د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۶

خبرونه

د ولسي او حماسي شاعر مطیع الله تراب مړینې ته غبرګونونه

مطیع الله تراب، ټولنیزې رسنۍ
مطیع الله تراب، ټولنیزې رسنۍ

د پښتو ژبې مشهور ولسي، حماسي او منتقد شاعر مطیع الله تراب تېره شپه د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هغې د مړینې په تایید سره پر پیښه خواشیني ښودلې ده.

د تراب جنازه نن ( سه شنبه د چنګاښ ۲۴مه) په کابل او جلال اباد کې ترسره کیږي او بیا به د ننګرهار خوګیاڼو کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي.

تراب د شعر ځانګړی سبک درلود او په اکثرو مشاعرو کې یې خپل شعرونه په یاد ویل او د مینه والو له بدرګې سره به مخ کېدل.

مطیع الله تراب په دې وروستیو کې په یوه مشاعره کې د طالبانو مشر ملا هبت الله باندې هم نیوکه وکړه چې ولې له کندهاره واک چلوي او هغه ته یې د شعر په ژبه وویل چې کابل ته راشي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون بېلابېلو سیاستوالو، ادبپالو، لیکوالانو او د هغه مینه والو د تراب پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې او هغه یې د پښتو معاصر ادب ته یوه ستره ضایعه بللې ده.


یوناما له ایرانه ستنو شویو سره د نړیوالو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

اسلام قلعه بندر ته ستانه کړای شوي کډوال
اسلام قلعه بندر ته ستانه کړای شوي کډوال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ( یوناما) مشرې له ایرانه ستنو شویو افغانانو سره له نړیوالو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

روزا اوتونبایوا اسلام قلعه بندر ته تر سفر او هلته له راستنو شویو کډوالو سره تر لیدو کتو وروسته نن سه شنبه ( د چنګاښ ۲۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، کډوال له رواني ستونزو او بې برخه لیکۍ څخه کړېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان چې له وړاندې وچکالۍ ځپلی، بشري ناورین په کې دی او ۷۰ فیصده خلک یې بې وزله دي، په یوازې سر د راستنېدونکو د څپې منلو ته چمتو نه دی.

یوناما ویلي، د ۲۰۲۵ کال له پيله یو اعشاریه درې میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي چې د راپورونو له مخې ګڼ شمیر یې په زور او فشار ایستل شوي دي.

یوناما ویلي، له ایران او پاکستان او دغه راز مرکزي اسیا له هېوادونو څخه د افغانانو غیر منظم ستنول باید پای ته ورسیږي او دغه بهیر باعزته، خوندي او په خپله خوښه شي.

ټرمپ وايي، اوکراین ته پیټریات دفاعي سیستم ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې که روسیه په ۵۰ ورځو کې له اوکراین سره پر اوربند موافقه ونه کړي، پر هغو هیوادونو به سختې تعرفې ولګوي چې له روسیې سره راکړه ورکړه کوي.

ټرمپ د اوکراین د جګړې په تړاو د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین نیوکه وکړه او هغه یې په دې تورن کړ چې د سولې د تړون له لاسلیکولو ډډه کوي او واشنګټن ته یې "بې‌مانا دلایل" وړاندې کړي دي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ناټو له سرمنشي مارک روټې سره د کتنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې له ناټو سره یې داسې توافق کړی چې د اوکراین لپاره به وسلې استول کېږي او د دغو وسلو لګښت به ناټو ورکوي.

هغه وویل:

«موږ نن داسې یو توافق وکړ چې وسلې به اوکراین ته لیږل کېږي او لګښت به یې ناټو پرې کوي.»

ټرمپ دا هم وویل، که چېرې ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره اقدام و نه کړي، امریکا چمتو ده چې پر روسیې او هغو هیوادونو چې له مسکو سره راکړه ورکړه کوي، ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي. دا تعرفې ښايي په راتلونکو ۵۰ ورځو کې عملي شي.

ټرمپ زیاته کړه:

«موږ له روسیې خوشاله نه یوو، او ډېرې سختې تعرفې به پرې ولګوو … شاوخوا ۱۰۰ سلنه تعرفې.

موږ په دې جګړه کې ۲۵۰ میلیارد ډالر مصرف کړي دي … او موږ غواړو دا جګړه ختمه شي. زه له پوتین څخه مایوسه یم، ځکه ما فکر کاوه چې دوې میاشتې مخکې به موږ یو تړون ولرو.»

له ایران او پاکستانه د بې ساري ډېر شمېر کډوالو پر ستنولو د م.م. د کډوالو د ادارې اندېښنه

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) د ایران او پاکستان له‌خوا په بې ساري ډول د ډېر شمېر افغان کډوالو پر ستنولو جدي اندېښنه څرګنده کړه او د هغو د عاجلو اړتیاوو لپاره یې د بېړني بشري ملاتړ غوښتنه وکړه..

د کډوالو لویې کمیشنرۍ په یوه راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، ویلي چې له ایران څخه یوازې په یوه ورځ تر ۴۳ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي، چې دا چاره د افغانستان له مخکې څخه کمزورې زیربناوې او کوربه ټولنې تر سخت فشار لاندې راوړي.

دغه اداره خبرداری ورکوي چې په ځانګړو سرحدي سیمو کې د کډوالو تمرکز پر ځایي ټولنو او شته سرچینو «غیر معمولي فشار» راوستی، په داسې حال کې چې دا سیمې له وړاندې د اقتصادي ستونزو او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله له سختو شرایطو سره مخامخ دي.

د کډوالو لویې کمیشنري همداراز ټینګار کوي چې افغان ښځې او نجونې د راستنېدو پر مهال له سختو محدودیتونو او سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دي، چې دې وضعیت د دوی د تعلیم، روغتیا او کار کولو فرصتونه خورا محدود کړي.

په وروستیو میاشتو کې، هم ایران او هم پاکستان د هغو افغان وګړو د ایستلو بهیر چټک کړی چې د دوی په وینا بې اسناده دي.

اوتونبایوا: په افغانستان کې د بې سوادۍ کچه د نړۍ تر ټولو هیوادونو لوړه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، په دغه هېواد کې د سواد د کچې پر ټیټوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د نالوستو وګړو شمېر پکې تر ټولو زیات دی.

نوموړې دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د کابل د کتاب فیستوال د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. هغې وویل چې یوازې ۵۰ سلنه افغان نارینه او شاوخوا ۲۰ سلنه افغان ښځې لوستلی او لیکلی شي.

اوتونبایوا له پانګه‌والو او سوداګرو وغوښتل چې د سواد د پراختیا، او د کتابونو د چاپ او خپرولو په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

له بلې خوا، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال، حیات‌الله مهاجر فراهي، وویل چې د دوی حکومت د مطالعې کلتور ته د ودې ورکولو هڅې پیل کړې دي.

فراهي همداراز وویل چې د دوی د مشر په سپارښتنه کتابونه له مالیې معاف شوي دي.

د اکثرو کتاب خپرندویو ټولنو مسوولان وايي چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د کتابونو د چاپ او پلور بازار سوړ شوی دی.

په کابل کې د کتاب فیستوال، چې پرون پرانیستل شو، نن هم دوام لري.

نتانیاهو؛ ایران دې په سیمه کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، د امریکا او ایران له هغې احتمالي هوکړې ملاتړ کوي چې په کې د یورانیم پخول او د ۴۸۰ کیلومټره لیرې واټن ویشتونکو توغندیو تولید شامل نه وي.

د هغه په ټکو، "که چیرته داسې یو هوکړه کیږي چې د اسراییلو شرطونه په کې منل شوي وي، ترې ملاتړ کوي".

هغه وړاندې له ایرانه وغوښتل چې په سیمه کې دې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

نتانیاهو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تمه ده د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو شپږ پړاو په عمان کې پیل شي.

تراوسه د دې خبرو اترو دقیقه نیټه معلومه نه ده.

خو ایران د دې خبرو له پیل وړاندې ویلي، د یورانیم پخول نه دروي.

 په سوریه کې په یوې فرقه ییز نښته کې ۳۰کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډیر ټپیان دي

په سوریه کې په یوې فرقه ییز نښته کې ۳۰کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډیر ټپیان دي.

رویترز خبري اژانس نن دوشنبې د سوریې د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، نښته په سویدا ولایت کې وروسته له هغې پیل شوه چې د تیرې جمعې په ورځ د دمشق او سویدا ترمنځ په غځیدلې لویه لار یو شمیر سوداګر وتښول شول.

دا لومړی ځل دی چې د سوریې په سویدا ولایت کې دغه ډول فرقه ییز نښته کیږي.

له دې وړاندې په تیره اپریل میاشت کې د دمشق په جنوب خیتځ کې د سني جنګیالیو او وسله والو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې وه.

چلسي د پاریسن ژرمن لوبډلې په ماتولو سره د کلبونو د نړیوال جام اتل شو

چلسي د پاریسن ژرمن لوبډلې په ماتولو سره د کلبونو د نړیوال جام اتل شو.

دغه لوبه چې پرون شپه د امریکا د نیوجرسي په مت لایف لوبغالي کې ترسره شوه، چلسي لوبډله وتوانیده درې د صفر پر وړاندې پاریسن ژرمن ته ماتي ورکړي او د ۲۰۲۵کال د کلبونو د نړیوال جام اتله لوبډله شي.

د لوبې په پای او اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ د جام د ورکړي پرمهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فیفا مشر اینفانتینور هم حاضر وو او غوره لوبغاړو ته يې د اتلولۍ جامونه ورکړل.

د ۲۰۲۵کال د کلبونو نړیوال جام ۲۱پړاو د فیفا له خوا د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د امریکا په کوربتوب ترسره شو.

ټرمپ؛ اوکرایین ته د پاټرویټ هوايي دفاعي سیسټم ورکوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اوکرایین ته د پاټرویټ هوايي دفاعي سیسټم ورکوي، څو د روسیې د بریدونو پر وړاندې له خپلې فضا دفاع وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې پرون ماښام په واشنګټن کې خبریالانو ته کړي دي.

هغه وړاندې وویل، "امریکا د ناټو له لارې اوکرایین ته دا دفاعي وسلې ورکوي او اوکرایین به يې د ناټو له لارې بیرته امریکا ته پیسې ورکوي".

ټرمپ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین هم سختې نیوکې وکړي او زیاته کړه چې "پوتین ښې خبرې کوي خو ماښام کې بیا پر خلکو بمبار کوي".

بل پلو، د ناټو سرمنشي مارک روته واشنګټن ته تللی څو د اوکرایین د جګړې په اړه له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړي.

تمه ده روته نن او سبا د امریکا د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د ګانګرس له یو شمیر غړو سره هم وګوري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG