د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۷

عاجل خبر

د طالبانو کورنيو چارو وزارت: د کابل په اتمه ناحيه کې چاودنه شوې

بېړنۍ خبر
بېړنۍ خبر

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په اتمه ناحیه کې نن چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي، منفجره مواد په یوه ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوي وو.

که څه هم طالبانو ویلي، چې د کابل په ګډون یې په ټول افغانستان کې خوندي امن برابر کړی، خو دا ډول پېښو وخت نا وخت خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اپډېټ شوی

په قطر د اسرائیل برید ته غبرګونونه، نتانیاهو وايي برید یواځې اسرائیلو کړی

په دوحه کې له چاودنو وروسته تور لوګی اسمان ته اوچت شو
په دوحه کې له چاودنو وروسته تور لوګی اسمان ته اوچت شو

د قطرپلازمینه دوحې باندې د اسرائیلو برید پراخ غبرگونونه وپارول.

د ملګرو ملتونو عمومي منشی انتونیو ګوتیرش دابرید د قطر په حاکمیت او ځمکني تمامیت څرکند تیری وباله او وغانده.

ایران د اسرائیل دغه برید خطرناک او نړیوالو قوانینو څخه څرګنده سرغړونه وبلله.

دایران دبهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي دغه برید یو"فوق العاده خطرناک" اقدام وباله او وویل چې په دغه برید کې فلسطیني مرکچیان په نښه شوي دي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دوحه کې د حماس په غړو د اسرائیل برید غندي اوزیاته یې کړه چې دغه برید ښيي چې اسرائیل په سیمه کې " توسعه غوښتونکی سیاست" او دولتي تروریزم ته مخه کړې ده.

امریکا او اروپايي اتحادیه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

دکاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشر پاپ لیو په قطر باندې د اسرائیلو د برید د عواقبو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

پاپ وویل چې اوسنی وضعیت جدي دی.

بلخوا په دوحه کې دامریکا او چین سفارتونو په قطر کې له خپلو اتباعو وغوښتل چې په خپلو کورونو کې پاته شي او له تګ راتګ ډډه وکړي.

د اسرائیلو اردو نن سه شنبې اعلان وکړ چې د حماس د افراطي ډلې مشران یې په نښه کړي دي.

سره لدې چې اسرائیلو پیل کې ونه ویل چې برید یې چیرته کړی دی خو وروسته د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر وویل چې برید یواځې د اسرائیلو لخوا په مستقله توګه شوی دی.

نتانیاهو وویل چې خپلو ځواکونو ته یې امر کړی وو چې په بیت المقدس کې ددوشنبې د ورځې دبرید عاملانو ته جزا ورکړي.

په دغه برید کې ۶ اسرائیلیان مړه او ۱۶ کسه نور ټپیان شول.

اسرائیلي چارواکو وویل چې دغه برید د لویدیځې غاړې د دوو کسانو لخوا شوی دی.

دا په تیرو دوو کلونو کې په بیت المقدس کې لومړنی دا ډول برید وو.

د اسرائیلو دفاع وزیر ییسراییل کاتس وویل په دې یقین لري چې په دوحه برید "بشپړه توجیه " لري.

خو دقطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري دغه برید د ټولو نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه وبلله او وغانده .

ایکسپاڼه کې د اسرائیلو د اردو اعلامیې وویل چې له برید مخکې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره اقدامات ترسره شول.

اعلامیې زیاته کړه چې په نښه شويو کسانو د کلونو لپاره د حماس مشري کوله او په اسراییلو یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اومې په برید کې مستقیم لاس درلوده.

هغه مهال په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

دغه برید ددې لامل شو چې اسرائیل په غزه پراخ او شدید هوايي او ځمکني بریدونه وکړي.

شمالي بیت المقدس کې پنځه تنه ډزو کې وژل شوي او یوشمېر نور ټپيان شوي دي

بیت المقدس کې له برید وروسته وضعیت
بیت المقدس کې له برید وروسته وضعیت

روغتیایي چارواکو ویلي چې د شمالي بیت المقدس/یروشلم په یوه بس تم ځای کې د دوو بریدګرو په ډزو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او پنځلس نور ژوبل دي.

اسوشیټیډ پریس د پولیسو په حواله ویلي چې بریدګرو لومړی په انتظار مسافرو ډزې وکړې او بیا بس ته دننه او هلته یې په ناستو کسانو برید وکړ.

یو امنیتي افسر او یو ملکي کس بریدګر وویشتل او برید یې ودراوه.

ډزې د شمالي بیت المقدس دروازې خواته له ګڼې ګوڼې ډکې څلور لارې کې وشوې، هغه لاره چې چې په ختیځ بیت المقدس کې د یهودي میشت ځایونو ته غځیدلې ده.

ویډیوګانو ښودلې چې خلک د سهار د ګڼې ګوڼې په وخت کې له سیمې څخه تښتي، کړکۍ ماتې شوې او ټپیان په سړک پراته دي.

تراوسه کومې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.

د غزې جګړه په اسراییل او لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې د ۲۰۲۵ کال تر جولای پورې په اسراییل او لویدیځه غاړه کې لږترلږه ۴۹ اسراییلیان وژل شوي دي، او اسراییلي ځواکونو او میشتو شویو لږترلږه ۹۶۸ فلسطینیان وژلي دي.

د هند احمد اباد ښار کې یوه مسافر وړونکې الوتکه لویدلې

ارشیف
ارشیف

یوه مسافر وړونکي الوتکه نن دهند احمد آباد کې نسکوره شوې .

دفرانسې خبري آژانس داطفایې د چارواکو له قوله رپوټ ورکوي چې د الوتکی نوعیت او مسافرو په هکله معلومات نه دي ترلاسه شوي.

رپوټ وایی چي د الوتکې دنسکوریدو په مهال داحمد آباد دهوایی ډګر دپاسه لوګي لیدل شوی.

په اتریش کې د یوه ښوونځي دننه په ډزو سره لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي

اتریش کې د خونړي برید وروسته شېبې
اتریش کې د خونړي برید وروسته شېبې

پولیسو تایید کړې چې پېښه نن په ګراز ښار کې شوې او یوه زده کوونکي دا برید ترسره کړی دی.

د پولیسو په خبره ګڼ کسان ټپيان هم دي چې زده کوونکي او ښوونکي په کې شامل دي.

زده کوونکي او معلمین له ښوونځي ایستل شوي دي.

په اتریش کې داسې پېښې ډېره سابقه نه لري.

یواځې تېره فبروري میاشت د اتریش په جنوب کې یوه بریدګر د چاقو په ګوزارونو سره لږ تر لږه یو کس وواژه او ۵ نور یې ژوبل کړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته ټولې پوځي مرستې وځنډولې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپينه ماڼۍ کې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپينه ماڼۍ کې

د راپورونو له مخې ښاغلي ټرمپ دوشنبه ناوخته دا پرېکړه کړې ده.

دا وروسته له هغه چې تېره اوونۍ ټرمپ او د هغه اوکراییني سیال ولودومیر زیلینسکي تر منځ په سپینه ماڼۍ کې لیدنه په لفظي شخړو سره بې نتیجې پای ته ورسېده.

رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات اوکراین ته خپلې مرستې ځنډوي او بیا یې بیاکتنه کوي "ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا مرستې یوې حل لارې ته زمینه برابروي"

د بلومبرګ او فاکس نیوز د راپورونو له مخې، اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو ځنډول به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې ټرمپ دې پایلې ته ورسیږي چې د اوکراین مشران سولې ته صادقانه ژمنتیا لري.

فاکس نیوز د ټرمپ ادارې د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړ چې "دا د مرستو دایمي درول نه دي، بلکې لنډمهاله ځنډ دی."

له دې مخکې، متحده ایالاتو د مارچ په ۳مه په زیلینسکي فشار زیات کړ چې د اوکراین د جګړې د بندولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره د واشنګټن د هڅو ملاتړ وکړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) مشر حامدالحق نن په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو

اکوړه خټک کې حقانیه مدرسه
اکوړه خټک کې حقانیه مدرسه

د راپورونو له مخې د پاکستان د اکوړه خټک په دارالعلوم حقانیه مدرسه کې نن د جمعې د لمانځه په مهال د بم چادونې په پیښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا په دغې چاودنه کې یوشمېر نور کسان چې د مولانا سمیع الحق زوی، مولانا حمیدالحق هم پکې دی، ټپیان شوي.

یوشمیرسرچینو لږ مخکې مشال راډیو ته تایید کړه چې حامدالحق د ټپونو له امله مړ شو.

یوشمیررسنیو د ځینو نورو سرچینو له قوله دا یوه ځانوژونکې حمله بللې او پکې د وژل شویو کسانو شمیریې لږترلږه پنځه تنه ښودلی و.

د سیمه ییزو پولیسو یوه افسر امجد محمد د جرمني خبري اژانس ته وویل چې بم چاودنه د حقانیه مدرسې د ودانۍ د انګړپه جومات کې هغه مهال وشوه چې لمونځ کونکو د جمعې لمونځ کاوه.

په سیمه کې د ژغورنې د ادارې مشر بلال فیضي دې آژآنس ته وویل چې ژغورنکو د جومات له دننه لږترلږه شل ټپیان او مړي لیږدولي دي.

هغه ویلي تراوسه موږ ته نده څرګنده چې څویې مړه او څومره نور یې ټپیان دي.

تراوسه پورې چا یا کومې ډلې د دغه برید مسولیت ندی اخیستی.

مولانا حامدالحق د خپل پلار له مړینې وروسته د دې دارالعلوم مهتمم و.

په کندز کې یوه درنه چاودنه شوې

د کندز نقشه
د کندز نقشه

په کندز کې نن سهار یوه درنه چاودنه شوې ده. په دغه ولایت کې د طالبانو امنیې قومنداني رسنیو ته دا پېښه تایید کړې.

د قومندانۍ د ویاند جمعه الدین خاکسار په حواله راغلي چې چاودنه په کندز ښار کې د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه شوې.

د پېښې د احتمالي تلفاتو په اړه لا څه جزییات نه دي خپاره شوي خو ویره یې شته چې خلکو ته به مرګژوبله اوښتي وي.

د راپورونو په اساس چاودنه داسې وخت شوې چې ګڼو خلکو د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره د کابل بانک دباندې انتظار کاوه.

کومې ډلې سمدستي د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

نیوزیلنډ له هندوستان د ټېسټ لوبلړۍ وګټله

د نيوزيلنډ او هند د کرکټ ټېسټ لوبې يو انځور
د نيوزيلنډ او هند د کرکټ ټېسټ لوبې يو انځور

د نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ اتلولیو په لوبلړۍ کې هندوستان ته ۳ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

درېیمه ټېسټ سیالي چې د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې وه، نن یک‌شنبه د نومبر په ۳یمه نېټه د نیوزیلنډ په بریا سره پای ته ورسېده.

په وروستۍ ټېسټ لوبه کې هندوستان ونه‌کړای شول چې د نیوزیلنډ د ۱۴۷ منډو هدف پوره کړي، د یاد هدف په تعقیب هندوستان ۱۲۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د درې ټېسټ لوبو دغه لوبلړۍ د اکټوبر په ۱۶مه نېټه د بنګلور په ښار کې پیل شوه، چې دویمه لوبه یې د اکټوبر په ۲۴مه په پونې او وروستۍ یې د نومبر په لومړۍ نېټه د ممبيي په ښارونو کې پيل شوې وې.

په وروستۍ لوبه کې عجاز پټیل غوره لوبغاړی شو، هغه په دواړو پاڼيو کې ۱۱ هندي لوبغاړي سوځولي وو.

دغه راز ګرېګ یانګ د دې لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله، هغه په ۶ پاڼیو کې ۲۴۴ منډې کړې وې.

د ویلو ده چې تر دې ماتو وروسته هندوستان د ټېسټ اتلولیو د لوبډلو د نومرو په جدول کې له لومړي مقام دویم ته ښکته شوه او نیوزیلنډ بیا په څلورم مقام کې ځای لري.

د دغې جدول لومړی مقام اوس له اسټرالیا سره دی.

د نورستان د امنيه قوماندان پر رنجر موټر چاودنه کې څلور ماشومان وژل شوي، چې دوه يې زامن دي

د نورستان ولايت نقشه
د نورستان ولايت نقشه

د نورستان لپاره د طالبانو د حکومت امنیه قومندان محمد یوسف جمالزي په رنجر موټر د ماین چاودنه کې اته تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه چاودنه نن د (اګست۲۲مه) د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې شوې ده.

په چادونه کې څلور ماشومان وژل شوي او د نورستان د امنیه قومندان څلور ساتونکي ټپیان دي.

په ننګرهار کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، پېښه نن غرمه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دره نور په شیمل کلي کې دا رنجر موټر د سړک پر غاړه پر یوه ښخ شوي ماین ور برابر شو.

د سرچینې په خبره، د نورستان لپاره د طالبانو د امنیې قومندان ساتونکي د چکر په نیت دره نور ته تللي وو.

سرچینه وړاندې وايي، په چادونه کې د جمالزي دوه زامن هم وژل شوي دي.

تر اوسه چا د برید مسولیت نه‌دی منلی، خو په نورستان او کونړ کې د دغو ډول ډېرو بریدونو مسوولیت داعش وسله‌واله ډله مني.

پروان کې د يوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپيان دي

په پروان کې یوې چاودنې ۲ کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

په پروان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار په یوه اعلامیه کې ویلي چې، چاودنه په یوه کباړ اوسپنه کې د ماین له امله وه.

مړه او ټپیان ټول ملکیان دي او د کباړ اوسپنې به یې ټولولې.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG