د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۶

نړۍ

امریکا عراق ته خپل دیپلوماتان بېرته استوي

په بغداد کې د امریکا سفارت
په بغداد کې د امریکا سفارت

شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغه امریکا خپل ډیپلوماتان له عراقه وایستل، چې د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه وشول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، تمی بروس، د پنجشنبې په ورځ (۲۶ سرطان) په یوه خبري ناسته کې وویل:

«هغه کارکوونکي به، چې په موقتي توګه له عراقه بهر ځای پر ځای شوي وو، اوس په تدریج په بغداد کې د امریکا سفارت او په اربیل کې کونسلګرۍ ته بېرته ستنېږي.»

هغې زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت لا هم امریکايي وګړو ته سپارښتنه کوي چې عراق ته سفر ونه کړي.

امریکا د دې پرېکړې دقیق دلیل نه ‌دی څرګند کړی، خو فرانس پریس آژانس راپور ورکړی چې دا ډول بدلونونه عموماً د شخړو د خطر د کمېدو نښه ګڼل کېږي.

د روان چنګاښ په لومړۍ نېټه، کله چې دونالد ټرمپ د ایران پر اتومي تاسیساتو د برید امر ورکړ، د امریکا حکومت خپل ډیپلوماتان له عراقه وایستل.


د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۵۳ تنه له داعش سره د تړاو په شک نیولي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۱۵۳ کسان یې له داعش ډلې سره د احتمالي تړاو په تور نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا، نن جمعه (۲۷ سرطان) په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې دا کسان د عملیاتو په ترڅ کې د ازمیر او موغلا، هاتای او ماردین، او سامسون په شمول د ترکیې په ۲۸ ولایتونو کې نیول شوي دي.

ده زیاته کړې چې دا کسان د یوې ترهګرې ډلې په ګټه د مالي مرستو او تبلیغاتو په تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دغه عملیات د ترکیې د استخباراتي ادارو په همغږۍ او د یو شمېر بهرنیو ادارو په همکارۍ شوي دي.

ترکیه له سوریې سره شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري. داعش د مې میاشتې په وروستیو کې د سوریې په جنوب کې یو برید وکړ، چې د نوي حکومت ځواکونه یې په نښه کړي وو.


د عراق د کوت ښار په سوداګري مرکز کې پراخ اور لګېدلی

د عراق د ختیځ په کوت ښار کې روغتیايي چارواکو او د پولیسو دوو سرچینو پرون (جولای ۱۷مه) رویټرز ته ویلي، چې په یوه سوداګریز مرکز کې د پراخ اور د لګېدو له امله لږ تر لږه ۶۹ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ورک دي.

په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د مارکېټ د ودانۍ بهرنۍ برخه بشپړه سوځېدلې ده.

په هغو ویډیوګانو کې چې د دې پېښې له ځایه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي، لیدل کېږي چې د شپې په تیاره کې سترې لمبې پورته کېږي، د اور وژنې کارکوونکي د اور وژلو لپاره د اطفایې د موټرو په وسیله اوبه پاشي، او خلک هم د ژغورنې له ډلو سره مرسته کوي.

د کوت ښار یوه چارواکي، علي المیاحي، رویټرز ته ویلي: «نور مړي لا هم تر نړېدلو ځایونو لاندې پاتې دي.»

د دې اورلګیدو علت لا نه دی څرګند شوی، خو د پولیسو لومړنی راپور ښيي چې اور له هغه پوړ څخه پیل شوی و چې عطر او د سینګار وسایل پکې پلورل کېدل.

د کوت والي ویلي، د ودانۍ له څښتن او د پلورنځي له مسوولانو څخه قانوني شکایت شوی دی.

یولیا سیفري د اوکراین صدراعظمه شوه

د اوکراین پارلمان د دې هېواد پخوانۍ د اقتصاد وزیره، یولیا سیفری دینکو د صدراعظمې په توګه تائید کړه.

سیفری دینکو له دې وړاندې د صدراعظمې مرستیاله هم وه او د اوکراین د ځمکنیو زېرمو په اړه یې له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو مشري کوله.

د اوکراین پارلمان پرون د رایې اچونې پر مهال سیفری دینکو ته ۲۶۲ مثبتې، ۲۲ منفي او ۲۶ ممتنع رایې ورکړې، او له دې سره نوموړې د دې هېواد نوې صدراعظمه وټاکل شوه.

۳۹ کلنه سیفری دینکو د دینیس شمیهال ځایناستې شوې ده. شمیهال تر ټولو ډېر وخت د اوکراین د صدراعظم په توګه پاتې شوی و.

د یولیا سیفری دینکو ټاکنه د اوکراین د کابینې د پراخو بدلونونو یوه برخه بلل شوې چې هدف یې له واشنګټن سره د اړیکو پیاوړتیا او د روسیې پر ضد د جګړې د هڅو تازه کول یاد شوي دي.

پاکستان کې تازه ورښتونو او سیلابونو لسګونه کسان وژلي

په پاکستان کې د تېرې یوې شپې او ورځې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۵۴ تنه وژل شوي دي.

په دې سره، د تېرو اونیو د سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۸ ته رسېدلی دی.

پاکستان د جولای له ۲۶مې راهیسې له سختو سېلابونو سره مخ دی، چې د خیبر پښتونخوا، پنجاب، سند او بلوچستان ایالتونو ته یې زیانونه اړولي دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت اداره (NDMA) خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به هم شدید بارانونه او سېلابونه دوام ومومي، او له سیمه‌ییزو چارواکو یې غوښتي چې د خلکو د ژغورنې لپاره چمتو پاتې شي.

له سېلانیانو هم غوښتنه شوې چې سېلاب ځپلو سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي، ځکه د ځمکې ښویېدو او د لویو لارو بندېدو احتمال لا هم شته.

امریکا یوه پاکستانۍ اورپکې ډله د ترهګرو لیست کې شامله کړه

د پهلګام سیمه له برید وروسته. عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی دی
د پهلګام سیمه له برید وروسته. عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی دی

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، د " مقاومت جبهې " په نوم یوه پاکستانی ډله، د بهرنیو تروریستي سازمانونو په نوملړ کې شامل کړه.

دې ډلې چې د لشکر طیبه له ملاتړه برخمنه ده، د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو د اپرېل میاشتې د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی و.

په دې برید کې چې د پهلګام په نوم یوه سېلاني سیمه کې شوی و، ۲۶ تنه وژل شوي وو، چې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې سبب شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې تېره شپه خپور شو، ویل شوي چې د دې ډلې نوملړ ته شاملول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د ملي امنیت د خوندیتوب، له تروریزم سره د مبارزې، او د پهلګام د برید د عدالت د تامین لپاره د ټرمپ د هڅو څرګندونه کوي.

افغانستان، ازبیکستان او پاکستان د ټرانس افغان د اورګاډي د د پروژې د "شونتیا د څېړنې" موافقه لاسلیک کړه

د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان ترمنځ کې د ټرانس افغان په نوم د اورګاډي د پروژې "شونتیا د څېړنې" موافقه پرون کابل کې لاسلیک شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د جولای پر ۱۷مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي د "ازبیکستان، افغانستان او پاکستان" یا د ټرانس افغان رېللارې پروژه د "سیمه ییز اتصال" په لړ کې خورا مهمه ده.

نوموړي ویلي، ددې پروژې له بشپړېدو سره به د مرکزي اسیا هېوادونه د سوداګرۍ لپاره د افغانستان له لارې د پاکستان سمندري بندرونو ته لاره پیدا کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس په بیان کې ویلي چې د ټرانس افغان لویې پروژې د "امکان سنجونې موافقه" د طالبانو د ټولګټو چارو، د ازبیکستان د ټرانسپورټي چارو او د پاکستان د اورګاډو چارو وزیرانو لاسلیک کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو پلاوی د جولای پر ۱۷مه په یو ورځني سفر کابل ته تللی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له اسحاق ډار سره په سفر کې د پاکستان د اورګاډو چارو وزیر محمد حنیف عباسي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او نور چارواکي ملګري دي.

پر دې سربېره د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف په مشرۍ یو پلاوی هم د موافقې لاسلیک او د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د خبرو لپاره د کابل په سفر دی او پرون یې دغلته د موافقې پر لاسلیک سربېره د بېلابېلو طالب چارواکو سره کتلي دی.

په سوریه کې له نښتو وروسته د امریکا د باندنیو چارو وزیر د دې لانجې پای ته رسیدا اعلان کړه

د سوریې په جنوب کې د څو ورځو له خونړیو نښتو او د اسراییل له خوا پر دمشق له بریدونو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې دا تاوتریخوالی به پای ته ورسیږي.

د سوریې ولسمشر هم ویلي چې د دروزي لږکي دفاع د خپل حکومت لومړیتوب بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، پرون (چهارشنبه) د ایکسپاڼې (پخوانۍ ټویټر) له لارې په خپل پیغام کې ویلي چې متحدوایالتونو له ټولو ښکېلو خواوو سره خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ په مشخصو ګامونو هوکړه کړې چې دا اندېښمنوونکی او ویرونکی وضعیت نن شپه پای ته ورسوي.»

د ښاغلي روبیو اشاره تېرې شپې ته وه.

نوموړي له ټولو خواوو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو ودریږي.

څو ساعته وروسته د سوریې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دې هېواد پوځ د چهارشنبې په ورځ له سویدا ښار څخه، چې ډېری اوسېدونکي یې د دروزي لږکي دي، شاتګ پیل کړی دی.

د دفاع وزارت په بیان کې راغلي: «د سوریې پوځ د تصویب شوي توافق له مخې، له هغو غیرقانوني ډلو د ښار د پاکولو د عملیاتو تر بشپړولو وروسته له سویدا ښار څخه شاتګ پیل کړی دی.»


ولسمشر ټرمپ نن مازیګر یو لړ اجرایوي فرمانونه لاسلیک کوي

سپینې ماڼې پرون چهارشنبې وویل، " تمه ده نن پنجشنبې ولسمشر ټرمپ د امریکا په وخت د مازیګر ۴بجې یو شمیر فرمانونه لاسلیک کړي".

خو سپینې ماڼې د دغو فرمانونو په اړه جزیات خپاره کړي نه دي.

له وړاندې ولسمشر ټرمپ د کډوالو د اخراج په ګډون ډیر شمیر جنجالي اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړي دي.

ټرمپ کوکاکولا شرکت ته د مشروباتو په ترکیب کې د بدلون وړاندیز کړی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، کوکاکولا شرکت له هغه وړاندیز سره موافقه کړې چې له مخې په امریکايي الکولي مشروباتو کې د جوارو د فرکتوز ډک شربت پر ځای د نیشکرو له شربته استفاده وکړي.

کوکاکولا شرکت په یو بیان کې د دغه برنډ سره د ټرمپ له لیوالتیا مننه کړې او ویلي دي چې ډیر ژر به خپل نوي محصلات وړاندې کړي خو د مشروباتو په ترکیب د کوم بدلون خبره تایید کړې نه ده.

دغه خبر په بازار کې د جوارو د شربت د شرکتونو شپږ سلنه ونډه راکمه کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG