د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۹

خبرونه

هانګ کانګ کې لویه اورلګېدنه، ۴۴ کسان مړه شوي

هانک کانګ کې لویه اورلګېدنه
هانک کانګ کې لویه اورلګېدنه

په هانګ کانګ کې نن سهار ( پنجشنبه د لیندۍ ۶مه) د یوې لویې اور لګیدنې له کبله ۴۴ کسان مړه شوي، ۴۵ ټپيان او ۲۷۹ نور تري تم دي.

د جرمني خبري اژانس وایي، اورلګېدنه د هستوګنې په څو بلاکونو کې رامنځته شوې ده.

د اور لګېدو ځای ته نژدې اوسیدونکو ته سپارښتنه شوې چې خپلې کړکۍ او دروازې وتړي او سوځېدونکو ودانیو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.

د هانګ کانګ د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د راپور له مخې، له ۸۰۰ څخه ډیر اور وژونکي او بیړني طبي خدمات او دغه راز له ۱۴۰ څخه ډیر د اور وژنې موټر د پیښې ځای ته لیږل شوي دي.

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ دا هم ویلي چې درې کسان په اور کې د لاس لرلو په شک نیول شوي دي.

د یوناما سرپرستې په خوست، کونړ او پکتیکا کې د ملکي کسانو پر مرګ ژوبله خواشیني وښوده

د یوناما لوګو
د یوناما لوګو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) سرپرستې جورجیټ ګانیون په خوست او کونړ کې د ملکي کسانو پر وژلو خواشیني وښوده.

میرمن ګانیون د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره پرون چهارشنبه د لیدو پر مهال د ملکي کسانو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه د دغو لیدو کتو خبر خپور کړی دی.

د طالبانو حکومت وایي چې پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د وړمې ورځې په بریدونو کې لس ملکیان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دوی به مناسب وخت کې د دغو بریدونو ځواب ورکړي.

که څه هم د پاکستان پوځ په دې حملو کې خپل لاس لرل رد کړي خو د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي د نومبر په ۲۵ مه وویل، پر افغانستان دا تازه بریدونه د پېښور پر اف سي ځواکونو د حملې په غچ کې شوي.

پیښور کې د دوشنبې په سهار د سرحدي پولیسو پر یوه مرکز برید کې لږ تر لږه ۳ سرتیري ووژل شول او یوشمېر نور ټپيان شول.

سپینې ماڼۍ ته نژدې د ملي ګارد پر سرتیرو ډزې شوي، امریکایي رسنیو بریدګر افغان بللی دی

د امریکا د ملي ګارد سرتیري
د امریکا د ملي ګارد سرتیري

د امریکا د ملي ګارد دوه تنه سرتیري سپینې ماڼۍ ته نژدې د یوه وسله وال کس په ډزو کې ټپيان شوي دي.

لویدیځو اژانسونو د ( ایف.بي.آی) د مشر کش پټېل په حواله ویلي چې د دواړو ټپيانو حالت نازک دی.

پیښه په ځایي وخت د چهارشنبې په ورځ د ماسپښین په ۲:۱۵ دقیقو ( د افغانستان په وخت تیره شپه) د فارګوټ ویسټ میترو تم ځای ته نژدې شوې ده.

پټېل تر پیښې دوه ساعته وروسته خبریالانو ته په خبرو کې پیښه " د تاوتریخوالي یو ناوړه اقدام" وباله.

د واشنګټن ډي سي ښاروالې مورېل باوسر دا " هدفي برید" بللی او ویلي یې دي چې مشکوک بریدګر د پولیسو له خوا توقیف شوی دی.

رویټرز د دوو امریکایي رسنیو ( ان.بي.سي) او ( سي.بي.ایس) په حواله ویلي چې بریدګر یو افغان و او د یوه امنیتي سرتیري په ډزو کې تر ټپي کېدو وروسته نیول شوی دی.

د اسراییلو دفاع وزیر: ترڅو چې د اسراییلو امنیت تضمین نشي لبنان کې به ارامی رانشي

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاتز ، ارشیف
د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاتز ، ارشیف

داسراییلو دفاع وزیر نن چهارشنبې خبرداری ورکړ ترڅو چې ددغه هیواد امنیت نه وي تضمین شوی لبنان کې به ارامی رانشي.

اسراییل کاټز پارلمان ته وویل اجازه نه ورکوي چې د اسراییلو د شمال اوسیدونکي وګواښل شي.

هغه په دې وروستیو کی د بیروت په جنوب کې د حزب الله د یو قوماندان هیثم علی طباطبایی له مینځه وړلو ته په اشاره وویل چې دغه ګوند باید بې وسلې کړای شي.

سره لدې چې د حزب الله او اسراییلو ترمینځ یوکال راهیسې اوربند شوی خو اسرایيلی ځواکونو په دې وروستیو کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی.

حزب الله یو سیاسی او پوځي ګوند دی چې امریکا یې یو ترهګر سازمان ګڼي خو اروپايي اتحادیې یې یواځې پوځي څانګه په تور لیست کې شامله کړې ده.

اوکراین کی د سولې لپاره خبرې ګړندۍ شوي؛ ټرمپ خپل استازی مسکو ته استوي

ولسمشر ټرمپ له خپل استازی ویټکوف سره ،
ولسمشر ټرمپ له خپل استازی ویټکوف سره ،

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې هغه به خپل ځانګړی استازی سټیو ویټکوف مسکو ته واستوي ترڅو اوکراین سره د سولې دهغه تړون په اړه ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره خبرې وکړي چې ځینې نهايي" حساس ټکي " ېې تر تعدیل او څیړنې لاندې دي او کیف پرمختګ ته تیاری ښودلې.

د یوې ورځې له سختو ډیپلوماتیکو هلوځلو وروسته چې په کې د منځني ختیځ او اروپا هیوادونو کې د مختلفو استازو غونډې شاملې وې،د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې لور ته د پرمختګ نښې لیدل کیږي.

اوکراین کې روان جنګ چې مسکو پیل کړی ، له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې ترټولو خونړۍ جګړه ګڼل کیږي.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: "د متحده ایالاتو لخوا چمتو شوی د سولې د ۲۸ مادو پلان د دواړو خواوو په ګډون اصلاح شوی، یوازې د اختلاف څو ټکي پاتې دي."

هغه زیاته کړه: "د سولې ددغه پلان د نهایی کولو لپاره، ما خپل ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ته لارښوونه کړې چې په مسکو کې له ولسمشر پوتین سره وګوري، او په ورته وخت کې، د پوځ وزیر ډان ډریسکول به د اوکراینیانو سره وګوري."

د چهارشنبې په ورځ، د ولادیمیر پوتین مرستیال، یوري اوشاکوف هم وویل چې دی له ویټکوف سره ډېرې خبرې کوي، خو دا خبرې اترې علني نه دي.

د امریکا د اردو ویاند وویل چې دریسکول د سه شنبې په ورځ ( د نومبر په ۲۵ مه ) ابوظبی کې روسي پلاوي سره ولیدل ترڅو د سولې د پلان دهغې مسودې په اړه اختلافات کم کړي چې دامریکا حکومت په جینیوا کې د امریکایي او اوکرایني چارواکو له خبرو وروسته چمتو کړې.

د آسیا د ۱۷ کلنو لوبغاړو د فوټبال جام؛ افغانستان له سوریې سره مخامخ کېږي

د افغانستان د فوټبال د اولس کلنو لوبغاړو ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال د اولس کلنو لوبغاړو ملي لوبډله

ټاکل شوې چې د آسیا د ۱۷ کلنو د جام د لوبو په لړۍ کې افغانستان په خپله دوهمه لوبه کې نن چارشنبې له سوریې سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۵ بجو په میانمار کې ترسره کېږي.

د افغانستان د اولس کلنو د فوټبال ملي لوبډله د دې جام په مقدماتي لوبو کې له میانمار، عمان، نیپال او سوریې په جي ګروپ کې ده.

افغان لوبډلې د شنبې په ورځ له میانمار سره په لوبه کې ۱-۳ ماتې وخوړه.

میانمار د ۶ امتیازونو په لرلو سره تراوسه د جي ګروپ په سر کې دی او عمان او سوریه چې درې- درې امتیازونه لري، په دوهم او دریم ځای کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اولس کلنو د فوټسال ملي لوبډلې د آسیايي لوبو په وروستي پړاو کې د ایران په ماتولو سره د دې لړۍ اتلولي وګټله.

په استانبول کې زرګونه فعالانو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پرضد مظاهره وکړه

په استانبول کې د پروني لاریون یوه څنډه
په استانبول کې د پروني لاریون یوه څنډه

زرګونه کسان پرون د ترکیې په استانبول ښار کې راټول شول او د ښځو پر وړاندې د تشدد پرضد یې مظاهره وکړه.

معترضانو چې اکثر ښځې وې د استانبول ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې لاریون وکړ او په ترکیه کې د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالی یې وغانده.

په تېرو کلونو کې به چې په ترکیه کې د ښځو پر وړاندې د تشدد د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت لاریونونه کېدل، ډېر کله به پولیسو معترضان نیول خو سږکال پولیسو پرته له دې چې مداخله وکړي، د دوی امنیت نیولی و.

د ښځو د یوې مدافع ټولنې د ارقامو له مخې د روان ۲۰۲۵ کال له جنوري څخه تر اکتوبر میاشتې پورې په ترکیه کې ۲۳۵ ښځې د نارینه وو له خوا وژل شوي او د ۲۴۷ نورو ښځو د مړینو علتونه نه دي روښانه شوي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا غړي سوریې او لبنان ته ځي

د ملګروملتونو د امنیت شورا (آرشیف)
د ملګروملتونو د امنیت شورا (آرشیف)

په پام کې ده چې د ملګروملتو د امنیت شورا غړي راتلونکې اونۍ سوریې او لبنان ته سفر وکړي.

په ملګروملتونو کې د سلووینیا استازولۍ چې په راروانه ډسمبر میاشت کې به د امنیت شورا دوره یې مشري په غاړه واخلي پرون وویل چې د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو استازي به د ډسمبر په ۴مه، د بشاراسد د رژیم د نسکورېدو له کلیزې څو ورځې مخکې دمشق ته ولاړ شي او د ولسمشر احمدالشرع په ګډون د سوریې له جګپوړو چارواکو سره به وګوري.

د امنیت شورا غړي به د ډسمبر په ۵مه نېټه لبنان ته ولاړ شي او د ملګروملتونو له موقتو سوله ساتو ځواکونو سره به وګوري.

دا سرتېري به، چې په ۱۹۷۸ کال کې د اسراییل او لبنان ترمنځ د حایل ځواک په توګه ځای پرځای شوي وو، د ۲۰۲۷ کال ترپایه له لبنان څخه ووځي.

ریچارډ بینیټ وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی د زغملو وړ نه دی

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بینیټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بینیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر د ښځو پر وړاندې د تشدد د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې یوځل بیا ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تشدد د زغملو وړ نه دی.

ریچارډ بینیټ پرون د نوامبر په ۲۵مه پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې په افغانستان او نوره نړۍ کې ښځې او نجونې د باعزته، خوندي او انډول ژوند حق لري.

ښاغلی بینیټ وايي چې عدالت ته لاسرسی کوم امتیاز نه بلکې حق دی. بینیټ په کم عمر او په جبر سره د نجونو ودونه جنایت بللی دی.

د نوامبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تشدد د له منځه وړلو نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې داسې مهال لمانځل کېږي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو ښځې او نجونې له زده کړو او کار څخه منع کړي او پراخ محدودیتونه یې پرې لګولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG