د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

ښځې

ډيکر: متحدایالتونه د افغانستان لپاره د زده‌‌‌کړو د مساوي لاس‌رسي ملاتړ کوي

ارشيف
ارشيف

د افغانستان لپاره د متحدایالتونو شارژدافیرې کرن ډیکر ویلي چې، د طالبانو له‌خوا د زده‌‌کړو پر وړاندې محدودیتونه د افغان ښځو او نجونو راتلونکې ته زیان رسوي او هغوی د خپل هېواد په پرمختګ کې له ګډون څخه محروموي.

اغلې ډيکر، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا له سفارت څخه فعالیت کوي، پرون (چهارشنبې) په ایکس‌پاڼه یا (پخوانی ټویټر) کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "متحدایالتونه د افغانستان لپاره د زده‌‌‌کړو د مساوي لاس‌رسي ملاتړ کوي. افغانستان له ښځو پرته د ځان بسیاینې او پرمختګ هدفونه ترلاسه کولی نه‌‌‌شي."

په‌‌‌داسې حال کې چې د نړیوالې زده‌‌‌کړې اوونۍ (د نوامبر ۱۸-۲۲مه) دوام لري، نن (د نومبر ۲۱مه) د افغانستان په سړو سیمو کې له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده‌‌‌کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې او د ډسمبر تر ۵مې به دوام وکړي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته زده‌‌کړو د بندیز یو بل کال هم پوره شو.

هغه نجونې چې راتلونکی کال شپږم ټولګي ته ځي په ډار ازموینې ورکوي، خو هیله لري چې دا به د دوی وروستۍ کلنۍ ازموینې نه‌‌‌‌وي او دوی ته به په راتلونکې کې د زده‌‌‌کړو د دوام اجازه ورکړل شي.

کرن ډيکر: افغانستان د خپلو ټولو خلکو له مشارکت پرته پرمختګ نه‌شي کولی

کرن ډيکر
کرن ډيکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیره کرن ډیکر وایي، افغانستان د خپلو ټولو خلکو له مشارکت پرته پرمختګ نه‌شي کولی.

اغلې ډیکر دا خبره په افغانستان کې د نجونو د زده‌‌‌کړو تر محدودیت پورې پرون په خپلې ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلې ده.

نوموړې زیاتوي چې، متحدایالتونه په افغانستان کې د ټولو لپاره د یو ډول زده‌‌کړو غوښتنه کوي.

روانه اوونۍ په نړۍ کې د زده‌کړو د اوونۍ په توګه لمانځل کېږي، خو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌‌‌کړو بندیزونه لګېدلې دي.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌‌‌‌مخې د دغو بندیزونو په خاطر په افغانستان کې تر یو میلیون او څلور لکه ډېرې نجونې له زده‌‌‌کړو محرومې شوې دي.

ژولیا پارسي د ۲۰۲۴م کال د بشري حقونو د مدافعانو د جایزې ګټونکې شوه

ژولیا پارسي چې ښوونکې ده، د فریډم نو موسسې له‌خوا دغې جایزې ته کاندیده شوې وه.
ژولیا پارسي چې ښوونکې ده، د فریډم نو موسسې له‌خوا دغې جایزې ته کاندیده شوې وه.

د نیلا ابراهیمي په نوم یوه ۱۷ کلنه افغانه نجلۍ چې په خپل هېواد کې په عام محضر کې د خبرو کولو اجازه نه لري، د افغان نجونو له حقونو څخه د دفاع په خاطر پرون سې شنبې د ۲۰۲۴م کال د ماشومانو لپاره د سولې د نړیوالې جایزې مستحقه وپېژندل شوه.

د ماشومانو د حقوقو د بنسټ په خبره، نوموړې ته دغه جایزې د هغو فعالیتونو په خاطر ورکړل شوې چې د ښځو د غږ اوچتولو په برخه کې یې مخ ته وړي دي.

په عین حال کې پرون د مارټین اینالز Martin Ennals په نوم د بشري حقونو یوه مدافع بنسټ اعلان وکړ چې د افغان ښځو د حقونو مدافعې ژولیا پارسي د دې بنسټ د ۲۰۲۴م کال د بشري حقونو د مدافعانو د جایزې ګټونکې شوه.

ژولیا پارسي چې ښوونکې ده، د فریډم نو موسسې له‌خوا دغې جایزې ته کاندیده شوې وه.

هغې چې د ۲۰۲۱م په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خپله دنده له لاسه ورکړې، د ښځو د حقونو او اساسي آزادیو پر وړاندې د طالبانو له سختو سیاستونو او تګلارو سره په مخالفت کې یې د افغان ښځو خودجوشه غورځنګ جوړ کړی او تېر کال د درې میاشتو لپاره د طالبانو له‌خوا زنداني شوې وه.

د دغه بنسټ جایزه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کې له خطرسره مخ د بشري حقونود مدافعانو د پېژندنې او د هغوی د هڅولو او ساتنې لپاره ورکړل شوه.

ملګري ملتونه: په کليوالو سيمو کې روغتيايي خدماتو ته د افغان مېرمنو لاس‌رسی ستونزمن شوی

خو د ملګروملتونو د وګړو وجهي صندوق ویلي چې، دوی د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشت پورې په ټول افغانستان کې ۳.۵ میلیونو خلکو ته يې ژوند ژغورنې خدمتونه وړاندې کړي دي.
خو د ملګروملتونو د وګړو وجهي صندوق ویلي چې، دوی د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشت پورې په ټول افغانستان کې ۳.۵ میلیونو خلکو ته يې ژوند ژغورنې خدمتونه وړاندې کړي دي.

د ملګروملتونو د نفوس صندوق وایي، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د هوا له سړېدو او د واورو له ورېدو سره روغتیایي خدماتو ته د ښځو لاس‌رسی ستونزمن شوی دی.

دې ادارې پرون (دوشنبې) په یوه بیان کې، چې پر خپله ایکس‌پاڼه کې یې خپور کړی ویلي، سږ کال یې د اسټرالیا په ملاتړ ۲.۴ میلیونو افغانانو ته، چې زیاتره یې ښځې دي، د ژوند ژغورنې خدمات وړاندې کړي دي.

د ملګروملتونو د نفوس صندوق همداراز ویلي، د ژمي په موسم کې د ښځو لپاره روغتیایي خدماتو ته د لاس‌رسي د ستونزو د حل لپاره یې په ټول افغانستان کې په اته سیمه‌ییزو ګودامونو کې طبي وسایل زېرمه کړي دي.

د دې ادارې په وینا، ښځې او مېندې په ځانګړي ډول د زېږون لپاره د ماهرو کارکوونکو په شمول روغتیایي خدماتو او د بېړنیو حالاتو لومړنيو خدماتو ته کم لاس‌رسی لري، چې دا حالت د مړینې او ناروغیو د زیاتېدو سبب کېږي.

دې ادارې په یوه بل بیان کې ویلي، د روان میلادي کال له جنورۍ تر اکتوبر پورې یې ۲.۴ میلیونو افغانانو ته، چې ۸۰سلنه یې ښځې او نجونې وې، حیاتي خدمات وړاندې کړي دي.

د دې سازمان په وینا، دا مرستې د اسټرالیا د مالي ملاتړ له لارې افغانانو ته برابرې شوې دي.

تر دې وړاندې د ملګروملتونو اړوند دې ادارې ویلي و چې، په افغانستان کې یې ۳.۵ میلیونو مېندو او امیندواره ښځو ته حیاتي مرستې رسولي دي او ټینګار یې کړی چې امیندواره ښځې او هغوی چې تازه مېندې شوي، د روان کړکېچ له امله له زیات خطر سره مخامخ دي.

د طالبانو د امر بالمعروف محتسبينو زابل کې د يوې نجلۍ د جبري واده د مخنيوي خبر ورکړی

ارشيف
ارشيف

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت وايي، په زابل ولایت کې یې د یوې دولس کلنې نجلۍ د جبري واده مخه نیولې ده.

دغه وزارت یک‌شنبه په خپله ایکس‌‌‌‌پاڼه دا خبره خپره کړې ده.

په بیان کې ادعا شوې چې، د ښځو د بشري حقونو د تامین په هدف د یاد وزارت محتسبینو تر دې دمه د سلګونو جبري ودونو او د بد ورکولو له پېښو مخنیوی کړی.

د بشري حقونو مدافع سازمانونو بیا تر دې مخکې په خپله د طالبانو حکومت ګرم بللی چې، د محدوونکو فرمانونو په صادرولو سره یې ښځې له سختیو سره مخامخ کړي او اړې کړې یې دي چې جبري ودونو ته غاړه کېږدي.

ملاله يوسفزۍ: نړیوال باید د افغان ښځو د حقونو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي

ملاله يوسفزۍ
ملاله يوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم د حق فعاله ملاله یوسفزۍ وايي چې، نړیوال باید د افغان ښځو د حقونو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي.

ملالې یوسفزۍ پرون له سکای نیوز چینل سره په مرکه کې وویل، دې له نړیوالو قوانینو سره سم په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سیستماتیک خونديتوب لپاره هڅې پیل کړې دي.

ملاله وايي، داسې رهبرانو ته اړتیا ده چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره هڅه وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا څووم ځل دی چې ملاله د افغان ښځو په ملاتړ غږ اوچتوي.

طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر ښځو د محدودیتونو کړۍ راتنګه کړې او په‌‌‌دې ترڅ کې یې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده‌‌‌کړو بندیزونه اعلان کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌‌المنکر په هغه نوي قانون کې چې په تېره اګست میاشت کې نافذ شو، په ټولنه کې د ښځو د چلند پر څرنګوالي هم پراخ محدودیتونه وضع شوي دي.

طالبانو په تخار کې یوه ښځه او یو نارینه په درو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د تخار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د تخار ولایت موقعیت

د طالبانو ستره محکمه وايي، په تخار ولایت کې یې یوه ښځه او یو نارینه د نامشروع اړیکو په تور په عام محضر کې په ۳۹ درو وهلي دي.

دې محکمې نن پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې پر دې دوو کسانو د تعزیري سزا حکم د فرخار ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د حکم په اساس تطبیق شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې مخکې له دې په یوه جلا بیان کې ویلي وو چې د یکشنبې په ورځ یې د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه ښځه له کوره د تېښتې د هڅې په تور د خلکو په مخ کې په ۳۹ درو وهلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل وروستي راپور کې چې تېره پنجشنبې خپور شو، ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر ترپایه پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ ۱۱۱ بدني مجازات تطبیق کړي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو له طالبانو غوښتي چې دغه ډول سزاګانې ودروي.

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو دې د ښځو او نجونو په اړه صادر کړي ټول فرمانونه لغوه کړي

ارشیف: طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.
ارشیف: طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، د افغانستان واکمنان باید سملاسي ټول هغه فرمانونه بېرته لغوه کړي چې له مخې یې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې شوې دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو سخت بریدونه شوي چې په وینا یې د ښځو د ژوند ټولې برخې یې متاثره کړې دي.

دوی دغه اندېښنه داسې مهال ښيي چې د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر په قانون کې چې تېره اګست میاشت کې توشیح او رسمي جریده کې خپور شو، د ښځو غږ عورت بلل شوی دی.

د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر خالد حنفي تازه ویلي، کله چې یوه بالغه ښځه لمونځ ادا کوي او یوه بله بالغه ښځه یې له مخې تېرېري، دا لمونځ کوونکي ښځه اجازه نه لري چې "الحمدلله" او "سبحان الله" ووایي.

پر دې سربېره، افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم هم بندیز لګول شوی او ښځې په اکثرو ادارو کې له کار کولو منع شوي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو تر دې وړاندې له طالبانو غوښتي چې د ښځو حقونه اعاده کړي، خو طالبان بیا وایي، ښځو ته یې په اسلامي چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ د افغانستان په اړه د بینېټ د تازه راپور هرکلی وکړ

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د تازه راپور هرکلی وکړ.

د بینېټ په دغه راپور کې چې تېره دوشنبه خپور شو، د ځینو باوري سرچینو په حواله د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي ځورونې او تېریو خبره هم شوې ده.

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ وايي، دغه راپور هغه جنایتونه بربنډوي چې نه یوازې له نړیوالو قوانینو بلکې له اسلامي، انساني او اخلاقي اصولو هم سرغړونې ښيي.

د افغان ښځو دغه غورځنګ له ځینو نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې له طالبانو سره د دغو سرغړونو د دوام له کبله حساب کتاب وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ یو "عقده‌یي شخص" یاد کړی او وايي دغه راپور یې هم د همدې عقدې له مخې برابر کړی دی.

یوسفزۍ او نورو فعالانو له بریتانیا د طالبانو د جنسیتي تبعیض د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، له نورو فعالانو سره یوځای یې د بریتانیا د پارلمان له غړو او وزیرانو غوښتنه وکړه، هغه څه په رسمیت وپېژني چې د طالبانو د رژیم له‌خوا جنسیتي اپارټایډ یا تبعیض ګڼل کېږي.

ملالې پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: "موږ باید د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د جنایتونو له کبله له طالبانو سره حساب- کتاب وکړو."

هغې زیاته کړې چې تمه لري د پارلمان غړي او حکومت د کوټلو اقداماتو له لارې دا موضوع تعقیب کړي.

د طالبانو پر حکومت انتقادونه کېږي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې یې له تبعیض ډکه پالیسي خپله کړې او لا هم دوام لري.

نجونې لا هم تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه شي کولی او د دوی پر وړاندې یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

ښځې او نجونې نه‌شي کولی په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو او اکثرو دولتي ادارو کې کار وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG