خبرونه
د بخښنې نړیوال سازمان: له ښځو سره د طالبانو چلند باید د بشریت ضد جنایت په توګه وارزول شي
د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند باید د بشریت ضد جنایت په توګه وارزول شي.
د بخښنې نړیوال سازمان دا وړاندیز پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې وکړ.
دا سازمان وړاندې لیکي چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو له هر راز فشار څخه کار واخلي چې دوی مجبوره شي چې د ښځو او نجونو حقوق رعایت کړي او اجازه ورکړي څو دوی بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي.
وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل ونیوه، له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو ښوونځي بند کړل او بیا کال وروسته یې د پوهنتون دروازې هم د نجونو او ښځو پرمخ وتړلې.
ملګروملتونو لوېديځه غاړه کې د اسراييل د حضور په اړه د فلسطينيانو پرېکړهليک تصويب کړ
د ملګروملتونو عمومي اسامبلې نن چهارشنبې د فلسطینیانو هغه پرېکړهلیک ته رایې ورکړه، چې له اسراییل غواړي، په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې خپل حضور چې هغه غیرقانوني بولي، تر یوکال پورې پای ته ورسوي، خپل ځواکونه وباسي او یهودي مېشت ځایونه تخلیه کړي.
د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې چې ۱۹۳ غړي لري، ۱۲۴ غړیو یې دغه پرېکړهلیک ته مثبتې او ۱۴ منفي رایې ورکړې او ۴۳ غړیو هم له رایې ورکولو ډډه ورکړه.
پر دغه پرېکړهلیک د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې داسې مهال رایې واخیستل شوې، چې په غزه کې د حماس په وړاندې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د اسراییل د جګړې کال پوره کېدو ته نژدې دی.
دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس وسلهوالو د تېر کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.
په ملګروملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون د فلسطینیانو د ډیپلوماتیک ماموریت په ملاتړ د دغه پرېکړهلیک تصویبېدل شرمونکي وبلل.
کرکټ؛ افغانستان په لومړي ځل سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې نن چهارشنبه د سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ نیمې بجې پیل شوې وه، سویلي افریقا د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
مېلمه لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۳۳.۳ اورونو کې ۱۰۶ منډې جوړې کړې.
د یادې لوبډلې په ګټه وین مولډر تر نورو زیاتې ۵۲ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې فضلحق فاروقي ۴، الله محمدغضنفر ۳ او راشدخان دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۴ ویکټو تر سوځېدو ورسته په ۲۶م اور کې پوره کړ.
په افغان توپوهونکو کې ګلبدین نایب ۳۴ او عظمت الله عمرزي ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
فضلحق فاروقي د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
ټاکل شوې ده چې، دواړه لوبډلې به دویمه سیالي د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۰مه او وروستۍ به د همدې میاشتې په ۲۲مه نېټه ولوبوي.
د فوټسال نړیوال جام؛ ارجنټاین افغانستان ته ماتې ورکړه
د فوټسال نړیوال جام په دویمې سیالۍ کې افغانستان نن چهارشنبه د ارجنټاین پر وړاندې سیالي وکړه چې ۲ـ۱ یې ماتې وخوړه.
دغه سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شوې وه، د لوبې په لومړۍ او دویمې نیمايي کې ارجنټاین دوه ګولونه ووهل او افغانستان د یوه ګول په وهلو سره لوبه وبایلله.
دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان دویمه سیالي وه چې په لومړۍ لوبه کې یې انګولا ته ماتې ورکړې وه.
افغان لوبډله به په ګروپي پړاو کې خپله وروستۍ لوبه له اکراین سره د سپټمبر په ۲۱مه نېټه ترسره کړي.
کرکټ؛ سویلي افریقا افغانستان ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه
د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه پیل شوې ده، چې سویلي افریقا افغانستان ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه.
دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې پیل شوې مېلمه لوبډلې یې پچه وګټه او توپوهنه یې غوره کړه.
سویلي افریقا د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۳۳.۳ اورونو کې ۱۰۶ منډې وکړې.
د یادې لوبډلې په ګټه تر نورو زیاتې ۵۲ منډې اېون مولډر وکړې.
افغانستان ته په توپاچونه کې فضل حق فاروقي ۴، الله محمدغضنفر ۳ او راشدخان دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.
ريچارد بېنيټ: هيڅ پلمه نهشي کولی له زدهکړو د افغان نجونو محروميت توجيه کړي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ وایي، هیڅ پلمه نهشي کولای له زدهکړو او تحصیله د افغان نجونو محرومیت توجیه کړي.
ښاغلي بېنیټ نن چهارشنبه (د وږي ۲۸مه) پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر له ښونځیو د افغان نجونو د محرومیت د درېیمې کلیزې په مناسبت دا څرګندونې کړي او نوموړی له هغه نړیوال کمپاین سره یوځای شوی چې شعار یې دی: "د افغان نجونو غږ، زدهکړې نهشي منتظرېدای."
هغه ټینګار کړی چې، افغان نجونې او ښځې د زدهکړو حق لري.
طالبانو په ۱۴۰۰هجري لمریز کال کې واک ته له رسېدو وروسته د نجونو ښونځي وتړل او وروسته یې د نجونو پوهنتونونه هم بند کړل.
پاکستان کې پر يوې واکسيناتورې د ډلهييز جنسي تيري يو اصلي کس نيول شوی
پاکستاني پولیسو پر یوې واکسیناتورې د ډلهییز جنسي تیري یو اصلي مشکوک کس نیولی دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس نن چهارشنبه د پاکستاني پولیسو په حواله ویلي چې، درېو کسانو تېره پنجشنبه د سند ایالت په جاکوباباد ولسوالۍ کې د پولیو پر یوې واکسیناتورې جنسي تیري کې لاس درلود.
دوه نور مشکوک کسان لا هم ورک دي.
دې پېښې په پاکستان کې په ځانګړې توګه واکسیناتوران بوږنولي دي.
چارواکو دا پېښه نادره بللې او ویلې يې دي چې، په بشپړ ډول یې څېړي.
ملګري ملتونه نن لوېديځه غاړه کې د اسراييل د حضور په اړه پر يوه پرېکړهليک رايه اخلي
د ملګروملتونو عمومي اسامبله نن چهارشنبې د فلسطینیانو پرهغه پرېکړهلیک رایې اخلي چې، له اسراییل غواړي په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې خپل حضور چې هغه غیرقانوني بولي، تر یوکال پورې پای ته ورسوي، خپل ځواکونه وباسي او یهودي مېشت ځایونه تخلیه کړي.
د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته چې ۱۹۳ غړي لري دغه پرېکړهلیک د رایې اخیستو لپاره داسې مهال وړاندې شوی، چې په غزه کې د حماس په وړاندې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د اسراییل د جګړې کال پوره کېدو ته نژدې دی.
دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس وسلهوالو د تېر کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.
په ملګروملتونو کې د اسراییل سفیر له غړیو هېوادونو وغوښتل چې دغه پرېکړهلیک رد کړي.
خو په ملګروملتونو کې د فلسطیني ادارې سفیر ریاض منصور پرون د عمومي اسامبلې غونډې ته په پرانيستونکې وینا کې وویل، فلسطینیان د خپلې بقا له ګواښ سره مخامخ دي او ادعا یې وکړه چې اسراییل دوی د بندیانو په توګه ساتلي دي.
کریملین: پر حزبالله د چاودېدونکو پیجرونو په وسیله برید به سیمه کې د پراخې جګړې لامل شي
کریملین نن چهارشنبه خبرداری ورکړی چې د لبنان پر حزبالله او نورو کسانو د چاودېدونکو پیجرونو په وسیله برید به سیمه کې د پراخې جګړې لامل شي.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن خبریالانو ته ویلي، دغه حمله کوونکي باید معلوم شي.
د پیجرونو یا پيغام لېږدونکو وسیلو له لارې دغه برید پرون سه شنبه په لبنان کې وشو چې لږ تر لږه ۹ کسان یې ووژل او درې زره نور یې ټپیان کړل.
رویټرز خبري اژانس د لبنان د یوې لوړپوړې امنیتي او یوې بلې سرچینې په حواله ویلي، د اسراییل استخباراتي ادارې موساد په هغو پنځو زرو پیجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو چې څو میاشتې مخکې حزبالله وارد کړي وو.
حزبالله هم د برید پړه پراسراییل اچولې او د غچ اخیستنې ګواښ یې کړی دی.
له پاکستانه سکاټلنډ ته د رسېدلو ۱۹ افغان نجونو طبي زدهکړې پیل شوي
په سکاټلنډ کې د هغو ۱۹ افغان نجونو طبي زدهکړې پيل شوي چې د تېرې اګست میاشتې په ۲۱مه له پاکستانه دغه هېواد ته ورسېدې.
یوه له دغو محصلانو څخه زهرا حسیني ده.
نوموړې فرانس پرېس اژانس ته ویلي، سکاټلنډ ته په رسېدو یې د ډاکترې کېدو ارمان پوره شو.
دغه افغان محصلانې، چې افغانستان کې له پوهنتونه منع شوې وې، د لیندا نورګروف بنسټ له درېیو کلنو هڅو وروسته بریتانیا ته ولېږدول شوې.
۳۶ کلنه لیندا چې یوه سکاټلنډۍ مرستندویه کارکوونکې وه، ۲۰۱۰م کال کې د اسلامپاله ملېشو لهخوا افغانستان کې وتښتول شوه او بیا د امریکایي ځواکونو لهخوا د ژغورنې د عملیاتو پر مهال ووژل شوه.
د لیندا تر وژلو وروسته د هغې مور او پلار د هغې په نوم بنسټ جوړ کړ او همدغه بنسټ دغه کابو شل افغان نجونې اوس د تحصیل د دوام لپاره بریتانیا ته غوښتي دي.
طالبانو د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې د نجونو پوهنتونونه وتړل.