خبرونه
د طالبانو له بنده خوشې شوي بریتانویان: ویره مو درلوده چې اعدام نشو

هغه دوه بریتانویان، ښځه او میړه چې نوي د طالبانو له بنده خوشې شوي، وایي، له اعدام څخه یې ویره درلوده.
د بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د راپورله مخې اتیا کلن پیتر رینولډز او د هغه میرمن ۷۶ کلنه باربي چې په افغانستان کې له نژدې اتو میاشتو بند تیرولو وروسته خوشې شوي او د شنبې په ورځ بریتانیا کې له خپلې کورنۍ سره بیرته یوځای شول، وایي ویره یې درلوده چې طالبان یې اعدام نکړي.
دوی وایي طالبانو هیڅکله هم ورته ندي ویلي چې دوی یې د څه پخاطربندیان کړي.
پیتر سندي ټایمز ته ویلي چې دوی فکرکاوه چې هیڅکله به هم خوشې نشي. باربي دې ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانوان کله چې دوی یې د کابل هوایي ډګرته لیږدول هم څه نه وو ویلي او دوی ګومان کاوه چې ښایي کوم ځای ته د درملنې لپاره به یې بیايي. دغه بریتانویان چې په افغانستان کې یې د روزنې یو مرستندویه پروګرام مخ ته وړ، د فبرورۍ په لومړۍ نیټه له خپل ژباړونکي جویا او یوه امریکایي ملګري فایي هال سره چې کله بامیان ولایت کې خپل هستوګن ځای ته تلل، ونیول شول. د دوی امریکایي ملګری هال د قطري چارواکوپه منځګړیتوب د خبرو په نتیجه کې په مارچ میاشت کې خوشې شو، خو د ژباړونکي برخلیک یې تراوسه ندی څرګند.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي د تیرې جمعې په ورځ وویل چې دغې بریتانوۍ جوړې د افغانستان له قوانینو سرغړونه کړې وه او هغوی د عدلي پروسي د بشپړیدو په نتیجه کې له بنده خوشې شول. نوموړي په دې اړه چې دوی په کوم جرم نیول شوي و، نورجزیات ندي ورکړي.
د افغان میرمنو د سیاسي مشارکت شبکه: د طالبانو پریکړې د ځوان نسل راتلونکې له جدي ګواښ سره مخامخ کوي

په افغانستان کې د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د طالبانو وروستۍ پریکړې چې د ښځو په لاس لیکل شوي کتابونه یې منع کړي، ښوونځي او پوهنتونونه یې د ښځینه وو پرمخ تړلي په کلکه وغندلې. دې شبکې د یکشنبې په ورځ د سپټمبرپه په ۲۱ په یوه بیان کې خبرداری ورکړچې دغه اقدامات په دې هیواد کې د ځوان نسل راتلونکې له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.
د دې شبکې په خبره له ۶۰۰ څخه زیات کتابونه چې ډیری یې د ښځو له خوا لیکل شوي، په رسمي ډول له شرعي اصولو سره په ټکر کې بلل شوي او منع شوي دي. طالبانو د جنسیتي او د بشري حقونو د زده کړو کورسونه بند کړي او په څو ولایتونو کې د انټرنیټي خدمتونوله قطع کیدوسره په انلاین بڼه د زده کړې په بهیرکې د رامنځ ته شوې ګډوډۍ له امله هم په زرګونو ښځینه زده کونکې له زده کړو محرومې کړی شوې دي.
د افغان میرمنو د سیاسي مشارکت شبکه له نړیوالې ټولنې غواړي چې له بشري حقونو څخه دغه سرغړونې په جدي توګه ثبت او د بدیلو زده کړو او د رسنیو لپاره د سرچینو چمتوکولو لپاره بیړني اقدامات وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان: غیرساري ناروغیو د افغانستان پر روغتیایي سیسټم فشار زیات کړی

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO وایي، په افغانستان کې غیرساري ناروغۍ د دې هیواد پر روغتیایي سیسټم ډیرفشارراوستی. دې سازمان د یکشنبې په ورځ د سپټمبرپه ۲۱ په خپله ویب پاڼه کې په یوه راپورکې د زړه ناروغۍ، شکرې ناروغۍ، سرطان او د سږو اوږدمهاله ناروغۍ د بیلګې په توګه یادې کړي او او ویلي یې دي چې دا ناروغۍ د ۴۳ سلنه مړینو سبب شوې. WHO وایي، ښایي دغه شمیره تر۲۰۳۰ کال پورې له ۶۰ سلنې لوړه شي. د دې سازمان په خبره په تیره په میرمنوکې د مخدره موادو کارول او پرسړکونو او لارو ټرافیکي پیښو دغه فشار لازیات کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په زرګونو کورنۍ د درملنې لپاره اوږد انتظارباسي او په ځانګړي ډول په کلیوالي سیمو کې د ژوند ژغورنې خدماتو ترلاسه کول اکثراً ستونزمن دي. د دې سازمان په ټکو یوازې د زړه او د رګونو د ناروغۍ له امله هرکال په افغانستان کې له ۴۰ زره زیات کسان مري چې دا افغانستان د هغو هیوادونو په کتارکې راولي چې له عمرسره سم د مړینې ترټولو لوړه کچه لري.
خلیلزاد:زما برداشت دادی چې امریکا نه غواړي بګرام اډه له افغانانو واخلي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد وایي، د بګرام د هوایي اډې او د امریکا او افغانستان ترمنځ د احتمالي امنیتي همکارۍ په اړه غلط او ناسم معلومات خپاره شوي.
هغه تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي " زما د برداشت له مخې، د امريکا متحد ايالات نه غواړي چې له افغانانو څخه بګرام واخلي یا یې ځان سره ضمیمه کړي".
که څه هم ښاغلي خلیلزاد نه دي ویلي چې په دې اړه غلط خپاره شوي معلومات کوم دي، خو مخکې نوموړي ویلې و چې ښایي افغانستان او متحده ایالاتونه د لا زیاتې امنیتي همکارۍ او ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې لپاره له بګرام اډې کار واخلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې لږ تر لږه درې ځله د بګرام اډې د بیرته نیولو خبره وکړه او د ټولنیزو رسنیو په یوه پوست کې یې ګواښ وکړ، که افغانستان دغه اډه ورنه کړي، بده به ورپېښه شي.
خو د طالبانو حکومت د بګرام هوایي اډې په اړه د ولسمشرټرمپ د وروستیو تندو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان خپلواکي د دوی اصلي لومړیتوب دی او متحده ایالات دې د دوحې تړون ژمنو ته وفادارپاتې شي.
بریتانیا به نن فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژني

ټاکل شوې د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر نن ناوخته فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.
د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې نن ورته اقدام کوي.
ټاکل شوې څو نور هېوادونه هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له پیل سره همهاله د غزې په جګړه کې پر اسراییل د فشار اچولو په هدف دغه کار وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله سبا په نیویارک کې پیلیږي.
فرانس پریس لیکلي، د اسراییل تاریخي متحدان د غزې جګړې د اوږدېدو له کبله اوس له اسراییله مخ اړوي.
د نړۍ د ۱۹۳ هېوادونو له ډلې ۱۴۷ هغو فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژندلی دی.
پر اسراییل د اروپایي کمیسیون وړاندیز شوي بندیزونه، د کمیسیون مشرې یې دفاع کړې

د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا فون دیر لاین د دغه کمیسیون له خوا پر اسراییل د وړاندیز شویو بندیزونو دفاع کړې ده.
هغې د اروپا د مشهورو ورځپاڼو له یوې شبکې سره چې د جرمني ولت ام زونټاګ ورځپاڼه هم په کې ده کتبي مرکه کې ویلي، پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې برید اسراییل ولړزوه، خو په خبره یې قحطۍ خواته د غزې بیول هم د اندیښنې وړ اقدام دی.
هغې ټینګار کړی چې د حل یوازنۍ لاره د دوو دولتونو د رامنځته کولو تګلاره ده او هغه هم داسې چې د اسراییل ترڅنګ د فلسطین په نوم یو دولت جوړ او سوله ییز ژوند وکړي.
فون دیر لاین ویلي، څه چې دوی وروستیو میاشتو کې لیدلي " د اسراییل له خوا د دوو دولتونو د رامنځته کولو په ضد ښکاره هڅه ده".
اروپایي کمیسیون د تیرې چهارشنبې په ورځ د غزې په جګړه کې د نرمښت په هدف د اسراییل د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو پر دولت د بندیزونو یوه بسته وړاندیز کړه.
اروپایي ټولنې ته د اسراییل د صادراتو بندول، د وړاندیز شویو بندیزونو په ډله کې دي.
تراوسه معلومه نه ده چې د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو له ډلې به څه شمېر د دغو بندیزونو ملاتړ وکړي.
سپینه ماڼۍ: امریکا به د ټیک ټاک د څارونکي مدیره پلاوي د ۷ څوکیو ۶ هغه ترلاسه کړي

سپینه ماڼۍ وایي، د ټیک ټاک د راتلونکې په اړه هوکړه په دې پورې اړه لري چې امریکایان په متحده ایالتونو کې د دغه اپلیکیشن د څارنې د مدیره پلاوي د ۷ څوکیو له ډلې ۶ هغه ترلاسه کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت د شنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل " هغه مدیره پلاوی چې امریکا کې به پر دغه اپلیکیشن څارنه ولري، ۷ څوکۍ لري. ۶ هغه یې باید له امریکایانو سره وي."
هغې زیاته کړه په دې اړه هوکړه به " راتلونکو ورځو" کې ترلاسه شي.
امریکا د ملي امنیت له کبله ډېره هڅه وکړه چې د لنډو ویډیوګانو د دغه اپلیکیشن کنټرول د هغه له اصلي چینایي شرکت " بایت دنس" څخه واخلي.
د جوبایډن په دوره کې کانګرس داسې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې بایت دنس موظف شو د ټیک ټاک د امریکا څانګه وپلوري یا له بندیز سره مخامخ شي.
په نیوهمشایر ایالت کې ډزې؛ یو تن وژل شوی دی

د امریکا په نیوهمشایر ایالت په یوه کلپ کې تېره شپه یو تن په ډزو وژل شوی او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې د نیوهمشایر لوی څارنوال جان فورمیلا او د نَشوا ښار د پولیسو مشر کوین رورک ویلي دي چې په “سکای میډو کنټري کلپ“ کې د ډزو په پېښه کې یو نارینه وژل شوی دی.
چارواکو ویلي دي چې مشکوک بریدګر د پېښې په ځای کې نیول شوی دی.
د نیوهمشایر مرستیال څارنوال پیټر هینکلي د پېښې د عواملو په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.
هند او پاکستان نن د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې په ډوبی کې سره مخامخ کېږي

د کرکټ د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې نن هند او پاکستان لوبه کوي. دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو د ډوبی د کرکټ په لوبغالي کې پیلېږي.
هند، پاکستان، سریلانکا او بنګلدېش وروسته له هغه د آسیايي جام د څلورو مخکښو لوبډلو پړاو ته ووتل چې افغانستان ، متحده عربي امارات، عمان او هانګ کانګ د خپلو سیالیو له بایللو وروسته له دې لړۍ څخه ووتل.
د څلورو مخکښو لوبډلو د سیالیو په ترڅ کې به پاکستان او سریلانکا د راروانې سه شنبې، بنګلدېش او هند د چارشنبې، بنګلدېش او پاکستان د پنجشنبې او هند او سریلانکا د جمعې په ورځو سره مخامخ شي.
د دې لړۍ فاینل لوبه به د سپټمبر په ۲۸ مه نېټه وي.