر ایتالله علي خامنهيي پر اسرايیل د ایران د توغندیو د برید دفاع وکړه او هغه یې مشروع وباله.
هغه نن په تهران کې د جمعې د لمانځه د یوې نادرې خطبې په ترڅ کې پر اسراییل د ایران د سهشنبې د ورځې توغندییز پراخ برید ته په اشاره وویل، د وسلهوالو ځواکونو عملیات یې په بشپړه توګه قانوني او مشروع و او زیاته يې کړه چې که اړتیا وه، په راتلونکې کې به بیا هم پر اسراییل برید وکړي.
خامنهیي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په لبنان کې د اسراییل لهخوا د هوایي بریدونو او ځمکنیوعملیاتو په ترڅ کې، په منځني ختیځ کې د پراخې سیمهییزې شخړې وېره په زیاتېدو ده.
دا به په نژدې پنځو کلونو کې لومړی ځل وي چې خامنهيي عامه خطبه ورکوي.
وروستی ځل نوموړي د ۲۰۲۰م کال په جنوري کې د جمعې خطبه ورکړې وه او هغه هم په بغداد کې د متحدهایالاتو په برید کې د ایران د سپاهپاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته وه.
متحدهایالاتو په عراق کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د ایران له توغندویي برید وروسته سلیماني په برید کې په نښه کړی و.
ویل شوي چې د خامنهيي له خطبې وروسته به د حزبالله چې امریکا یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د پخواني مشرحسن نصرالله چې تېره اوونۍ د بیروت په جنوب کې د اسراییل په یوه هوایي برید کې ووژل شو، د ویر او دعا مراسم ترسره شي.
ایران روانه اوونۍ پر اسراییل د توغندیز برید په اړه وویل، دغه برید یې د حسن نصرالله د وژنې د غچ اخیستو لپاره وکړ.
د اسراییل صدراعظم دا د ایران لویه تېروتنه بللې او د پیاوړي غچ اخیستونکي برید ګواښ یې کړی دی.
د لبنان په بيروت کې پرون پرلهپسې چاودنې وشوې
د لبنان رسمي خبري اژانس (اینایناې) وویل چې، اسراییلي الوتکو تر لسو ډېرې حملې د بیروت په جنوبي سیمو کړې دي او دا حملې د جګړې له پیله تر اوسه تر ټولو سختې وې.
بل لور ته د امریکا متحدهایالتونو ویلي دي، له اسراییل سره پهدې تړاو خبرې کوي چې ښایي له تهران څخه د غچ اخیستو په نیت د ایران د تېلو پر تاسیساتو بریدونه وکړي.
ایران د سهشنبې په ورځ د اسراییل پر لور تر یوسل او اتیا ډېر توغندي وویشتل.
د ښځو د کرکټ نړيوال جام کې نن دوه لوبډلې لوبې لري
د ښځو د کرکټ د نړیوال جام په ترڅ کې نن دوې لوبې په پام کې دي، لومړۍ یوه د هند او نیوزیلنډ ترمنځ ده او دوهمه لوبه د جنوبي افریقا او وېسټ اینډیز ترمنځ ترسره کېږي.
دا نړیوال جام چې پرون په متحدهعربي اماراتو کې پيل شو، په لومړۍ ورځ بنګلهدېش سکاټلنډ ته او پاکستان سریلانکا ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده چې د ښځو د کرکټ د نړیوال جام پایلوبه د اکتوبر په شلمه په دوبۍ کې وشي.
زيلينسکي: له ووهلدار ښاره د اوکرايني ځواکونو وتل د خلکو د ژغورنې لپاره مهم و
د اوکراین ولسمشر د دونیڅک سیمې له ووهلدار ښاره د اوکرایني ځواکونو تر وتلو وروسته وویل چې دا پرېکړه د انسانانو د ژغورنې لپاره ضروري وه.
ولودمیر زیلینسکي پرون په کییف کې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره ګډې خبرې غونډې ته وویل، روسیي ځواکونه د ووهلدار په ښار او شاوخوا سیمو کې د اوکرایني ځواکونو سنګرونه ورانوي، خو تر هرې ودانۍ د انسانانو ژوند مهم دی چې له همدې امله اوکرایني پوځیان له دې سیمې په شا شوې دي.
د اوکراین پوځ د چهارشنبې په ورځ د روسي ځواکونو له پرلهپسې بریدونو وروسته ووهلدار ښار پرېښود.
پر اوکراین د روسیې غیرموجه برید د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه پيل شوی چې لاهم روان دی.
د ښځو د کرکټ شل اوریز نړیوال جام؛ بنګلهدېش او پاکستان خپلې سیالۍ وګټلې
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام نهم پړاو د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په ۳مه نېټه پيل شو.
د پیل سیالي یې د کابل پر وخت مازدیګر ۲:۳۰ بجې د سکاټلنډ او بنګلهدېش ترمنځ د عربي متحدهاماراتو په شارجه ښار کې وه، چې بنګلهدېش د ۱۶ منډو په توپیر وګټله.
بنګلهدېش چې د ۱۲۰ منډو هدف ټاکلی و، سکاټلنډ یې په ځواب کې ۱۰۳ منډې وکړې.
د بنګلهدېش توپ اچونکې رېتو مونو د غوره توپ اچونې له امله د لوبې د غوره لوبغاړې جایزه وګټله.
دغه راز د ورځې دویمه سیالي هم د شارجې په لوبغالي کې د سریلانکا او پاکستان ترمنځ ترسره شوه چې د ۳۱ منډو په تفاوت پاکستان وګټله.
پاکستانۍ لوبډلې لومړۍ توپوهنه کړې وه چې د ۱۱۷ منډو هدف یې ټاکلی و او سریلانکا یې په ځواب کې یوازې ۸۵ منډې وکړې.
پهدې لوبه کې د پاکستان لپاره فاطمه ثنا په توپ اچونه او توپوهنه کې ښه ځلېدلې وه چې د غوره لوبغاړې په توګه اعلان شوې ده.
ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ د اکټوبر په ۴مه نېټه دوه نورې سیالۍ د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې د سویلي افریقا او ویسټ اینډیز او هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره شي.