د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۴

افغانستان

سمنګان کې یوه ښځه او یو نارینه د محکمې په حکم په درو وهل شوي

د طالبانو حکومت سمنګان ولایت کې یوه ښځه او یو نارینه له " کوره د تیښتې اواخلاقی فساد" په تور په درو وهلي دي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې د شنبې په ورځ وویل دغه دوه کسان د روی دوآب ولسوالۍ د ابتدایي محکمې د حکم په اساس له ۲۰ تر۳۰ درې ووهل شول.

اعلامیه زیاتوي چې دغه ښځه او نارینه تر دوو کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دی.

ستره محکمه دغه راز وايي یوبل کس د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ کې د غلا په جرم په ۳ میاشتې تنفیذی حبس محکوم شوی او په عام محضر کې ۳۹ درې وهل شوی دی.

د طالبانو حکومت لخوا په عام محضر کې مجرمانو ته سزا ورکولو پراخ نړیوال غبرګونونه را پارولي دي.

سره لدې چې د طالبانو حکومت وايي چې دا کار دشریعت د پلي کولو په چوکاټ کې کوي خو منتقدین وايي تورن کسان د محکمې په جریان کې مدافع وکیلانو ته لاسرسی نلري او بدنی سزا انساني کرامت سره منافات لري.

فنلند په افغانستان، پاکستان او برما کې خپل سفارتونه تړي

د فنلند بیرغ
د فنلند بیرغ

فنلند اعلان کړی چې افغانستان، پاکستان او میانمار کې خپل سفارتونه تړي.

د فنلند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ( د لیندۍ ۷مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اقدام د ډيپلوماتیکو دلایلو له مخې کوي او په وینا یې ۲۰۲۶ کال کې به عملي شي.

د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي چې " دغه سفارتونه به د عملیاتي او ستراتیژیکو دلایلو له مخې تړلې وي، دغه دلایل د دغو هېوادونو له سیاسي وضعیت او له فنلند سره یې د محدودو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سره تړلي دي.

تر دې وړاندې یوشمېر نورو اروپایي هېوادونو هم افغانستان کې خپل سفارتونه بند کړي دي.

امریکا افغان پاسپورت لرونکو ته د ویزې ورکړه بنده کړه

د افغانستان پاسپورت
د افغانستان پاسپورت

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان پاسپورټ لرونکو ته یې د ویزې ورکړه سملاسي و دروله.

دغه وزارت نن شنبه ( د لیندۍ ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوی د امریکا د ملي امنیت او خوندیتوب لپاره ټول اړین ګامونه اخلي.

دا کار وروسته تر هغه کیږي چې د چهارشنبې په ورځ یوه افغان په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد پر دوو غړو ډزې وکړې.

دغې پیښې د امریکا د ولسمشر په ګډون د هغه هېواد د چارواکو غسه پارولې او پر کډوالو یې سخت محدودیتونه اعلان کړل.

د امریکا ولسمشر اعلان وکړچې امریکا ته به له ټولو درېیمو هېوادونو کډوالي په «دایمي» ډول بنده کړي.

د امریکا حکومت اعلان کړی چې «د اندېښنې وړ» هېوادونو د وګړو د ګرین کارټونو «بشپړه او جدي» بیا ارزونه هم پیلوي.

هند وايي، افغانستان ته یې ۷۳ ټنه درمل او نوره مرسته ولېږله

هند د جمعې په ورځ افغانستان ته ۷۳ ټنه درمل، واکسینونه او بشري مرستې ولېږلې.

هند دا مرسته څو ورځې وروسته له دې افغانستان ته ولېږله چې د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په پنځه ورځني سفر هند ته لاړ او د دغه هیواد له چارواکو سره یې د دوو هیوادونو پر سوداګري اړیکو خبرې وکړې.

د انډیاټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند له لوري ۷۳ ټنه درمل او بشري مرسته د جمعې په ورځ کابل ته ورسیده.

له دې جلا د هند (این ډي ټي وي) پرون راپور ورکړ چې د افغانستان او هند درمل جوړوونکو شرکتونو د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت موافقه لاسلیک کړه.

د افغانستان د روفي انترنشنل ګروپ او د هند د زیدوس لایف ساینس شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې پر اساس، هندي لوری به افغانستان ته د درملو د صادرولو ترڅنګ په افغانستان کې دایمي دفتر پرانیزي او هلته به درمل تولیدوي.

پاکستان وايي، له افغانستان سره یې اوربند نه ټینګېږي

پاکستان د جمعې په ورځ وویل چې له افغانستان سره اوربند «نه ټينګېږي» ځکه چې د ترهګرو ډلو بریدونه په پاکستان کې لا هم روان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په اسلام اباد کې خبري کنفرانس ته وویل چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اوربند د دودیز پوځي اوربند په معنا نه و، بلکې هدف یې دا و چې د پاکستان دننه د تروریستي بریدونو مخه ونیول شي.

ده زیاته کړه:

«له دې اوربنده وروسته هم لوی تروریستي بریدونه شوي دي. د دې معنا دا ده چې اوربند نه دی ټینګ شوی، ځکه د اوربند موخه دا وه چې د ټي ټي پي او هغو افغان اتباعو بریدونه ودرول شي چې له افغان خاورې څخه د پاکستان دننه بریدونه ترسره کوي.»

اندرابي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان پر درو ولایتونو؛ خوست، کونړ او پکتیکا په بمبارۍ کې د ۹ ماشومانو په ګډون تر لسو ډېر کسان ووژل شول.

د طالبانو حکومت دا بمباري د پاکستان کار وباله او ویې ویل چې په مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړي خو پاکستان وویل چې دوی بمباري نه ده کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اندرابي وویل چې اسلام‌اباد د وروستیو تروریستي پېښو په رڼا کې، په ځانګړي ډول په پلازمېنه اسلام‌اباد او نورو برخو کې، «دې اوربند ته ډېره هیله نه لري.»

د واشنګټن ډي سي څارنواله وايي، د لکڼوال د تورزونو درجه لوړه شوه

د واشنګټن ډي سي لپاره د امریکا د متحدوایالتونو څارونوالې جینین پیرو، د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه کس پر ضد تورونه لوړ شوي دي چې چارواکي وایي د ملي ګارډ دوه سرتېري یې په ډزو ویشتلي دي.

د پیرو په وینا، پر دغه کس اوس د لومړۍ درجې د قتل تور لګول شوی دی.

دا اعلان له هغه وروسته شوی چې یوې ټپي سرتېرې له سختو ټپونو وروسته سا ورکړه.

۲۰ کلنه متخصصه سارا بیکسټرم او ۲۴ کلن انډرو وولف د چهارشنبې د ماسپښین له ډزو وروسته په بحراني حالت کې روغتون ته وړل شوي وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام تایید کړه چې بیکسټرم سا ورکړې ده.

پیرو وویل، د لکڼوال پر ضد اوس شپږ تورونه لګول شوي چې یو یې د لومړۍ درجې دی، یعني قتل، درې د جنایت په ترڅ کې د وسلې لرل او دوه نور په قصدي ډول وژونکې حمله ده.

د طالبانو حکومت وايي، د تاجکستان د ختلان برید د بې باورۍ او ګډوډۍ د رامنځته کولو په نیت شوی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین په سیمه کې د درې تنو چینايي اتباعو پر وژل کېدو خواشیني وښوده او ویې ویل چې دا پېښه په کلکه غندي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې بې له دې چې د کوم هیواد یا ډلې نوم واخلي، ویلي چې د دوی د اړوندو ارګانونو د لومړنیو ارزونو او معلوماتو پر اساس، په دې پېښه کې هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

د طالبانو حکومت په عین حال کې ویلي چې د تاجکستان له حکومت سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي او د یادې پېښې د عواملو د موندلو په هدف معلوماتي تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري.

پرون د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پولي ته څیرمه د یوه برید په ترڅ کې درې چینایي کارګر وژل شوي دي.

د دې وازت په بیان کې ادعا شوې ده چې دا حمله د افغانستان له خاورې په ختلان ولایت کې د یوه شرکت پر مرکز شوې ده چې د سروزو د کان د استخراج چارې مخته وړي.

په تاجکستان کې د چین سفارت د خپلو ۳ اتباعو د وژلو عاملانو ته د سزا غوښتنه وکړه

په دوشنبې ښار کې د چین سفارت په تاجکستان کې د خپلو درو اتباعو وژل کېدا په کلکه وغندله.

سفارت نن (جمعه) په یوه بیان کې وویل چې له تاجکستانه غوښتنه کوي چې اړوند چارواکي دې وهڅوي چې د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ د دې برید په اړه بشپړه پلټنه وکړي او عاملانو ته یې سخته سزا ورکړي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (پنجشنبې) وویل چې پر چینايي کارګرو له افغانستان څخه راغلیو جنایتکاروانو برید کړی دی.

وروسته نورو تاجک چارواکو وویل چې چینايي کارګر د ډرون یا بې پېلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې وژل شوي دي.

متقي: پاکستان دې د فشار پر ځای خبرو ته مخه کړي

 امیرخان متقي
امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي، هیله لري اسلام اباد د زور په ځای خبرو ته ترجیح ورکړي.

امیرخان متقي دا خبره پرون په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د ناروې له شارژدافیر پیر البرت الساس سره د لیدو پرمهال وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلې دي چې د دې لیدنې پرمهال دواړو لوریو د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې وکړې او د افغانستان-پاکستان او سیمې پر وضعیت هم وغږیدل.

د دې بیان له مخې د ناروې شارژدافیر د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو بمباریو په ترڅ کې د ملکیانو پر وژنه خواشیني څرګنده کړه.

طالبان وایي، د دوشنبې په شپه ناوخته پاکستاني الوتکو په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې بمبارۍ وکړې چې لږ تر لږه لس ملکیان پکې ووژل شول. پاکستان ویلي دي چې د دوی الوتکو دا بمباري نه ده کړې.

په تاجکستان کې درې چینایان وژل شوي

د تاجکستان او چین بیرغونه
د تاجکستان او چین بیرغونه

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د چهارشنبې ورځې په پای کې د افغانستان پولي ته څیرمه د یوه برید په ترڅ کې درې چینایان وژل شوې دي.

د دې وازت په بیان کې ادعا شوې ده چې دا حمله د افغانستان له خاورې په ختلان ولایت کې د یوه شرکت پر مرکز شوې ده چې د سروزو د کان د استخراج چارې مخته وړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG