نړۍ
د روسيې په ورونيژ سيمه کې د اوکراين د بريد له امله د تېلو په يو ډيپو کې اور لګېدلی
د روسیې په جنوب لوېدیځ ورونیژ سیمه کې نن سهار وختي د اوکراین د یوې بېپیلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې په سیمه کې د تېلو په یوه لوی ډیپو کې اورلګېدلی دی.
دا خبره د سیمې والي الکساندر ګوسیف نن پر ټلېګرام چینل کړې او ویلې یې دي، چې د انیسکي په سیمه کې چېرته چې د تېلو دغه ډیپو دی، د روسیې د هوایې مدافعې لهخوا په ډزو کې د نسکورې شوې بېپیلوټه الوتکې ټوټې راغورځېدلې وې، چې په نتیجه کې د تېلو په یوه تش ټانکر کې اور ولګېد.
تر اوسه د مرګژوبلې راپورونه نهدي ورکړل شوي.
د سیمې د والي په خبره د اطفایې کارکونکي هڅه کوي چې لګېدلی اور مړ کړي.
د لبنان په بيروت کې پرون پرلهپسې چاودنې وشوې
د لبنان رسمي خبري اژانس (اینایناې) وویل چې، اسراییلي الوتکو تر لسو ډېرې حملې د بیروت په جنوبي سیمو کړې دي او دا حملې د جګړې له پیله تر اوسه تر ټولو سختې وې.
بل لور ته د امریکا متحدهایالتونو ویلي دي، له اسراییل سره پهدې تړاو خبرې کوي چې ښایي له تهران څخه د غچ اخیستو په نیت د ایران د تېلو پر تاسیساتو بریدونه وکړي.
ایران د سهشنبې په ورځ د اسراییل پر لور تر یوسل او اتیا ډېر توغندي وویشتل.
د ښځو د کرکټ نړيوال جام کې نن دوه لوبډلې لوبې لري
د ښځو د کرکټ د نړیوال جام په ترڅ کې نن دوې لوبې په پام کې دي، لومړۍ یوه د هند او نیوزیلنډ ترمنځ ده او دوهمه لوبه د جنوبي افریقا او وېسټ اینډیز ترمنځ ترسره کېږي.
دا نړیوال جام چې پرون په متحدهعربي اماراتو کې پيل شو، په لومړۍ ورځ بنګلهدېش سکاټلنډ ته او پاکستان سریلانکا ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده چې د ښځو د کرکټ د نړیوال جام پایلوبه د اکتوبر په شلمه په دوبۍ کې وشي.
زيلينسکي: له ووهلدار ښاره د اوکرايني ځواکونو وتل د خلکو د ژغورنې لپاره مهم و
د اوکراین ولسمشر د دونیڅک سیمې له ووهلدار ښاره د اوکرایني ځواکونو تر وتلو وروسته وویل چې دا پرېکړه د انسانانو د ژغورنې لپاره ضروري وه.
ولودمیر زیلینسکي پرون په کییف کې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره ګډې خبرې غونډې ته وویل، روسیي ځواکونه د ووهلدار په ښار او شاوخوا سیمو کې د اوکرایني ځواکونو سنګرونه ورانوي، خو تر هرې ودانۍ د انسانانو ژوند مهم دی چې له همدې امله اوکرایني پوځیان له دې سیمې په شا شوې دي.
د اوکراین پوځ د چهارشنبې په ورځ د روسي ځواکونو له پرلهپسې بریدونو وروسته ووهلدار ښار پرېښود.
پر اوکراین د روسیې غیرموجه برید د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه پيل شوی چې لاهم روان دی.
د ښځو د کرکټ شل اوریز نړیوال جام؛ بنګلهدېش او پاکستان خپلې سیالۍ وګټلې
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام نهم پړاو د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په ۳مه نېټه پيل شو.
د پیل سیالي یې د کابل پر وخت مازدیګر ۲:۳۰ بجې د سکاټلنډ او بنګلهدېش ترمنځ د عربي متحدهاماراتو په شارجه ښار کې وه، چې بنګلهدېش د ۱۶ منډو په توپیر وګټله.
بنګلهدېش چې د ۱۲۰ منډو هدف ټاکلی و، سکاټلنډ یې په ځواب کې ۱۰۳ منډې وکړې.
د بنګلهدېش توپ اچونکې رېتو مونو د غوره توپ اچونې له امله د لوبې د غوره لوبغاړې جایزه وګټله.
دغه راز د ورځې دویمه سیالي هم د شارجې په لوبغالي کې د سریلانکا او پاکستان ترمنځ ترسره شوه چې د ۳۱ منډو په تفاوت پاکستان وګټله.
پاکستانۍ لوبډلې لومړۍ توپوهنه کړې وه چې د ۱۱۷ منډو هدف یې ټاکلی و او سریلانکا یې په ځواب کې یوازې ۸۵ منډې وکړې.
پهدې لوبه کې د پاکستان لپاره فاطمه ثنا په توپ اچونه او توپوهنه کې ښه ځلېدلې وه چې د غوره لوبغاړې په توګه اعلان شوې ده.
ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ د اکټوبر په ۴مه نېټه دوه نورې سیالۍ د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې د سویلي افریقا او ویسټ اینډیز او هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره شي.
د اماراتو هوايي شرکت عراق، ايران او اردن ته خپلې الوتنې لغوه کړي
په دُبۍ کې دېره د اماراتو هوايي شرکت پرون پنجشنبه وویل، چې عراق، ایران او اردن ته یې د درېیو ورځو لپاره د "سیمهییزې ناکرارۍ" له کبله خپلې الوتنې لغوه کړې.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي، چې ایران تېره سهشنبه پر اسرايیل د میزاییلو برید وکړ او دې موضوع په سیمه کې د پراخې جګړې په باب اندېښنې ولاړې کړې.
د فرانسې خبري اژانس د خبر لهمخې د اماراتو هوايي شرکت ویلي، د عراق بصرې او بغداد، د ایران پلازمېنې تهران او د اردن پلازمېنې عمان ته یې د نن، سبا او بل سبا لپاره خپلې الوتنې لغوه کړې.
د منځني ختیځ دغه ستر هوايي شرکت د اکتوبر تر اتمې د دوبۍ او بیروت ترمنځ هم د الوتنو د لغوه کېدو اعلان کړی و، ځینو نورو هوايي شرکتونو هم سیمې ته خپل خدمات تعلیق کړي دي.
د سهشنبې په ورځ د جرمني لُفټانزا هوايي شرکت هم وویل، چې بیروت ته خپلې الوتنې د نومبر تر ۳۰مې او تلابیب ته خپلې الوتنې د اکتوبر تر ۳۱مې ځنډوی، تهران ته هم د دغه شرکت الوتنې د اکتوبر تر ۱۴مې ځنډول شوي دي.
جي۷ هېوادونو پر اسراييل د ايران بريد غندلی؛ ايران دا غندنه مغرضانه بللې
ایران، پر اسرايیل د خپلې حملې په اړه د نړۍ د اووه لویو صنعتي هېوادونو یا (G-7) ډلې غندنه "مغرضانه او غیرمسوولانه" وبلله.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوي ټاکل شوي ویاند اسماعیل بقايي پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
ایران تېره سهشنبه د هغه څه له کبله پر اسرايیل تر ۱۸۰ زیات میزاییل وتوغول چې د اسرايیل له خوا د افراطي ډلو حماس او حزبالله د مشرانو وژنه او په غزه کې او لبنان کې روانه جګړه بلل شوې ده.
د امریکا متحدهایالتونه او اروپايي ټولنه حماس یو تروریستي سازمان ګڼي او امریکا حزبالله ډله هم د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامله کړې ده.
تېره اوونۍ (د سپټمبر پر ۲۷مه) د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرايیل په حمله کې د لبنان د حزبالله ډلې د مشر حسن نصرالله تر څنګ د ایران د سپاه پاسداران مرستیال قوماندان عباس نیلفروش هم ووژل شو.
د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو مشرانو تېره چهارشنبه پر اسرايیل د ایران د میزاییلو حمله وغندله او په منځني ختیځ کې یې د روان بحران په باب سخته اندېښنه وښوده.
په G-7 ډله کې د امریکا متحدهایالتونه، کاناډا، جرمني، فرانسه، ایټالیا، بریتانیا او جاپان شامل دي.
رومانيه اوکراين ته د پاټرويټ توغنديو د دفاعي سيستم د رسېدو خبر ورکړی
پهداسې حال کې چې د ناټو نوی سرمنشي مارک روته Mark Rutte د دندې له پیلېدو دوه ورځې وروسته په یوه نااعلان شوی سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته تللی، اوکراین او رومانیا نن پنجشنبې اعلان وکړ، چې د پاټرویټ توغندیو دفاعي سیسټم چې د ناټوغړې رومانیا له اوکراین سره مرسته کړې، کییف ته رسېدلی.
ښاغلي روته نن د ورځې په وروستیو کې داسې مهال د اوکراین له ولسمشر ولودمیرزیلینسکي سره وکتل چې، نن سهار وختي پلازمېنه کییف او د اوکراین نور ښارونه د روسیې په توغندویزو او د بېپیلوټه الوتکو په پراخو بریدونو کې په نښه شوي و.
په کییف کې دوه ځلې د بریدونو د خطر زنګونه ووهل شول.
زیلینسکي پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر ولیکل، دی له ټولو هېوادونو چې د هېواد له هوایي مدافعې سره یې مرسته کوي، مننه کوي.
هغه په ځانګړې توګه له رومانیا مننه وکړه چې پاټرویټ سیسټم یې ورکړی دی.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، دوی په ګډه کولای شي چې د روسیې په وړاندې چې هغه د دې هېواد ترور وباله اغېزمنې نتیجې ترلاسه کړي.
د ناټو سرمنشي مارک روته له زیلنسکي سره تر کتنې وروسته ژمنه وکړه چې، له اوکراین سره به چې د روسیې د بشپړ یرغل په وړاندې دفاع کوي، د لوېدیځ د ملاتړ د دوام لپاره هڅې وکړي.
کرکټ؛ د ښځو شل اوریز نړیوال جام پيل شو
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ شل اوریز نړیوال جام نن پنجشنبه د اکټوبر په درېیمه نېټه پيل شو.
دغه سیالۍ چې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره کېږي، ۱۰ لوبډلې په کې ګډون لري چې په دوه ګروپونو سره وېشل شوي دي.
د پیل سیالي د بنګلهدېش او سکاټلنډ د لوبډلو ترمنځ ده چې د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ بجې پیل شوې ده.
د لوبې پچه بنګلهدېش ګټلې ده او توپوهنه یې غوره کړې ده.
دغه راز په دې ورځ دوهمه سیالي د پاکستان او سریلانکا ترمنځ ده چې ماښام پيلېږي.
د یاد نړیوال جام په اېA ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلنډ، پاکستان او سریلانکا یوځای دي، په بيB ګروپ کې بیا بنګلهدېش، انګلستان، سکاټلنډ، سویلي افریقا او ویسټ اینډیز لوبډلې یوځای شوي دي.
د ویلو ده چې په دې نړیوال جام کې ټولټال ۲۳ سیالۍ ترسره کېږي او پایلوبه به یې د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې وي.