د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

عاجل خبر

عزیز: پر افراطي ډلو فشار به تروریستي حملې زیاتې کړي

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار خبرداری ورکړ چې په دې هېواد کې پر افراطي ډلو زیات فشار راوستل ښايي معکوسه نتیجه ورکړي او تروریستي حملې لا زیاتې کړي.

سرتاج عزیز پرون جمعه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې حکومت یې په تېرو دریو کلونو کې د تروریزم پرضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

سرتاج عزیز زیاته کړه:

"زما په باور، هغه پرمختګ چې موږ په وروستیو دریو کلونو کې کړی ډېرمهم دی، موږ د ښوو او بدو طالبانو ترمنځ له توپیره پرته، د هغوی پرضد په مبارزه کې پرمخ روان یو، خو په دې کې چې څومره لرې حرکت کولای شو، په څومره شدت او ترکومه حده ولاړ شو خطر موجود دی، موږ هغې مرحلې ته را رسېدلي یو چې پردې اندېښنو غور کوو خو د وخت مناسبت ته پام کول مهمه خبره ده ."

سرتاج عزیز ټینګار وکړ چې د واشنګټن او اسلام ابادپه اړیکو کې ځانګړې ستونزې نه لیدل کېږي.

د سعودي پوځي ایتلاف مشرانو سره وکتل

د سعودي عربستان په مشرۍ د تروريزم پر ضد ايتلاف پوځي مشرانو پرون په رياض کې سره وکتل.

سعودي عرب په تېر ډسمبر مياشت کې د ۳۴ هېوادونو د ايتلاف اعلان وکړ او په فبرورۍ مياشت کې يې د لويې کچې نظامي تمرينات پيل کړل.

د سعودي عربستان بريد جنرال احمد عسيري له پرونۍ خبرو وروسته خبريالانو ته وويل چې ايتلاف د بنسټونو اېښودلو په مرحله کې دی.

عسيري وويل چې رياض دغه ايتلاف ته د پيسو ورکولو وړانديز کړی دی.

ده وويل چې دغه ايتلاف به د ملګرو ملتونو له مقرراتو سره سم چلند کوي.

ده دا هم ويلي چې د پوځي مشرانو دغې کتنې په راتلونکي کې د دفاع وزيرانو غونډې ته زمينه برابره کړه.

په دغه سني اکثريت ايتلاف کې د ناټو غړی ترکي او په اټمي وسلو سمبال پاکستان هم شامل دي.

خو ايران او انډونيزيا د دې اييتلاف برخه نه دي.

پوتین نن په مسکو کې له خپل فنلنډي سیال سره ګوري

د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین به نن په مسکو کې له خپل فنلنډي سیال ساولي نینیستو Sauli Niinisto سره وګوري.

کریملن وویل، دواړه مشران به د سوداګرۍ، کلتور او خپل منځي همکارۍ پر موضوعاتو خبرې وکړي.

د فنلنډ پخواني صدراعظم ایسکو اهو چې اوس د فنلنډ روسیې د سوداګرۍ د خونې مشر دی، تاس خبري آژانس ته وویل چې د شمال ګاونډي هېوادونه هڅه کوي د همکاري هغه ساحې پیداکړي چې پر روسیې د لوېدیځ په لګول شویو بندیزونو کې نه دې شاملې.

دا د دواړو مشرانو ترمنځ اومه کتنه ده او کریملین ویلي چې د دوی ترمنځ منظمې ټلیفوني مکالمې کېږي.

"روسیه دي د سوریې د اوربند په اړه یو اړخیز اقدام نه کوي"

متحده ایالاتو روسيې ته خبرداری ورکړی دی چې په سوریه کې دې له اوربند څخه د سر غړونې پر وړاندې په یو اړخیزه توګه عکس العمل نه ښيي.

د داعش او نورو سخت دریځو ډلو پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ویاند سټیو وارین وویل موږ تمه لرو چې روسیه به د داسې ګام له پورته کولو ډډه وکړي.

د روسيي پوځ تېره ورځ له امریکا و غوښتل چې په سوریه کې دې د اوربند د تطبیق په اړه بېړنۍ غونډه ونیسي.

مسکو ویلي که واشنګټن ورته نن ځواب ورنه کړي نو روسي ځواکونه به له خپل لوري اقدام وکړي.

"هر عراقي ته دي د تېلو له عوایدو خپله برخه ور کړل شي"

په عراق کې شیعه ملا مقتدا صدر د دې هېواد پر حکومت غږ کړی چې هر عراقي ته دې د دې هېواد د تېلو له عوایدو خپله برخه ورسوي.

صدر دا غوښتنه پرون په بغداد کې په یوه لویه غونډه کې وکړه.

نوموړي همدارنګه وغوښتل چې د ناپیلو سیاستوالو یو تیکنوکراټ حکومت دې په عراق کې رامنځ ته شي څو له فساد سره مبارزه وکړي.

مقتدا صدر خپلو پلویانو ته په وینا کې له حکومته د عامه خدماتو د ښه کېدو او د بې کارۍ د ختمولو غوښتنه هم و کړه.

د مقتدا صدر پلویانو په تېره میاشت کې پرلپسې اعتراضونه کړي او د نوې حکومت د جوړېدو غوښتنه یې کړې.

قزاقستان: حاکم ګوند د پارلماني انتخاباتو ۸۲ سلنه رايې وړي

د قزاقستان د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجه ښي چې د ولسمشر نورسلطان نظر باییف واکمن ګوند په سلو کې ۸۲ رایې ګټلي دي.

د قزاقستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون پرون د انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته اعلان وکړ چې د رایو ورکوونکو شمېر په سلو کې نېږدې ۷۷ و.

په قراقستان کې له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې چې د پخوانې شوروي اتحاد له نسکورېدو وروسته دې هېواد خپلواکي اخیستي، هېڅکله هم تر سره شوي انتخابات لوېدیځ هېوادونو او نړیوالو څارونکو، شفاف او ازاد نه دي بللي.

د ازادي راډیو خبریالان چې د انتخاباتو بهیر یې له نېږدي کتلي وایي، د هېواد په یوشمېر سیمو کې د رایو صندوقونه ډک شوي او د کورنیو غړیو د نورو په استازیتوب رایې کارولي دي.

د نظرباییف "نوراوتان" ګوند د پارلمان د ۱۰۷ کسیز مجلس لپاره یو ریښتینی سیال نه درلود.

پر نوراوتان سر بېره د رایو نتیجه ښیي چې د مجلس لپاره دو نورو ګوندونو، حکومت پلوي د خلکو کمونست او "اک زول" ګوندونو هر یوه په سلو کې څه باندې اووه رایې خپلې کړې دي.

دا هغه تر ټولو کم حد دی چې یو ګوند یې باید پوره کړي چې پارلمان ته لاره پیدا کړي.

پاکستان په هند کې د خپل کرکټ ټیم امنیت په اړه اندېښنه لري

پاکستان وايي، مخکې تر دې چې د خپل هېواد د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د نړیوال ۲۰اووریز جام په سیالیو کې ګډون ته پرېږدي، دا اوونۍ به یو پلاوی هند ته ولېږي چې امنیتي وضعیت وڅېړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان پرون وویل، دا درې کسیز پلاوی به د مارچ په اوومه یعني سبا هند ته لاړ شي څو هلته هوټلونه، د لوبغاړو د تګ راتګ لارې او د کرکټ میدان وګوري.

چودري نثار علي خان وویل، که د پلاوي راپور مثبت و، د پاکستان د کرکټ ټیم به پرېښودل شي چې هند ته لاړ شي.

پاکستان دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د هند د هیما چل پردېش ایالت اعلي وزیر وویل، دوی د مارچ په ۱۹مه د پاکستان د کرکټ لوبډلې ته امنیت نه شي برابرولی او د پاکستان د ټیم مسابقه دې په بل ایالت کې وشي.

د هند د کرکټ ټیم په وروستیو اسیايي سیالیو کې د پاکستان ټیم په پنځو ویکټونو مات کړ.

فرانسه وايي په سوریې کې به خپلو هوايي حملو ته دوام ور کړي

د فرانسې ولسمشر وایي، په سوریې کې خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکوي.

فرانسوا اولانډ په بروکسل کې له یوې فرانسوۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي چې دوی په خپلو بریدونو کې ملکیان نه په نښه کوي.

نوموړي روسیې ته په اشارې وویل چې د ملکي وګړو ویشتل ورته د منلو نه دي او دده په خبره روسیه هم باید د حکومت د منځلارو مخالفینو او ملکیان پر ځای داعش په نښه کړي.

فرانسوا اولانډ دغه راز وایي، د سوریې د جګړې د ختمېدو په هدف باید پر مسکو فشار راوړل شي چې له بمبارۍ لاس واخلي او وپوهه ول شي چې دا د بریالیتوب لار نه ده.

ښاغلي اولانډ زیاته کړه:

پر مسکو باید فشار راوړل شي تر څو موږ وکولی شو په دې اړه خبرې وکړو، ځکه چې روسیه به د بشارالاسد په پلوۍ سره په یوازي سر بریالۍ نشي،دا ممکنه نه ده، موږ ټوله یې وینو او هېڅ نتیجه به ورنه کړي، که دا کار دوام ولري، مذاکرات به نه وي او جګړه به دوام لري، نو موږ اړتیا لرو چې مسکو ته قناعت ورکړو، زه فکر کوم دا کار به موږ وکړای شو چې د سوریې بحران ته یوه سیاسي حل لاره پیدا کړو، دا به د مسکو په ګټه هم وي."

فرانسوا اولانډ ټینګار کوي چې د سوریې د سولې خبري باید ژر تر ژره پیل شي.

دی دغه راز د ترکیې او روسیې ترمنځ هم د غیر مستقیمې جګړې د پیل خبرداری ورکوي.

کابل: په ده سبز کې د موټر بم چاودنې مخه نیول شوې

د کابل امنیتي چارواکي وايې چې په کابل ښار کې د یوه موټر بم چاودنې او انتحاري حملې مخه نیولې ده.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وايې، انتحاري حمله کوونکو غوښتل له چاودیدونکو موادو ډک هینو موټر کابل ښارته را دننه کړي، چې د کابل - بګرام په سړک د ده سبز په سیمه کې هدف ته له رسیدو مخکې پولیسو وداروه او چاودنه یې وکړه.

رحیمي وویل، چې په دې چاودنه کې یو تن ټپی شوی، خو زیاتوي چې د چاودنې په سیمه کې د انسانانو د وجود ټوټې لیدل شوي، چې په اغلب ګومان د حمله کوونکو به وي.

خو ښاغلي رحیمي وویل چې د دوی پلټڼې روانې دي چې دا حمله د چا له خوا پلان شوې وه او هدف يې د کابل ښار کومه برخه وه.

څه موده وړاندې د کابل په قصبې سیمه کې هم ورته موټر بم چاودنه وشوه.

تر اوسه د دې حملې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

کندز: وسله واله نښته د پنځو انتحاري حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسیده

د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ په نوې ودانۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته د پنځو انتحاري حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسیده.

دغه نښته نن سهارلس بجې پیل شوې وه.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرورحسیني ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه پنځو تنوحمله کوونکوله ډلې لومړي یو انتحاري حمله وکړه او بیا نوریې د قومندانۍ په دروازه کې له پولیسو سره ونښتل.

ښاغلي حسیني وویل چې په دغه نښته کې یو پولیس ټپي شوی او په ملکیانو کې چاته مرګ، ژوبله نه ده اوښتې.

د دغې حملې مسوولیت طالبانو په ځان منلی دی.

پخواني:

د کندز چارواکي وایي، چې د حکومت وسله والو مخالفینو د دې ولایت د امنیې قومندانۍ په نوې ودانۍ ډله ییزه حمله کړې ده.

د کندز د والي ویاند عبدالواسع باصل ازادۍ راډيو ته وویل، چې حمله کوونکي امنیې قومندانۍ ته دننه شوي او لا هم حمله روانه ده.

ښاغلي باصل د حمله کوونکو د شمیر او د حملې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وایي، چې د امنیې قومندانۍ دا ودانۍ په دې وروستیو کې جوړه شوې، چې د کندز د امنیې قومندانۍ نیم پرسونل دلته او نیم په پخوانۍ ودانۍ کې اوسي.

حمله د لسو بجو په شااوخوا کې پیل شوې ده.

تر اوسه چا ددې حملې مسولیت نه دی اخیستی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG