افغانستان
د طالبانو کرنې وزارت: د ممپليو کښت ته وده ورکوو
د طالبانو حکومت د کرنې وزارت وایي چې، په کابل کې د دې وزارت په یوه څېړنیز فارم کې د کرل شویو مومپلي حاصل مثبته نتیجه ورکړې ده.
دې وزارت په خپله وېبپاڼه کې لیکلي، دا مومپلي د کابل په بني حصار سیمه کې په څېړنیز فارم کې کرل شوي دي.
د خبرپاڼې پر اساس، وزارت په پام کې لري چې د هوا مناسبو شرایطو ته په کتو د دې نبات کښت زیات کړي.
مومپلي چې علمي نوم یې Arachis hypogaea دی، عموماً په تودو سیمو کې ښه وده کوي او د دانو او غوړو لپاره یو تجارتي نبات ګڼل کېږي.
په ننگرهار، خوست، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، زابل، او هرات ولایتونو کې د دې نبات د کښت لپاره امکانات زیات دي.
حامدکرزي د تعليم په برخه کې د جاپان د مرستو ستاينه کړې
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په کتنه کې په ځانګړې توګه د تعلیم په برخه کې د جاپان د مرستو ستاینه او د دې مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
ښاغلي کرزي په یوه پیغام کې، چې پرون (دوشنبې) یې په ایکسپاڼه/ پخواني ټویټر کې خپور کړی، جاپان د افغانستان پخوانی او دروند دوست بللی دی.
دا پهداسې حال کې ده چې د یونېسف یا د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې خبر ورکړی چې، په بدخشان ولایت کې به زرګونه ماشومان په سلګونو محلي ښوونځیو کې د جاپان په مرسته زدهکړه ته دوام ورکوي.
د ازادي راډيو د خبريال الياس داعي د وژل کېدو څلور کاله پوره شول
د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي، چې څلور کاله مخکې هلمند کې په یوه هدفي برید کې وژل شوی و، کورنۍ يې وایي چې لا هم پهدې قضیه کې عدالت نهدی پر ځای شوی.
د الیاس داعي ورور مجتبی محمدي چې پهدې برید کې سخت ټپي شوی و، ازادي راډیو ته وویل چې لا هم چا د داعي د قاتلانو په اړه دوی ته کره معلومات نهدي ورکړي.
الیاس داعي د ۲۰۲۰ کال پهدې ورځ یعنې د نوومبر په ۱۲مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي بم، چې د ده په موټر پورې نښلول شوی و، په چاودنه کې ووژل شو.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نهدی منلی.
د افغانستان پخواني حکومت ژمنه کړې وه چې د داعي د وژنې عاملان به ونیسي او سزا به ورکړي، خو هیڅوک پهدې تور محکوم شوي یا سزا شوي نهدي.
د طالبانو حکومت هم تر اوسه دا قضیه نهده تعقیب کړې.
خوست کې د ژمن راډيو خپرونې بېرته پيل شوې
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د ژمن راډیو د خپرونو د بیا پیل هرکلی کړی دی.
دې مرکز نن په یو بیان کې د سرچینو په حواله خبر ورکړ چې، دې راډیو نن ماسپښین خپلې خپرونې بیا پیل کړې.
د خبرپاڼې لهمخې د خوست د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې وروسته له هغه د دې راډیو خپرونو ته اجازه ورکړه، چې د ژمن راډیو مسوولينو د موسیقۍ د نه خپرولو ژمنه وکړه.
د خوست سیمهيیزو چارواکو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
حمدالله فطرت: پاکستان دې خپله د خپلو ستونزو د حل په لټه کې شي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال وايي، اسلاماباد باید په خپل هېواد کې دننه د پاکستان د ستونزو د هواري په لټه کې شي.
حمدالله فطرت په یوه لنډه ویډیو کې چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون لهخوا خپره شوې ویلي: "اسلامي امارت به هيچاته اجازه ورنهکړي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي، افغانستان نور هيچاته ګواښ نهدی. پاکستان باید موږ ملامت نهکړي او په خپل هېواد کې دننه خپلو داخلي ستونزو ته د حللارې ولټوي."
تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوځل بیا ادعا کړې وه چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو لپاره کارول کېږي.
په بلوچستان کې د وروستي خونړي برید په غبرګون کې ښاغلي اصف د شنبې په شپه جیونیوز ټلوېزیون ته وویل، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې د بلوچستان لبریشن ارمي په کوټه کې د اورګاډي پر تمځای د شنبې د ورځې د برید پړه پر غاړه واخیسته، چې د ګڼو پاکستاني پوځیانو په ګډون یې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او لسګونه نور ټپیان شول.
د طالبانو حکومت دغه برید غندلی دی.
پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې، پاکستاني طالبان له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.
د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې ده.
کرکټ؛ بنګلهدېش افغانستان ته د ۲۴۵ منډو هدف ورکړ
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې بنګلهدېش د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۴۴ منډې یې وکړې.
دغه سیالي چې د شارجې په لوبغالي کې د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰بجې پیل شوې وه، بنګلهدېش پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
مېلمه لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۴۴ منډې یې وکړې.
د یادې لوبډلې په ګټه محمدالله ۹۸ او د دې سیالۍ لوبډلمشر مهدی حسن مېراز ۶۶ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې نن عظمتالله عمرزی تر نورو ښه وځلېد چې ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
دغه راز راشدخان او محمدنبي یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.
تر دې دمه دواړو لوبډلو یوه-یوه سیالي ګټلې ده او پهدې سره لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي ده، نننۍ سیالي به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کړي.
کرکټ؛ بنګلهدېش د درېیمې لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې نن دوشنبه د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کوي.
دغه سیالي د کابل پر وخت ۲:۳۰بجې پیليږي، پچه یې بنګلهدېش وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
تر دې دمه دواړو لوبډلو یوه-یوه سیالي ګټلې ده او پهدې سره لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي ده، نننۍ سیالي به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کړي.
په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان د ۱۱ـ کسیزې لوبډلې په ترکیب کې هېڅ بدلون نهدی راغلی، خو د بنګلهدېش لوبډلمشر نجمالحسین شانټو چې د لوبلړۍ مخکښ منډه جوړونکی هم دی، د ټپونو له امله نهشي لوبېدای او پر ځای یې ناهید رانا غوره شوی دی.
کرکټ بورډ: افغان لوبډله د بنګلهدېش پر وړاندې پایلوبې ته پوره چمتووالی لري
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله د بنګلهدېش په وړاندې نننۍ پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقې ته پوره چمتووالی لري.
د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات نن ازادي راډیو ته وویل: "افغان لوبډلې د دغې لوبې لپاره پوره چمتووالی نیولی دی. د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې لوبې هم ښې لوبې وې. لومړۍ لوبه د افغان لوبډلې او دویمه د بنګلهدېش په بریا پای ته رسېدلې وه. په ټوله کې افغان لوبغاړو ښه لوبه کړې ده."
نننۍ لوبه چې درېیمه او وروستۍ ده، د کابل پر وخت د ماسپښین پر دوه نیمو بجو پيلېږي.
که هر هېواد نننۍ لوبه وګټي د روانې لوبلړۍ ګټونکی به وي.
هند کې د طالبانو قونسلګرۍ افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش خبر ورکړی
د هند په ممبۍ ښار کې د طالبانو تر کنټرول لانډې قونسلګرۍ د افغاني پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیل خبر ورکړ.
ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی چې، په ممبۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ویلي، چې په هند کې دېره افغان وګړو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ د نویو پاسپورټونو د ورکړې اسانتیا نهلري.
په هند کې د افغاني پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیل خبر داسې وخت ورکول کېږي، چې د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جې پي سینګ تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او نورو چارواکو سره وکتل.
له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ۲۶ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی
باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن پر خپله ایکسپاڼه خبر ورکړی، چې: "پرون د تورخم له لارې ۱۰ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."
په خبر کې نهدي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې کړای شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بېاسناده افغان کډوالو ډلهییز اخراج چټک کړی، ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو اخراج روان دی.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون یکشبنه اعلان وکړ چې، لږ تر لږه ۳۲۵ تنه افغان کډوال د شنبې او جمعې په ورځو له ترکیې اخراج او کابل ته استول شوي دي.