په متحدو ایالتونو کې د استیناف یوې محکمې د افغان وګړو لپاره د موقتي خوندیتوب حالت د لغوه کولو لپاره د ولسمشر دونالد ټرمپ په موقت ډول وځنډاوه.
د محکمې له پرېکړې سره سم، هغه افغانان چې د دې محافظتي اسنادو لرونکي دي او د شړلو له ګواښ سره مخامخ وو، لږ تر لږه د جولای تر ۲۱ پورې کولی شي پرته له قانوني ستونزې په امریکا کې پاتې شي.
دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د پناه غوښتونکو د حقونو یوه مدافع اداره چې CASA نومېږي، د ولسمشر ټرمپ او د امریکا د کورني امنیت وزارت پر ضد محکمې ته عریضه وړاندې کړه او د دې فرمان د لغو کولو غوښتنه یې وکړه.
د امریکا حکومت سږکال د اپریل په میاشت کې، د ولسمشر ټرمپ د اجرايي فرمان له مخې، د کډوالو لپاره د موقتي خوندیتوب اسنادو پروګرام لغوه کړ.
دغه اقدام د افغان کډوالو او د هغوی د حقونو د ملاتړو ادارو له خوا له سختو غبرګونونو سره مخامخ شو. ډېرو ادارو خبرداری ورکړی و چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنول کولای شي د دوی ژوند ته جدي خطر پېښ کړي.
محکمې دا پرېکړه په داسي ورځ وکړه چې د امریکا حکومت د اعلان له مخې په دې هېواد کې د افغانانو د «لنډ مهاله خوندیتوب حیثیت یا حالت» (ټي پي اېس) چې د مې پر ۲۰مه پای ته رسېدلی و، پرون دوشنبه د جولای په ۱۴مه عملي بڼه غوره کوله
د «لنډ مهاله خوندیتوب حیثیت یا حالت» پروګرام (ټي پي اېس) د هغو بهرنیو وګړو لپاره دی چې د جګړې، طبیعي پېښو یا نورو "غیرعادي" شرایطو له امله نه شي کولای خپل هېواد ته ستانه شي.
که څه هم د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او دا هېواد اقتصاد ثبات مومي، خو له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي وو چې طالبان لا هم د تېر حکومت له سرتېرو او ملکي کارکوونکو سره غچ اخیستونکی چلند کوي.
دغو بنسټونو د طالبانو له لوري د جمهوري نظام د لسګونه پوځیانو د نیول کېدو، بندیانېدو، شکنجې او وژنې راپورونه ورکړي دي.
دغه راز، که څه هم د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې افغان خبریالان یې د دوی د کار په خاطر نه دي نیولي، خو دوی لسګونه خبریالان او د بشري حقونو ښځینه او نارینه فعالان هم نیولي او په بند یې محکوم کړي دي.
په ورته وخت کې د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وايي چې افغانستان لا هم له بد اقتصادي او امنیتي وضعیت سره مخ دی او د افغانانو لپاره د لنډ مهاله خوندیتوب پروګرام لغوه کول له خطر سره د مخ افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.