د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۶

خبرونه

ولسمشر ټرمپ وايي: پوتین یو مخ لېونی شوی

د روسیې له‌خوا د اوکراین پر ښارونو له پراخو او وژونکو بریدونو وروسته، د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر، په خپله تر ټولو توندو څرګندونو کې، د کرملېن پر مشر ولادیمیر پوتین انتقاد وکړ او ویې ویل: «پوتین پوره لیونی شوی دی!» هغه خبرداری ورکړ چې که پوتین هڅه وکړي ټول اوکراین ونیسي، دا به د روسیې «سقوط» ته لاره هواره کړي.

دونالد ټرمپ د دوشنبې په سهار (د غبرګولي پنځمه) په خپله ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «ما تل له ولادیمیر پوتین (د روسیې ولسمشر) سره ډېرې ښې اړیکې لرلي، خو څه ورپېښ شوی؛ پوره لیونی شوی دی!»

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «هغه بې‌ځایه ډېر خلک وژني، او زه یوازې د سرتېرو خبره نه کوم. توغندي او بې پېلوټه الوتکې بې له کوم دلیل څخه د اوکراین پر ښارونو توغول کېږي.»

د امریکا ولسمشر په دوام کې لیکلي: «ما تل ویلي چې هغه ټول اوکراین غواړي، نه یوازې یوه برخه، او ښايي دا خبره سمه وي، خو که هغه دا کار وکړي، نو دا به د روسیې د سقوط سبب شي!»

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په يوه ورځ له پاکستان او ايرانه د افغان کډوالو ۷۵۲ کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي په يوه ورځ له پاکستان او ايرانه د افغان کډوالو ۷۵۲ کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي.

هغه وزارت د مې پر ۲۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې يوه ورځ مخکې ستنو شويو کډوالو کې ۱۰۳ له پاکستانه او پاتې له ايرانه ورغلې دي. د خبرپاڼې ترمخه، هغو کورنيوو سره ابتدايي مرستې شوې، ځینې يې خپلو سیمو او ځينې یې جوړو لنډمهاله کمپونو ته لېږدول شوې دي.

ملګرو ملتونو په هرات، کندهار، نيمروز او ننګرهار کې د تازه ورستنو شويو کډوالو لپاره مرکزونه جوړ کړي چې پکې دوايانې او خوراکي مواد ویشي. خو هغې ادارې ويلي چې نورو نړيوالو مالي مرستو ته ضرورت لري.

پاکستان او ايران له تېرو دوو کلونو راهیسې له خپلو ملکونو د افغان کډوالو اېستلو ته زور ورکړی دی. دوی په لومړي قدم کې بې اسناده کډوال وویستل خو وروسته یې وويل چې ټول افغانان وباسي.

ّپه برتانیا کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه یو موټر ورغلی او مرګژوبله یې اړولې ده

د لیورپول 4 مینه وال هغه وخت سخت ټپیان شول چې یو موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼه ورغی.

د برتانیا پولیسو د جون په ۲۶مه، د سې شنبې په ورځ، یو 53 کلن سړی د هغه پیښې په تړاو ونیوی چې په لیورپول کې یې د فوټبال اتلولۍ جشن په یوه ناورین بدل کړ.

په دې پېښه کې، لږ تر لږه 27 کسان روغتون ته یووړل شول. د څلورو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی.

پولیسو اعلان وکړ چې دا ترهګریزه پیښه نه وه او د بل چا په لټه کې نه دي.

د موټر چلوونکي هویت لا تر اوسه نه دی څرګند شوی.

د امبولانس چارواکو په وینا، شا او خوا 47 کسان ټپیان شوي دي؛ د پیښې په ځای کې د شلو کسانو درملنه وشوه او د یوه کوچني په ګډون څلور کسان تر موټر لاندې بند پاته وه او د اور وژونکو په مرسته وژغورل شول.

پر ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې ښیي چې موټر په چټکۍ سره د ګڼې ګوڼې په منځ کې ګرځي، پر ځینو خلکو خیژي، او بیا تر درېدو وروسته بیرته حرکت کوي.

د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر دا پېښه وحشتناکه وبلله او د بیړني حالت کارکوونکو د قربانیانو ستاینه یې وکړه.

د نورستان د واما ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لا نه دی مړ شوی

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د نورستان د واما ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی.

د راپورونو له مخې، اور درې ورځې مخکې د واما ولسوالۍ د "کوردار" سیمې په ځنګلونو کې پیل شو او لا هم نه دی کنټرول شوی.

راپورونه وايي چې ځایي اوسیدونکي او طالبان هڅه کوي چې اور کنټرول کړي خو د تجهیزاتو د نشتوالي له امله یې توان نه لري چې دا کار وکړي.

دا څرګنده نه ده چې تر اوسه څومره ځنګل سوځلی دی یا د اور لامل څه و.

څو ورځې مخکې د کنړ ولایت په چوکي ولسوالۍ کې په یوه بله پېښه کې هم اور لګېدلی و چې تر درو ورځو زیات دوام یې وکړ او ۳۰ هکتاره ځنګل یې وسوځی.

په بدخشان کې د کوکنارو د کر پر سر اعتراض درېیمه ورځ دوام لري

د بدخشان د جرم ولسوالۍ په فرغامنج کلي کې د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پر سر د طالبانو او بزګرانو ترمنځ نښتې د دریمه ورځ هم دوام لري.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، کلیوالو په اعتراض لاس پوري کړی او هڅه یې وکړه چې په دغه لاریون کې د طالبانو له خوا د وژل شوي مړی د لاریون پر مهال له ځان سره وګرځوي.

راپورونه وايي چې د طالبانو پوځي چارواکو د دوشنبې په سهار وختي سیمې ته اضافي ځواکونه هم ولېږل.

راپور وايي چې د کوکنارو یو شمېر کروندګر او ځایي اوسیدونکي، چې سیمه ایز طالبان یې ملاتړ کوي، غرونو ته ختلي او د طالبانو د ځواکونو پر وړاندې یې دفاعي دریځ نیولی دی.

سرچینو ځينو ځايي رسنیو ته ویلي چې د طالبانو یوې ډلې د بدخشان د جرم ولسوالۍ په فرغامنج کلي کې د کوکنارو د کروندو ویجاړولو په هڅه کې له بزګرانو سره نښته وکړه.

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د کوکنارو پر کښت او قاچاق د بندیز فرمان صادر کړ او د کوکنارو له کښت سره پر مبارزه یې ټینګار وکړ.

د بدخشان په ځینو ولسوالیو کې مخکې هم د کوکنارو د کر د له منځه وړلو پر سره ورته نښتې او لاریونونه شوي دي.

راشد خان په تیرو ۲۵ کلونو کې د شل اووریزو سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی وبلل شو

د افغانستان د شل اووریزو سیالیو کپتان راشد خان په تیرو 25 کلونو کې د لنډ فارمیټ په غوره 25 لوبغاړو کې لومړی مقام خپل کړ.

د کریک انفو ویب پاڼې د مفصلې څیړنې له مخې، له 2000 م کاله تر 2025 م کال پوري د T20 غوره 25 لوبغاړو د لیست په سر کې راشید خان راغلی دی.

د کریک انفو د تحلیلي راپور له مخې د لوبو پر پایلو د هغه اغېز، په بېلابیلو لیګونو کې د هغه فعالیت او توپوهنه یې د کرکټ په تاریخ کې له پنځه ویشتو نورو غوره لوبغاړو سره پرتله کړې ده.

په دې لیست کې یوازي پنځه یې متخصص توپ اچوونکي دي. راشد خان د خپل مهارت او ریکارډ ماتونکو لاسته راوړنو له امله د دوی په منځ کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

په هلمند کې یوې مور پنځه ماشومان زیږولې دي

عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی دی
عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی دی

دا ماشومان د یکشنبې په ورځ د لښکرګاه ښار په ولایتي روغتون کې زیږېدلې، چې درې هلکان او دوه نجونې په کې شاملې دي،

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي خبري اژانس د هلمند د عامې روغتیا چارواکو په حواله ویلي چې د مور او څلورو ماشومانو روغتیايي وضعیت قناعت‌بښونکی دی، خو د یوه ماشوم وضعیت یې نازک ښودل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې افغانستان د میندو لپاره یو له تر ټولو مرګونو هېوادونو څخه ګڼل کېږي او دلته په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د زیږون او د میندوارۍ پر مهال د داسې روغتیايي ستونزو له کبله مري چې د مخنیوي وړ وي.

روسي رسنۍ : د طالبانو د حکومت استازي مسکو کې نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي

د مې په نمايي کې د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسیې په تاتارستان کې په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته سفر کړی و چې دغلته یې له روسي چارواکو سره هم لیدنې کتنې درلودې.
د مې په نمايي کې د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسیې په تاتارستان کې په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته سفر کړی و چې دغلته یې له روسي چارواکو سره هم لیدنې کتنې درلودې.

ټاکل شوې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازي به په لومړي ځل د روسیې په مسکو کې د امنیتي مسایلو په اړه په ۱۳مه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د دغه هېواد د ملي امنیت شورا په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو د حکومت غړي به د لومړي ځل لپاره د امنیتي مسایلو د لوړپوړو استازو په غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه د مې میاشتې له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې پورې په مسکو کې جوړېږي، چې په کې به د جنوب ختیځې اسیا د ټولنې غړي هېوادونه، بریکس هېوادونه، د شانګهای د همکارۍ سازمان او د خپلواکو، هم ګټو هېوادونو د سازمان استازي ګډون کوي او د سېمې او نړۍ پر وضیعت به غیر رسمي څو اړخیزې خبرې اترې او بحثونه کوي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمي توګه په دې غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

روسیې په وروستیو کې د طالبان د ممنوعه ډلو له لیست ایستلي او په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ راهېسې د طالبانو حکومت یې که څه هم په رسمیت نه دی پیژندلی خو ورسره نژدې اړیکې پالي.

د افغانستان د ملي ډيالوګ څلورم پړاو د بېلابیلو سکتورونو د استازو په ګډون پیل شو

"د افغانستان په اړه د جینیوا ملي ډیالوګ او پراختیا" څلورم پړاو د دوشنبې په ورځ د ترکیې په انتالیا کې د سیاسي، مدني، رسنیو د فعالانو او د ښځو او ځوانانو د استازو په ګډون پیل شو.

دا غونډه د ټولنې د مختلفو برخو ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا، د اوسنیو ننګونو د څیړلو او د ملي حل لارو د لټولو په هدف جوړه شوه. په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان سفیر او دایمي استازي نصیر احمد اندیشه دا پروسه د بحران د مخنیوي او د ملي باور د بیا رغولو لپاره خورا مهمه وبلله.

د دې غونډې په جریان کې، د "موزایک" یا "د افغانستان لپاره جامع سړک نقشه" په نوم د یو پلان په اړه هم خبرې وشوې. یو نوښت چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په غوښتنه په فبرورۍ میاشت کې چمتو شو او له طالبانو او اړوندو هیوادونو سره شریک شو.

په غزې تړانګه کې د اسراییل په حمله کې لږترلږه ۴۶ تنه وژل شوي دي

د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي پنځمه) د اسراییلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي، چې ۳۳ تنه یې په یوه ښوونځي کې وژل شوي چې د خلکو د پناه ځای په توګه ورڅخه کار اخیست.

د اسراییل پوځ ویلي چې هغه کسان یې په نښه کړي چې له دغه ښوونځي څخه یې عملیات کول.

د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت د عاجلو خدماتو مشر فهمي عوض، وویل چې د غزې ښار د دراج په سیمه کې پر ښوونځي برید لږ تر لږه ۵۵ تنه ټپیان کړي. هغه زیاته کړه چې د دې پېښې په وژل شویو کسانو کې یو پلار او پنځه ماشومان یې هم شامل دي.

نوموړي وویل: ښوونځي درې ځله هغه مهال وویشتل شو چې خلک پکې ویده وو، او د بې‌ځایه شویو کسانو وسایل وسوځول شول. په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د ژغورنې کارکوونکي هڅه کوي اور مړه کړي او د سوځېدلو جسدونو پاتې شوني راټول کړي.

د اسراییل پوځ ویلي چې د حماس او اسلامي جهاد له خوا د استخباراتي معلوماتو د قوماندې یو مرکز یې ویشتلی دی.

اسراییل بیا هم ټینګار کوي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې مسوولیت حماس ته ور ګرځي، ځکه چې د دوی په وینا، حماس خپل فعالیتونه په استوګنو سیمو کې ترسره کوي.

د غزې ښار شفا روغتون وايي، په یوه جلا برید کې چې پر یوه کور ترسره شوی، د یوې کورنۍ ۱۹ غړي وژل شوي، چې پنځه ښځې او دوه ماشومان هم پکې شامل دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG