نړۍ
په لبنان کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی
د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې په بیروت کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.
په وژل شویو کې ۳ ماشومان او اوه ښځې هم شاملې دي.
د اسراییلو پوځ بیا ویلي چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزبالله ډلې یوه غونډه هدف ګرځولې چې ۱۶ کسان یې پهکې وژلي دي.
د لبنان حزبالله ډلې تایید کړې چې په دې برید کې د دوی یو بل جګپوړی قومندان احمد محمود وهبي هم وژل شوی دی.
مخکې په دې برید کې د احمد عقیل وژنه هم تایید شوې وه.
د حزبالله په خبره چې وهبي د تېر کال له اکټوبر راهیسې د اسراییل پر ضد د پوځي عملیاتو مشري په غاړه درلوده.
په پاکستان کې درې نور ماشومان ګوزڼ وهلي
په پاکستان کې درې نور ماشومان ګوزڼ وهلي دي.
د پولیو مخنیوي پروګرام په یوه بیان کې ویلي چې تازه پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې ثبت شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې سږ کال د پولیو دا لومړۍ پېښه ده.
په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳م کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي وو.
په پاکستان سربېره، افغانستان کې هم د پولیو پېښې ثبت شوي دي.
افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې لا ژوندی دی.
سږ کال بیا په جنګ ځپلې غزه کې هم د پولیو مثبتې پېښې راپور شوي.
د امریکا په ځینو ایالتونو کې د حضوري رایې ورکولو پروسه پیل شوه
د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو شاوخوا شپږ اوونۍ مخکې، د دغه هېواد په ځینو ایالتونو کې د حضوري رایې ورکولو پروسه پیل شوه.
یو شمېر رایو ورکوونکو د جمعې په ورځ په ویرجینیا کې تر اصلي انتخاباتو مخکې خپلې رایې صندوقونو ته واچولې، دې ته ورته په مینیسوټا او جنوبي ډکوټا کې رایې واچول شوې.
د امریکا د ۵۰ ایالتونو په اکثرو کې تر وخت مخکې رایې ورکولو دود شته.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمهوریپال ګوند د کاندید دونالډ ټرمپ له هغو شکونو سره سره چې مخکې یې څرګند کړي وو، د دغه ګوند ملي کمېټې سږ کال د دې ډول رایې اخیستنې هرکلی وکړ.
لبنان کې د اسراییلو هوايي برید؛ د حزبالله د یوه جګپوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي
اسراییل پرون جمعه د لبنان د پلازمېنې بیروت په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په یوه نادره برید کې د حزبالله یو جګپوړی قومندان وواژه.
دا په لسیزو کې په بیروت کې تر ټولو خونړی برید وچې د لبناني چارواکو په وینا، لږترلږه ۱۴ کسان پهکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري وویل، د بیروت په جنوب کې په دغه برید کې د حزبالله د ځانګړي رضوان ځواک مشر ابراهیم عقیل او د دې ډلې لس نورغړي ووژل شول.
حزبالله پرون د ورځې ناوخته په یوه بیان کې د عقیل وژل کېدل تایید کړل او هغه یې د دې ډلې یو له لوړپوړو مشرانو وباله.
د حزبالله ملاتړي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دا یوه ناوړه حمله او له بشري حقونو سرغړونه وبلله او ویې ویل چې باید نړیواله ټولنه هغه په کلکه وغندي.
په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالي روزمیري ډیکارلو له ټولو هغو هېوادونو چې پر اسراییل او حزبالله نفوذ لري وغوښتل چې د شخړو د پراختیا د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي له امریکایي وګړو وغوښتل چې په اوس وخت کې لبنان ته له سفر کولو ډډه وکړي او هغوی چې هلته دې، فوراً دې له دې هېواده ووځي.
د جرمني صدراعظم په نیویارک کې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره لیده کاته کوي
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ به راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره وګوري.
ټاکل شوې ده چې شولڅ د سپټمبر په ۲۱مه د ملګرو ملتونو د راتلونکي په سرمشریزه کې د ګډون لپاره متحده ایالاتو ته ولاړ شي، چېرې چې هغه به د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو پلان وړاندې کړي.
د جرمني حکومت ویلي چې صدراعظم به د سپټمبر په ۲۳مه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره خبرې وکړي.
دوی دواړو وروستی ځل دوه اوونۍ مخکې په فرانکفورت کې سره کتلي وو.
زیلینسکي به په متحده ایالاتو کې ته په سفر کې د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن او د دې هېواد له نورو مشرانو سره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل د بریا د پلان په اړه بحث وکړي.
شولڅ به د سپټمبر په ۲۳مه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د برازیل له ولسمشر لويس ايناسيو لولا دا سيلوا سره هم خبرې وکړي.
اروپايي ټولنه د اوکراین د بیارغونې لپاره ۳۹ میلیارد ډالره پور ورکوي
اروپايي ټولنه د اوکراین د بیارغونې لپاره د ۳۹ میلیارد ډالره پور خبر ورکوي.
د اروپايي کمېسیون مشرې ارزولا وان دیرلین دا اعلان پرون کییف ته د سفر پرمهال وکړ او دا اقدام یې د اوکراین له بیارغونې سره یوه بله لویه ژمنه وبلله.
مېرمن وان دیرلین وویل، د روسیې د بېرحمانه یرغل معنا دا ده چې اوکراین د اروپايي ټولنې دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له مېرمن وان دیرلین سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د ده د هېواد د بریا پلان په روان کال کې د اوکراین د متحدانو په چټکو پرېکړو متکي دی.
زیلینسکي زیاته کړه چې اوکراین په پام کې لري د اروپايي ټولنې د پور پیسې د هوايي مدافعې پر تجهیزاتو، انرژۍ او د کورنیو وسلو په پېرلو ولګوي.
اسراییلو د حزبالله یو بل جګپوړی قوماندان وواژه
اسراییلو پرون د حزبالله یوبل جګپوړی قوماندان د پلازمېنې بیروت په جنوبي لمنو کې په یوه هوايي حمله کې وواژه.
د اسراییلو پوځ په یوه بیان کې وویل چې عقیل د ایران پلوې حزبالله ډلې د پوځي څانګې مهم مشر و او په عین حال کې یې د رضوان په نوم د دې ډلې د ځانګړي ځواک سرپرستي هم کوله.
د بیان له مخې عقیل د حزبالله له ۱۰ نورو جګپوړو پوځي قوماندانانو سره یوځای وژل شوی دی.
د اسراییل پرونی برید، وروسته له دې چې د حزبالله د مخابرې په وسایلو کې چاودنو ۳۷ کسان ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل، دې ډلې ته یوه بله لویه ضربه بلل کېږي.
باور دا دی چې دا حمله به هم اسراییلو کړې وي، خو اسراییلو دا احتمال نه رد کړی او نه تایید کړی دی.
دیرلاین: اروپايي کمېسیون به اوکراین ته تر ۳۹ میلیارد ډالرو پورې نوی پور ورکړي
د اروپایي کمېسیون مشرې اور زلا فون دیرلاین نن جمعه له کییف څخه د کتنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې دا کمېسیون به اوکراین ته تر ۳۹ میلیارد ډالرو پورې نوی پور ورکړي.
نوموړې دا د اوکراین له رغونې سره د اروپایي ټولنې بله لویه مرسته وبلله.
مېرمن فون دیرلاین نن جمعه په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې ولیکل چې د روسیې د بې رحمانه بریدونو له کبله اوکراین دغې مرستې ته اړتیا لري.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي له نوموړې سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې هېواد یې د روسیې پر وړاندې جګړه کې د بري پلان لري او دا روان کال د دې هېواد د متحدینو په چټکو پرېکړو پورې تړلی دی.
زیلینسکي وویل، اوکراین به له دغو پیسو د هوایي مدافعې، انرژۍ او په داخل کې د تولید شویو وسلو د پېرلو په چارو کې کار واخلي.
ډیورنډ کرښې ته نږدې بریدونه؛ چارواکي: لږترلږه اته پاکستاني سرتېري او اووه وسلهوال وژل شوي
پاکستاني چارواکو نن جمعه وویل چې افغانستان پولې ته نږدې په څو بریدونو کې لږترلږه اته پاکستاني سرتېري او اووه سخت دریځي وسلهوال وژل شوي دي.
د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د استخباراتو سرچینو دې آژانس ته وویل چې تېره شپه د پاکستاني طالبانو یوې ډلې چې په درنو وسلو سمبال وو، په جنوبي وزیرستان کې پر یوې پوځي پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې شپږ سرتېري ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
د دغو سرچینو په خبره، پر پوځي پوستې له برید وروسته نښتو څو ساعته دوام وکړ.
چارواکو ویلي چې دوه نور سرتېري په سیمه کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو په جلا پېښه کې ووژل شول.
پاکستاني چارواکو همدارنګه ادعا کړې چې تېره شپه د وسلهوالو طالبانو د یوې اووه کسیزې ډلې غړي هغه مهال د پاکستاني سرتېرو په ډزو ووژل شول چې د افغانستان له خاورې یې پر پوله د اوښتو هڅه کوله.
دې ته ورته ادعاوې له دې مخکې پاکستاني چارواکو په کراتو کراتو کړې، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه تل رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان له خاورې پرنورو د بریدونو لپاره کار واخلي.
د مصنوعي ذهانت لپاره د یوې نړیوالې اجراییوي ادارې د جوړېدو غوښتنه وشوه
د ملګرو ملتونو یوې لوړپوړې مشورتې ډلې پرون پنجشنبې وویل، اړتیا ده چې د مصنوعي ذهانت یا اېآی AI لپاره یوه نړیواله اجراییوي اداره رامنځته شي او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د دغې ټکنالوجۍ لپاره چې ګړندۍ د ودې په حال کې ده، د تنظیم لپاره لومړی نړیوال بنسټ کیږدي.
دې ډلې وویل:"اېآی زموږ نړۍ بدلوي، د ساینس په نویو برخو کې د پام وړ ښه امکانات رامنځته کوي، د عامه روغتیا او کرنې د ښه کېدو لپاره اقتصاد ته وده ورکوي او هم د انرژۍ شبکې اصلاح کوي."
خو د دوی په خبره، که مصنوعي ذهانت تنظیم نهشي، له ګټو به یې یوازې محدود هېوادونه، شرکتونه او افراد ګټه پورته کړي او آن پیاوړي سیستمونه به چې پر اوسنیو هغو به ډېر باندې وي، کولای شي په نړۍ کې کار داسې کچې ته لوړ کړي چې په نتیجه کې یې داسې وسلې رامنځته شي چې په خپل سربه کار کوي او د نړۍ سوله او امنیت به له خطرونو سره مخ کړي.