د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۸

خبرونه

شلو اروپايي هیوادونو له اروپايي کمیسیونه د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه وکړه

د اروپايي اتحادیې شلو غړیو هیوادونو په ګډه له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره عملي ګامونه واخلي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

دا نوښت د شنبې په ورځ د بلجيم د پناه او مهاجرت وزیرې انیلین فان بوسوویت (Anneleen Van Bossuyt) له‌خوا اعلان شو.

هغې وويل:

«د شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ ټول غړي هېوادونه له یوه ستونزمن خنډ سره مخامخ دي: موږ نه شو کولای هغه افغانان چې غیرقانوني یا مجرم دي، حتی له محکومیت وروسته، بېرته واستوو. دا وضعیت د پناه‌ ورکولو پر تګلاره د خلکو باور کموي او زموږ د امنیت لپاره خطر پېښوي. اوس د ګډ اقدام وخت دی.»

د بلجیم ترڅنګ، دا لیک بلغاریا، قبرس، جرمني، استونیا، فنلنډ، یونان، هنګري، آیرلنډ، ایټالیا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالټا، هالنډ، ناروې، اتریش، پولنډ، سلواکیا، چک جمهوریت او سویډن هم لاسلیک کړی دی.

یاد هېوادونه له د اروپايي کمېسیون د پناه او مهاجرت له کمېشنر مګنس برونر څخه غواړي چې له طالبانو سره د بېرته ستنولو د تړونونو موضوع ته لوړ سیاسي لومړیتوب ورکړي او د دې لپاره هم دیپلوماتیکې او عملي حل‌لارې تعقیب کړي.

ټرمپ وایي لا اوکرایین ته د توماهاک توغندیو سپارل له وخت مخکې دي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل اوکراییني سیال ولودومیر زیلنیسکي سره
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل اوکراییني سیال ولودومیر زیلنیسکي سره

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي لا اوکراین ته د توماهاک توغندیو سپارل له وخته مخکې ده، او هیله یې وښوده چې تر دې کار مخکې له روسیې سره سوله ټینګه کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره ناسته درلوده او د خبریالانو پوښتنې یې هم ځوابولې.

ټرمپ د امریکا د پوځي چمتووالي په اړه اندیښنې هم ومنلې او ویې ویل چې دوامداره ملاتړ کولی شي د امریکا خپله دفاع تر فشار لاندې راولي.

اوکراین په وروستیو اونیو کې له واشنګټن څخه د توماهاک توغندیو غوښتنه کړې، او استدلال یې کړی چې دا کار کولای شي روسیه اړ باسي خپل درې نیم کلن برید پای ته ورسوي.

ډونالډ ټرمپ، چې مخکې یې اعلان کړی وو له خپل روسي ساري ولادمیر پوتین سره به د هنګري په پلازمینه بوداپست کې وګوري وویل چې دا غونډه به احتمالاً مخامخ او د اوکراین له مستقیم حضور پرته ترسره شي.

طالب چارواکو د شمشاد ټلویزیون خپرونې بندې کړي

د شمشاد ټلویزیون
د شمشاد ټلویزیون

د شمشاد راډیو او ټلویزیون خپرونې تر نامعلومې نېټې ځنډول شوي.

د راپورونو له مخې د طالبانو د استخباراتو چارواکو د جمعې ورځې ناوخته په کابل کې د دغه خصوصي ټلویزیون او راډیو دفتر ته ورغلي او خپرونې یې وربندې کړي دي.

لا معلومه نه ده چې طالبانو ولې د شمشاد د خپرونو مخه نیولې ده.

د شمشاد ټلویزیون د نشراتو مخکیني مشر نسیم پښتون په یوه بیان کې د طالبانو دا اقدام د ده په خبره له پاکستان سره د وروستیو نښتو د خبري پوښښ په بڼې تړلی دی.

پکتیکا کې د مرګژوبلو زیاتېدل؛ لس ملکیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

د پکتیکا نقشه
د پکتیکا نقشه

د پکتیکا د ولایتي روغتون یوه چارواکي ویلي چې د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

دغه چارواکي چې د موضوع د حساسیت د نوم د نه خپرولو غوښتنه کړې فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې دوه ماشومان هم په وژل شویو کې شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې په وژل شویو کې دری کرکټ لوبغاړي هم شامل دي چې د ګڼو ورزشکارانو او فعالانو غبرګونونه یې پارولي دي.

له پاکستان سره د افغانستان د کرکټ لوبې لغوه شوې؛ د پکتیکا دری کرکټران وژل شوي

Afghan domestic cricket players killed
Afghan domestic cricket players killed

د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره را روانې شل اووریزې لوبې لغوه کړي.

بورډ په خپله پاڼه لیکلي چې په پکتیکا کې د پاکستان د بریدونو په غبرګون یې دا پرېکړه کړې ده.

د پکتیکا په ارګون کې د جمعې ماښام په بریدونو کې د دریو ولایتي کرکټرانو په شمول اته کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

د کرکټ بورډ بیان زیاتوي وژل شوي لوبغاړي هارون، صبغت الله او کبیرآغا نومېدل چې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې تر لوبې وروسته بېرته ارګون ته ستانه شوي وو خو هلته د دمې پر مهال پرې د پاکستاني پوځ له خوا هوايي برید شوی وو.

د افغانستان د کرکټ ګڼو ملي لوبغاړو هم د پکتیکا د دریو ولایتي لوبغاړو په وژنه خواشیني ښوولې او د پاکستان د پوځ بمباري یې غندلې ده.

تمه وه چې پاکستان د نومبر له ۱۷ تر ۲۹ مې د افغانستان، پاکستان او سریلانکا د درې اړخیز ټورنمنټ کوربه توب وکړي خو اوس داسې ښکاري چې دا لوبې ممکنې نه دي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې هېواد یې له افغانستان سره په رغنده خبرو کې ښکېل دی

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند شفقت علي خان
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند شفقت علي خان

داسې مهال چې په قطر کې د طالبانو د حکومت او پاکستان پلاوي نن د خبرو لپاره سره ویني، د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې رغنده خبرې کوي.

د دې وزارت ویاند شفقت علي خان نن (د تلې ۲۵مه) خبریالانو ته وویل چې دواړه هېوادونه د یوه سوله ایز حل په هدف په رغنده خبرو کې ښکېل دي او یوځل بیا یې تینګار وکړ چې د پاکستان تمه دا ده چې د طالبانو حکومت د تروریستي ډلو پرضد کوټلي اقدامات وکړي او دا خبره یقیني کړي چې تروریستان د افغانستان له خاورې څخه د حملو لپاره کار نه اخلي.

ټاکل شوې چې د طالبانو او پاکستان پلاوي به د دوحې په خبرو کې د اوربند د تمدید او د وروستیو نښتو اړوند مسایل وڅېړي.

د راپورونو له مخې د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د طالب پلاوي مشري کوي. پاکستان هم تایید کړې ده چې د قطر په منځګړتوب دې خبرو کې برخه اخلي.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې پر پاکستاني پوځ د پاکستاني طالبانو تازه بریدونه

شمالي وزیرستان کې پاکستاني پ
شمالي وزیرستان کې پاکستاني پ

د شمالي وزيرستان د میرلي په خدي سيمه کې وسلوالو بریدګرو د پوځ پر يو مرکز بريد کړی دی.

د ازادي راډيو د مشال څانګې د خبر له مخې وسله والو بریدګرو نن شاوخوا نهه بجې پر پوځي کيمپ بريد وکړ. جګړه لا هم روانه او د چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې، جیش ‌الفرسان محمدي، په استول شوي بیان کې ویلي چې دوی لومړی د موټر بم چاودنه وکړه او ورپسې يې بريدګر کيمپ ته دننه شول او له پوځيانو سره يې نښته روانه ده.

د اوسنۍ نښتو او بریدونو د مرګژوبلې راپورونه لا نه دي خپاره شوي.

د پاکستاني طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ داسې وخت دا نښتې شوي چې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ ۴۸ ساعته اوربند وو.

هغه اوربند چې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ له سختو نښتو وروسته نافذ شوی وو.

تمه ده د اوربند د تمدید او اړوندو مسلو په باب د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبان او پاکستاني چارواکي خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې د طالبانو د پلاوي مشري به د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر له طالبانو غوښتي چې د اعدام سزاوې ودروي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په بادغیس ولایت کې د یوه کس علني اعدام غندلی دی.

دغه دفتر تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه د بشري حقونو د کمشنر ولکر تورک په حواله ویلي، علني اعدامونه د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي.

ښاغلي تورک د افغانستان پر واکمنانو غږ کړی چې د اعدام سزا د لغو کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د طالبانو ځایي چارواکو پرون پنجشنبه وویل، اعدام شوی کس " قاتل" و او دوی د محکمو له حکم او د مقتول د کورنۍ له نه بښنې وروسته " قصاص " کړ.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، اعدام شوی کس د جوند ولسوالۍ اوسیدونکی و چې دوه کسان یې په ډزو سره وژلي وو.

د بشري حقونو بېلابېلې ډلې د طالبانو د محاکمو له خوا دغه ډول علني سزاګانې غندي، خو طالبان بیا دا سزاوې د اسلامي شریعت تطبیق بولي.

پخواني معلومات:

ننګرهار نن سهار د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۶ درجې زلزلې ولړزوه

ارشیف
ارشیف

د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۶ درجې زلزلې نن سهار ننګرهار ولایت ولړزوه.

د جرمني د زلزلې پیژندنې یوه مرکز ( ولکېنو ډیسکوري) ویلي، زلزله په ځایي وخت سهار ۴ بجې او ۲۳ دقیقې وشوه او مرکز یې د جلال اباد ښار په ختیځ کې و.

تراوسه د زلزلې د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د اګست په ۳۱مه د افغانستان ختیځ یوې زورورې زلزلې ولړزوه چې ډیر زیان یې د کونړ د څو ولسوالیو اوسیدونکو ته واړوه.
د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، هغې زلزله کې څه باندې ۲۲ سوه کسان مړه او نژدې ۴ زره نور ژوبل شول.

د طالبانو حکومت ومنله چې پاکستان وړمه ورځ پر کابل دوه هوایي بریدونه کړي دي

پر کابل د پاکستان د چهارشنبې ورځې برید
پر کابل د پاکستان د چهارشنبې ورځې برید

د طالبانو د حکومت امنیتي سرچینو تایید کړې چې پاکستان وړمه ورځ پر کابل د بې پيلوټه الوتکې دوه ګزارونه کړي دي.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ تیره شپه اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، یو هوایي برید پر یوه هستوګنیز کور او بل هغه پر یوه مارکیټ شوی دی.

دا بریدونه د چهارشنبې په ورځ ماسپښین مهال وشول چې ورسره اولګېدنه هم رامنځته شوه، هغه مهال د طالبانو حکومت وویل چې د تېلو یو ټانکر چاودلی دی.

کابل کې روغتونونو ویلي، د چهارشنبې ورځې له بریدونو وروسته ورته پنځه مړي او لسګونه ټپيان وروړل شوي دي.

فرانس پریس لیکلي، د افغانستان او پاکستان د تازه شخړې له پيله تراوسه پر پلازمینه کابل څلور هوایي بریدونه شوي دي.

که څه تر نن ماښامه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند نافذ دی، خو پاکستاني چارواکو یې دوام، د افغان طالبانو پر ژمنو پورې مشروط بللی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG