د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۶

خبرونه

ولسمشر ډونالډټرمپ پر اوکراین د روسیې د حملو پر دوام سخته غوسه څرګنده کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پر خپل روس سیال ولادیمیرپوتین سخت انتقاد کړی او ویلی دي دي چې دی پر مسکو د نورو مالي اقداماتو په اړه غور کوي.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې روسیې د اوکراین پر خاوره د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د خونړیو حملو لړۍ پیل کړې ده. ټرمپ پرون په نیوجرسي کې خبریالانو ته وویل چې دی د پوتین له اقداماتو خوشاله نه دی، ځکه د ده په وینا پوتین ډېر خلک وژني او دی نه پوهېږي چې په هغه څه شوي دي.

ټرمپ وویل، دی پوتین له اوږدې مودې راهیسې پېژني خو اوس هغه پر ښارونو توغندي اوروي او خلک وژني.

له دې څرګندونو وروسته ټرمپ وویل چې قطعا به پر مسکو د نورو بندیزونو د لګولو په اړه غور وکړي څو د سولې خبرو ته یې اړ کړي خو هغه کوم مشخص اقدام یاد نه کړ.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر خپل اصلي متحد د بیساري انتقاد په ترڅ کې هغه څه چې نوموړي د روسیې د حملو پر وړاندې د متحدوایالتونو چوپتیا وبلله وغندل.

د اوکراین پر بیلابېلو ښارونو د روسیې د تېرو دوو ورځو حملو ۱۳ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

اسراییلو ۱۰۷ لاریو ته اجازه ورکړه چې غزې ته ورسېږي

د غزې لپاره په خوراکي موادو بار لارۍ د اسراییلو په کریم شالون بندر کې ولاړې دي (آرشیف)
د غزې لپاره په خوراکي موادو بار لارۍ د اسراییلو په کریم شالون بندر کې ولاړې دي (آرشیف)

اسراییلي چارواکي وايي په بشري مرستو بار ۱۰۷ لارۍ پرون غزې ته ورسېدې.

د فلسطین په چارو کې د اسراییل د حکومت ځانګړې ادارې پرون خبر ورکړ چې په دې مرستو کې اوړه او نور غذایي مواد شامل دي. دې ادارې په یوه بیان کې دا هم ویلي دي چې د اسراییل دفاعي ځواکونه به د غزې په تړانګه کې خلکو ته د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړي خو په عین حال کې به تر وسې وسې هڅه وکړي چې دا مرستې د حماس تروریستي ډلې ته ونه رسېږي.

په تېرو دریو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره تېره اونۍ جګړه ځپلې غزې ته بشري مرستې ورسېدې. اسراییلو د مارچ میاشتې له پیله دې تړانګې ته د بشري مرستو پر رسولو بندیز ولګاوه او تور یې ولګاوه چې حماس ډله دا بشري مرستې پلوري څو وسلې وپېري او خپلو جنګیالیو ته پیسې ورکړي.

د ملګروملتونو مرستندویو موسسو خبرداری ورکړ چې که پر بشري مرستو دا محدودیت دوام وکړي نو ښايي غزه له قحطۍ سره مخامخ شي.

د پاکستان له زندانونو ۲۳۰ تنه نور بندیان خوشې شول

د راولپنډۍ ښار مرکزي زندان
د راولپنډۍ ښار مرکزي زندان

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو نور ۲۳۰ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.

دې وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه د یوه بیان خپرولو سره ویلي دا بندیان چې د پاکستان په بندخونو کې ساتل کېدل د غبرګولي په دریمه نېټه خوشې شول.

په خبرپاڼه کې د کندهار د سپین بولدک دروازې د چارواکو له قوله ویل شوي دي چې دې کسانو د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې یوازې یا دوه ورځې تېرې کړې دي او له راستنېدو سره سم خپلو مېنو ته لېږل شوي دي.

پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې او په دې ترڅ کې داسې شکایتونه هم کېږي چې پولیس افغان کډوال له لارو او کوڅو نیسي او بیا یې په جبري ډول افغانستان ته ستنوي.

په افغانستان کې د یونسکو مشرې د بامیان ولایت د لرغونو ودانیو په رغونه کې د مرستې ژمنه کړې

د بودا مجسمه چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال ونړول شوه
د بودا مجسمه چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال ونړول شوه

په افغانستان کې د ملګروملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې یونسکو مشرې ویلي دي چې دا سازمان غواړي په بامیان ولایت کې د غلغله او ضحاک د لرغونو ښارونو د ترمیم، بیارغونې او ساتنې په برخو کې همکاري وکړي.

ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي، پرون خبر ورکړ چې پاتریشیا مک فلیپس دا څرګندونې د بامیان له والي عبدالله سرحدي سره د کتنې پرمهال کړې دي. د خبر له مخې په دې کتنه کې دواړو خواوو د بامیان ولایت د لرغونو آبدو د ترمیم او بیارغونې په تړاو خبرې کړې دي.

طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې د ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې په بامیان ولایت کې د بودا لویه مجسمه په بمونو والوزوله، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له بیاواکمنېدو وروسته یې په وار وار ویلي دي چې د لرغونو تاریخي آثارو ساتنه کوي.

د پاکستان او ازبکستان د بهرنیوچارو وزیرانو د افغان ترانس د رېللارې په اړه خبرې کړي

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اورګاډو تمځای
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اورګاډو تمځای

د پاکستان او ازبکستان د بهرنیوچارو وزیرانو پرون د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د رېللارې د پروژې په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی او لیکي چې مرستیال صدراعظم او د بهرنیوچارو وزیر محمداسحق ډار او د ازبکستان د بهرنیوچارو وزیر بختیار سعیدوف د ټلفوني خبرو پرمهال هیله څرګنده کړه چې د سیمه ایز اتصال د دې پروژې د موافقې طرح به ژرترژه بشپړه شي.

بیان زیاتوي چې دواړو جګپوړو ډیپلوماتانو د سیمې پر روان وضعیت هم خبرې وکړې.

د ترانس افغانستان د رېللارې د پروژې د تطبیق درې اړخیز توافق د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې د سیمه ایز تجارت د پیاوړتیا او د پاکستان له بندرونو سره د منځنۍ آسیا د وصلولو په هدف لاسلیک شو.

د اورګاډي دا پروژه چې د ازبکستان له ترمذ ښاره پیلېږي ۷۶۰ کیلومتره اږدوالی لري، له مزارشریف او لوګر ولایتونو څخه تېرېږي او د خرلاڅۍ بندر له لارې د خیبرپښتونخوا کرمې سیمې ته ننوځي.

د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کې د ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو د بندیدو خبر ورکوي

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې له دې سازمان سره د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کې ۴۲۰ روغتیايي کلینیکونه بند شوي دي.

ډبلیو، ایچ، او پرون یکشنبې په یوه راپور کې وویل چې د دې روغتیايي مرکزونو د بندېدو په نتیجه کې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا درې نیم میلیون خلک اغېزمن شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې د ۸۰، په جنوب ختیځ کې د ۷۰، په دایکندي او بامیان کې د ۶۷، په شمال ختیځو ولایتونو کې د ۶۲ او په کابل، لوګر او میدان وردګو کې د ۱۱ روغتیايي مرکزونه فعالیتونه درېدلي دي.

د ملګروملتونو د وګړو صندوق د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بودیجې د کمښت له کبله به شاوخوا ۶،۳ میلیون افغانان چې اکثر ښځې او نجونې دي، روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي بې برخې شي. د دې ادارې د افغانستان څانګې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه او سیار کلینیکونه د خپل فعالیت بندیدو ته مجبور دي.

په ټول افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیلېږي

د ۲۰۲۴ کال جولای، کندهار- یو روغتیايي کارکوونکی یوه ماشوم ته د واکسین څاڅکي ورکوي
د ۲۰۲۴ کال جولای، کندهار- یو روغتیايي کارکوونکی یوه ماشوم ته د واکسین څاڅکي ورکوي

په پام کې ده چې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین نن پیل شي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ پر خپله ایکس په یو بیان کې وايي دا کمپاین به نن د افغانستان په ټولو سیمو کې پیل شي. دې بنسټ له خلکو غوښتي دي چې په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ په له منځه وړلو کې ونډه واخلي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې تراوسه پولیو پکې شته. د راپورونو له مخې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوې دي. په افغانستان کې له څه مودې راهیسې د پولیو واکسین کور په کور نه بلکې اکثرا په جوماتونو کې تطبیقېږي.

پولیو یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې علاج نه لري خو یوازې د واکسین په وسیله یې وقایه ممکنه ده.

د غزې روغتیا وزارت: په یوه ورځ کې ۳۷ کسان وژل شوي دي

عکس ارشیف
عکس ارشیف

په غزه کې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ (د مې په ۲۵مه) اعلان وکړ چې په یوه ورځ کې په سیمه کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.

یاد وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اسراییلو پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پدې شمېر کې هغه قربانیان شامل ندي چې د سیمې په شمال کې په روغتونونو کې ثبت شوي دي ځکه اوس مهال هلته لاسرسی خورا ستونزمن دی.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د راپور له مخې، له تېرې اونۍ راهیسې چې اسراییلو نوي بریدونه پیل کړي، په غزه کې هره ورځ د لسګونو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

د فرانسې په دیجون ښار کې یو کس په ډزو ووژل شو

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د ډیجون ښار د څارنوالۍ دفتر ویلي چې تیره شپه په ښار کې یو ۲۹ کلن سړی په ډزو ووژل شو.

دا پېښه د شينوو په جنوبي ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې د مخدره توکو د قاچاق لپاره مشهوره ده.

د څارنوال اولیور کاراکوش په وینا، "د وژنې په ځای کې د اتوماتیکو وسلو شاوخوا دوولس تشې مرمۍ موندل شوي".

ځینې مرمۍ په نژدې موټرونو او د دریم پوړ اپارتمان کې ولګېدې، خو بل څوک ټپي نه شو.

د جنايي پولیسو د څېړنو له مخې، بریدګر د شپې په نیمایي کې د خلکو هغې ډلې ته نژدې شو چې قرباني ورسره روان و، پر هغوی یې ډزې وکړې او بیا په موټر کې وتښتېد.

قرباني د دیجون اوسیدونکی و او د مخدره توکو اړوند هیڅ جرمي ریکارډ یې نه درلود.

له دې پيښې اړوند د "منظم قتل او په جرمي فعالیتونو کې د ګډون" په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG