خبرونه
د نولسکلنو اسیا جام؛ بنګلهدېش افغانستان ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ
د نولسکلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه نن د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د عربي متحده اماراتو په دبۍ ښار کې پیل شوه.
د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او بنګلهدېش ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د بنګلهدېش توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۲۸ منډې یې وکړې.
د یادې لوبډلې لوبډلمشرعزیزالحکیم ۱۰۳ او کلام صدیق ۶۶ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې عبدالعزیزخان، نورستاني عمرزي او خاطر ستانکزي دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.
اسراییل او حزبالله یو بل د اوربند پر سرغړونې تورن کړي دي
په همدې حال کې د اسراییل صدراعظم اعلان کړی، پوځ ته یې امر کړی چې د اوربند د ماتېدو په صورت کې د جګړې لپاره چمتو واوسي.
متحدهایالات حزبالله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپایي اتحادیې یوازې د دې ډلې نظامي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ اتمه) اعلان وکړ، هغه تاسیسات یې په نښه کړي دي چې، د حزبالله ډله یې د منځني واټن توغندیو د زېرمې لپاره د لبنان په جنوب کې کاروي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، دغه برید د لیتاني سیند په شمال کې د بیساریه په کلي کې ترسره شوی او دا د اوربند د نافذېدو له پیل راهیسې د اسراییل لومړنی هوايي برید ګڼل کېږي.
د راپور پر اساس، په هغه اوربند کې چې د چهارشنبې په سهار نافذ شوی دی، د لیتاني سیند په جنوب کې د غیر قانوني پوځي تاسیساتو پر ختمولو ټینګار شوی، خو د سیند په شمال کې پوځي تاسیساتو ته اشاره نهده شوې.
د اسراییل پوځ دا هم اعلان وکړ چې، د پنجشنبې په ورځ یې څو "مشکوک" اقدامات چې ګواښ ګڼل کېدل او د اوربند شرایط یې ماتول، پېژندلي دي.
بېنيټ: نړيواله ټولنه دې د طالبانو لهخوا د بشري حقونو له سرغړونو سره مقابله وکړي
د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ، پرون (پنجشنبې) پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې، د طالبانو لهخوا د بشري حقونو له سرغړونو سره مقابله وکړي.
هغه په افغانستان کې روان وضعیت یوه داسې بحران وباله، چې باید وجدانونه ولړزوي.
ښاغلي بېنیټ په جنیوا کې د "جنسیتي ځواب ویلو او عدالت کنفرانس" ته په وینا کې په افغانستان کې د حساب ورکولو او عدالت د ډاډمنولو لپاره د پراخو او هر اړخیزو میکانېزمونو پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه وویل: "زه غواړم خپله خبره پهدې ټینګار سره پای ته ورسوم چې، د حساب ورکولو او عدالت پراخ او هر اړخیز سیستم د یوه باثباته، ټولشموله، د حقونو درناوي کوونکي او هوسا افغانستان د جوړولو لپاره څومره مهم دی. یو ځل بیا، زه د افغانستان زړورو خلکو ته خپله ژوره مننه او قدرداني وړاندې کوم، چې لا هم په خورا زړورتیا او صبر سره د ستونزو پر وړاندې درېږي. پهدې هېواد کې روان وضعیت باید زموږ وجدانونه ولړزوي."
پهدې کنفرانس کې چې سیاستوالو او نړیوالو استازو ګډون درلود، د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د حساب ورکولو د چوکاټ د نشتوالي په اړه خبرې وشوې.
ګډونوالو د قانوني ګامونو د اخیستو اړتیا په ډاګه کړه، ترڅو د طالبانو پالیسۍ د "جنسیتي اپارتاید" په توګه وپېژندل شي، چې د ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځورونې څرګندونه کوي.
افغانستان ته له ايران او پاکستان د ۱۷۲کورنيو د ستنېدو خبر ورکړل شوی
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، پرون (پنجشنبې) له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱۷۲ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې.
د راستنو شویو کورنیو له ډلې ۱۵ یې د تورخم له لارې، ۳۵ یې د کندهار د سپینبولدک له لارې، ۳۹ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۸۳ نورې بیا د هرات د اسلامکلا له لارې راستنې شوې دي.
ایران او پاکستان پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او تر دې چې ایراني چارواکو ویلي چې، د روان لمریز کال په پاتې څه کم څلورو میاشتو کې به دوه نیم میلیونه افغان کدوال له خپلې خاورې وباسي.
د ايران او درې اروپايي هېوادونو خبرې اترې؛ عراقچي يې پر پايلو بېباوره دی
د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو د خبرو اترو په درشل کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې خبرو پر پایلو بېباوري څرګنده کړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، ټاکل شوې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د ایران جګپوړی مرکچي، مجید تخت روانچي نن جمعه، (د لیندۍ ۹مه) په جینیوا کې د بریتانیا، جرمني او فرانسې له استازو سره وګوري.
رویټرز د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې، د جینیوا خبرې به تر ډېره د بېلابېلو نظریاتو د وړاندې کولو غونډه وي، چې تمرکز به یې د ایران د اتومي دوسیې په اړه د ټرمپ د احتمالي چلند پر متقابلو اندېښنو وي.
لهدې وړاندې، په بېلابېلو راپورونو کې ویل شوي و چې، د ډونالډټرمپ په نوې اداره کې به د ایران پر وړاندې د "اعظمي فشار" سیاست دوام وکړي او په عین حال کې له تهران سره د خبرو اترو احتمال هم شته.
يوشمېر بنسټونو د پاکستاني خبريال مطيعالله جان د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د بشري حقونو یوشمېر موسسو د پاکستاني خبریال مطیعالله جان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
مطیعالله جان د چهارشنبې په ورځ ونیول شو او پر ده د ترهګرۍ اړوند تور لګېدلی دی.
مطیعالله جان د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د مظاهرو راپورونه ورکول.
د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې پرون وویل چې، مطیعالله جان په جعلي تورونو نیول شوی او دا د بیان او رسنیو ازادۍ ته توهین دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم پرون له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې ياد خبريال ازاد کړي.
عراقچي: که ملګري ملتونه پر تهران بيا بنديزونه ولګوي، ايران به اټوم بم جوړ کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، که چېرته ملګري ملتونه بیا پر تهران بندیزونه ولګوي، ایران به خپله اټومي تګلاره بدله کړي او اټوم بم به جوړ کړي.
عباس عراقچي پرون د پرتګال په پلازمېنه لیسبون کې خبریالانو ته وویل، ایران له اوږدې مودې راهیسې د اټومي بم په تخنیک پوهېږي، خو دا کار د ایران د امنیتي ستراتېژۍ برخه نهده.
دا څرګندونې پهداسې وخت کې شوې دي چې، ټاکل شوې ده نن د ایران له استازیو سره د بریتانیا، فرانسې او جرمني استازي په جینوا کې خبرې وکړي.
پهدې غونډه کې به د ایران د اټومي پروګرام په ګډون پر یوشمېر نورو موضوعاتو لکه د منځني ختیځ د شخړو په اړه خبرې وشي.
د نړۍ ۶ هېوادونو د افغان ښځو له حقونو د سرغړونو قضيه نړيوالې جزايي محکمې ته وړاندې کړه
هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ، چیلي، کاستاریکا او مکسیکو د افغانستان د ښځو د حقونو د سرغړونو قضیه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې کړې ده.
د چیلي د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د قوس په ۸مه) اعلان وکړ چې: "د شرایطو خرابېدو او د افغان ښځو او نجونو بحراني وضعیت ته په کتو، د دې هېواد قضیه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې شوې ده."
د دې غوښتنې لاسلیک کوونکو له نړیوالې جزایي محکمې څخه غوښتي چې د افغانستان وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت، چې د حقونو له دوامدار او سیستماتیک نقض سره مخامخ دي، په پام کې ونیسي.
دغه شپږ هېوادونه د نړیوالې جزایي محکمې له څارنوال څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر دوامدار او سیستماتیک نقض تمرکز وکړي.
دوی د نړیوالې جزایي محکمې له څارنوال څخه غوښتنه کړې چې، په خپلو پلټنو کې هغه جرمونه هم شامل کړي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په ۲۰۲۱ کال کې، د ښځو او نجونو په وړاندې شوي دي.
سوريه کې د ايران د سپاهپاسداران يو جګپوړی قوماندان وژل شوی
د ایران د سپاهپاسداران وايي، په سوریه کې یې یو مهم پوځي سلاکار وژل شوی دی.
دغه ځواک پرون (پنجشنبې) وویل چې کیومرث پورهاشمي، چې حاجي هاشم مشهور و، د چهارشنبې په ورځ د "تکفیري ترهګرو" له لوري ووژل شو.
له تکفیري ترهګرو څخه د سپاهپاسداران منظور تحریرالشام ډله ده.
د سپاهپاسداران د عامه اړیکو څانګې په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي، پورهاشمي د "د بي بي زینب د زیارت" له مدافعانو څخه و او پوځي رتبه يې برید جنرالي وه.
راپورونه وايي چې، دا جګپوړی ایرانی قوماندان په حلب کې د بشار اسد د مخالفې ډلې، تحریرالشام، له لوري وژل شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د پوځ او تحریرالشام د سرچینو په حواله ویلي، دې ډلې د چهارشنبې په ورځ د سوریې په شمال کې د پوځ پر ضد پراخ عملیات پیل کړل او دا له څو کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې دوی د څو سیمو په نیولو بریالي شوي.
امریکا په ۲۰۱۸ کال کې دا ډله د تروریستي سازمان په توګه اعلان کړه او د نړۍ ډېری نور هېوادونه هم تحریرالشام ترهګره ډله ګڼي.
انګيلا مرکل راتلونکې اوونۍ د جرمني پارلمان ته د افغانستان په اړه پوښتنو ته ځوابونه ورکوي
ټاکل شوې ده چې د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا مرکل راتلونکې اوونۍ د خپل هېواد د پارلمان یوه کمېسیون ته حاضره شي او د افغانستان په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
د جرمني رسنیو پرون (پنجشنبې) راپور ورکړ چې اغلې مرکل او د هغې د صدراعظمۍ د مهال د کابینې دوه وزیران به د دسمبر په پنځمه د افغانستان د ماموریت او د تخلیې د عملیاتو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
مېرمن مرکل ۱۶ کاله د جرمني صدراعظمه وه، چې په ۲۰۲۱ کې له سیاسته ګوښه شوه.
په پام کې ده چې د پارلمان غړي لهدې څخه پهدې اړه سپیناوی وغواړي چې، ولې د دې تر مشرۍ لاندې حکومت د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له لوري په چټکه د واک له نیول کېدو بېخبره و او ولې د جرمني د اتباعو او د هغو د افغان همکارانو د تخلیې عملیات له ګډوډۍ سره مخامخ شول.