د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۳

خبرونه

اسلام اباد د سریلانکا کرکټ لوبډلې ته د امنیت ډاډ ورکړ

د پاکستان او سریلانکا لوبه-ارشیف
د پاکستان او سریلانکا لوبه-ارشیف

د سریلانکا کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ وویل چې لوبغاړي به یې په پاکستان کې پاتې شي چې له کوربه هیواد او زیمبابوې سره راتلونکې اونۍ درې اړخیزې لوبې ترسره کړي.

د سریلانکا کرکټ بورډ وروسته تر دې دا پریکړه وکړه چې پرون د پاکستان حکومت دوی ته ډاډ ورکړ چې د لاهور پرځای به دا لوبې په راولپنډۍ کې ترسره شي.

په دوه زره نهم کال کې په لاهور کې د سریلانکا د کرکټ پر لوبغاړو برید شوی و چې شپږ لوبغاړي یې پکې ټپيان شوي وو.

د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې تر ځانمرګي برید وروسته چې دولس تنه پکې ووژل شول او اووه ویشت نور ټپيان شول، د سریلانکا لږ تر لږه اته لوبغاړو د امنیتي ستونزو له ویرې وویل چې بیرته خپل هیواد ته ستنیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پرون وویل چې د هیواد د پوځ مشر د سریلانکا دفاع وزیر ته ډاډ ورکړی چې د دوی د کرکټ ټیم امنیت به پوځ په خپله ونیسي.

متقي: له پاکستان سره دې ستونزې د خبرو له لارې حل شي

امیرخان متقي او طارق علي بخیت صلاح
امیرخان متقي او طارق علي بخیت صلاح

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له پاکستان سره د اختلافاتو د حل کیدو لپاره پر مذاکراتو ټینګار وکړ.

امیرخان متقي دا خبره پرون په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت صلاح سره د لیدو پرمهال وکړه.

بل لور ته طارق علي بخیت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دوو ګاونډیو مسلمانو هیوادونو ترمنځ باید دا اختلافات د خبرو له لارې حل شي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي په وروستیو کې هغه وخت ډيرې خرابې شوې چې تیره میاشت پاکستاني الوتکو پر کابل برید وکړ، په ځواب کې یې طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو پر پاکستاني پوځي پوستو حملې وکړې.

تر دې نښتو وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د روغې جوړې خبرې په دوحې او استانبول کې وشوې چې د دواړو هیوادو ترمنځ یې اوربند ته لاره پرانیسته، خو لاهم اړیکي کړکیچن دي او د دواړو هیوادو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر: پولیسو او استخباراتي ادارو د دې غورځنګ ۳ مهم غړي نیولي دي

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر تور پورې کړ چې پولیسو او استخباراتي ادارو د دوی د غورځنګ درې مهم غړي نیولي دي.

منظور پشتین نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې د دوی د غورځنګ د سیند ایالت مشر نور الله ترین، د دوی د غورځنګ دوه نور چارواکی حنیف پشتین او نظیف لالا د چهارشنبې په ورځ په پیښور کې جوړی شوې جرګې ته ورغلي وو چې تر اوسه بیرته خپلو کورونو ته نه دې ستانه شوي.

پولیسو او استخباراتي ادارو په دې اړه څه نه دې ویلي.

د خیبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې د نومبر په دولسمه د واکمن ګوند تحریک انصاف له لورې ټولو ګوندونو ته بلنه ورکړل شوې وه چې په یوه ورځنۍ جرګه کې برخه واخلي او پر دې بحث وکړي چې څرنګه د دې ایالت امنیت ټینګیدلی شي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: د عراق له زندانونو ۲۹  افغانان خوشي شوي دي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د عراق له زندانونو نهه ویشت افغانان خوشي شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلې دي چې دا افغانان د نیمروز له لارې افغانستان ته داخل شول.

د خبرپاڼې له مخې په عراق کې دغو افغانانو له پنځو تر نهو میاشتو پورې بند تیر کړی وو.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې دا نه ده روښانه شوې چې دا کسان په کومو جرمونو په عراق کې زنداني شوي وو.

د بشري حقونو د څار ډله: طالبان ممکن د استرالیا له نویو بندیزونو سره مخامخ شي

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د بشري حقونو د څار ډلې پرون (چهارشنبه، د نومبر ۱۲مه) په یوه بیان کې وویل چې دا بندیزونه په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو او نورو سرغړونکو سره د حساب ورکولو په لور مهم ګام دی.

دا بندیزونه که پلي شي، د اسټرالیا حکومت ته به دا توان ورکړي چې په افغانستان کې په هغو کسانو د سفر بندیزونه ولګوي چې د ښځو، نجونو او لږکیو په ځپلو کې ښکیل دي؛ یا په عمومي ډول په تاوتریخوالي کې لاس لري.

په استرالیا کې د بشري حقونو د څار مشرې ډینیلا ګاشون وویل چې دا د استرالیا د حکومت لپاره ډیره مهمه ده چې د طالبانو د هغو مشرانو پرضد اقدام وکړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.

نوموړې زیاته کړه چې د اسټرالیا حکومت باید د طالبانو په وړاندې د بهرني سیاست د یوې مهمې وسیلې په توګه کارنده بندیزونه ولګوي چې طالبان د جدي سرغړونو لپاره حساب ورکولو ته اړ کړي.

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړیو استازیو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړیو استازیو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

دا غونډه پرون( د نومبر په دولسمه) د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شوه.

د مرکزي اسیا په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه غونډه د اروپايي ټولنې په کوربه ‌توب جوړه شوې وه.

په بیان کې راغلي چې په دې ناسته کې د سلوونیا، تاجکستان، قزاقستان، قرقیزستان او ترکمنستان استازیو ګډون کړی وو.

د غونډې برخه والو ټینګار کړی چې د افغانستان په تړاو یو ګډ سیمه‌ییز لیدلوری مهم دی او ګډه همغږي باید پیاوړې شي.

د بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځو او نجونو ته ژوند ( د نه زغملو وړ) شوی دی

ارشیف
ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان وایي، طالبانو د افغانستان د نجونو او ښځو ژوند " د نه زغملو حالت" ته بدل کړی دی.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ( د لړم ۲۱مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، ښځې او نجونې تقریبا د ژوند له ټولو اړخونو ګوښې ته شوي او په سیستماتیک ډول یې حقونه تر پښو لاندې شوې دي.

د امنیسټي انټرنیشنل په وینا، دغه کار روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم محدود کړی دی.

وړاندې راغلي چې نړۍ باید له افغان ښځو سره لاس یو کړي او د طالبانو له چارواکو د ښځو د حقونو د نقض په خاطر حساب کتاب وغواړي.

طالبانو واک ته له رسیدو وروسته پر ښځو د تعلیم او کار په ګډون په ګڼو ټولنیزو چارو کې محدودیتونه ولګول چې په پراخ ډول غبرګونونه یې وپارول.

تر ټولو نوی بندیز یې په هرات کې لګول شوی او هلته د ځایي اوسیدونکو په وینا ښځې مجبوره شوي چې له برقعې یا چادري پرته به له کوره نه راوځي.

طالبان که څه هم د خپلو تګلارو ننګه کوي او " د اسلامي شریعت تطبیق" یې بولي، خو د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼ نړیوال بشري سازمانونه د طالبانو تګلارې له اسلامي لارښوونو د طالبانو سخت تعبیر بولي.

امریکا کې د حکومت د یوې برخې تر ټولو اوږده مرخصي د ټرمپ په لاسلیک پای ته ورسېده

امریکا کې د شټ ډون یا د دولت د یوې برخې د مرخصۍ ۴۳مه ورځ
امریکا کې د شټ ډون یا د دولت د یوې برخې د مرخصۍ ۴۳مه ورځ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د یوې برخې د مرخصۍ یا ( شټ ډون) د پای ته رسېدو لایحه لاسلیک کړه.

دا لایحه د ټرمپ تر لاسلیک مخکې په استازو جرګه کې رایه اچونې ته وړاندې او تصویب شوه.

سنا جرګې دوه ورځې وړاندې دغه لایحه تصویب کړې وه.

ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې مرخصۍ د ملامتۍ ګوته ډیموکراتانو ته ونیوله او په وینا یې دوی په لوی لاس د فدرالي ادارو نژدې یو میلیون کارکوونکي بې معاشه کړي وو.

ډیموکراتان بیا د دولت د شټ ډون کېدو پړه پر جمهوري غوښتونکو اچوي.

د تصویب شوې لایحې له مخې بودیجه د جنوري تر دیرشمې تمدید شوه چې له دې سره دې ته لاره هواروي چې د فدرالي حکومت مامورینو معاشونه ترلاسه کړي او یوشمیر مهمې حکومتي چارې بیرته پيل شي.

سږنی شټ ډون د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدمهاله وو چې نن یې درې څلویښتمه ورځ ده.

کله چې د کانګرس په دواړو جرګو کې د مالي کال بودجه ناندریزه شي او په بله کومه بدیله طرحه موافقه ونه شي، د فدرالي حکومت یوه برخه د معاشونو د نشتوالي له کبله رخصتیږي.

اسراییل غزې تړانګې ته د بشري مرستو لپاره یوه مهمه لار پرانیسته

غزه-ارشیف
غزه-ارشیف

اسراییل نن خبر ورکړ چې د غزې تړانګې ته یې د ملګرو ملتو او نورو موسسو د بشري مرستو لپاره د شمال له لورې لار پرانیسته.

د اسراییل دفاع وزارت هغه څانګه چې په فلسطیني سیمو کې د ملکي چارو څارنه کوي، په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د (زیکیم) لاره د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د لاریو د داخلیدو لپاره خلاصه شوه.

فرانس پریس اژانس لیکي چې د اسراییل د دفاع وزارت د همدې څانګې ویاند ورته ویلي دي چې دا لاره به د (کرم ابو سالم) لارې په څیر چې د غزې جنوبي برخې ته غځیدلې ده د تل لپاره پرانیستې وي.

د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر له اوومې راوروسته چې حماس ډلې پر اسراییل برید وکړ او بیا اسراییلي ځواکونو پر غزې حمله وکړه، غزې ته اکثر غځیدلې لارې بندې شوې دي.

حماس ته د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG