خبرونه
اذربايجان کې د ملګروملتونو له لوري د چاپيريالساتنې کنفرانس به دوه اوونۍ دوام ولري
د چاپیریالساتنې په اړه د ملګروملتونو په نوښت جوړ شوی کنفرانس پرون د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شو، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.
د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۹۸ هېوادونه د COP29 په نوم دې کنفرانس کې ګډون لري او په غونډو کې به یې د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته شویو ستونزو په اړه بحثونه وشي.
د اقلیمي بدلون لپاره د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ ځانګړي سلاکار اندریو هارپر فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو تر ټولو ډېر زیانمن شوی، خو لهدې زیانونو سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.
د تر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، بېوخته بارانونه-سېلابونه او پرلهپسې وچکالۍ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون لویې نښې دي.
د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره: افغانستان کې د غاليو د توليد کلنۍ کچه لوړه شوې
د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره (USAID) وايي، په افغانستان کې د غالیو د تولید کلنۍ کچه له ۱،۱ میلیون مربع مترو څخه ۳،۳ میلیون مربع مترو ته لوړه شوې ده.
يوايساېآیډي پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې، د افغاني غالیو له تولید څخه ترلاسه شوي عواید هم شاوخوا ۳۳۰ میلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.
د بیان لهمخې د غالیو اوبدلو په صنعت کې اوسمهال نژدې دولس لکه کسان په کار بوخت دي چې، په سلو کې نوي یې ښځې دي.
په بیان کې ټینګار شوی دی چې، د افغاني غالیو په تولید کې زیاتوالی د اسیبا ACEBA په نوم د USAID د پروګرام په مرسته راغلی دی.
غالۍ له ډېرو پخوانیو کلونو راهیسې د افغانستان د محصولاتو او بهر ته د صادراتو مهم قلم دی.
د غزې په شمال کې د اسراييل ۴ سرتېري وژل شوي
د اسراییلو پوځ وايي چې، ۴ سرتېري یې د غزې د تړانګې په شمال کې وژل شوي دي.
د پوځ په بیان کې راغلي دي چې، څلور واړه سرتېري پرون د پوځي عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.
لهدې سره د تېرکال په اکتوبر میاشت کې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو اسراییلي سرتېرو ټول شمېر ۳۷۶ ته ورسېد.
اسراييل له حزبالله سره د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د پرمختګ خبر ورکړی
د اسراییلو د بهرنیو چارو نوی وزیر وايي، د لبنان له حزبالله ډلې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره په هڅو کې مشخص پرمختګ شوی.
جدعون سار پرون خبریالانو ته وویل چې اسراییل له متحدایالاتو سره په ګډه کار کوي او پهدې برخه کې مشخص پرمختګ شوی.
خو هغه زیاته کړه چې په هرراز نوې موافقه کې باید داسې اجرايي مېکانېزم شامل وي چې، د اسراییل سرحد ته نژدې د حزبالله د پوځي تاسیساتو د بیا جوړولو مخه ونیسي.
حزبالله چې متحدایالات یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني ویلي چې، د سولې کوم وړاندیز یې نهدی ترلاسه کړی او زیاتوي چې که اړتیا وي، نو له اسراییلو سره اوږدې جګړې ته چمتو ده.
د ولسمشر جوبایډن ادارې له څو میاشتو راهیسې هڅې پیل کړي چې د اسراییل او حزبالله ترمنځ سوله وکړي او داسې راپورونه هم وو چې د منځني ختیځ لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی اموس هوشتاین ښايي په راتلونکو ورځو کې بیا سیمې ته ستون شي.
د اوکراين پر کريوي ريه ښار د روسيې په بريد کې يوه مور له خپلو درې ماشومانو سره وژل شوې
د اوکراین پر کریوي ریه ښار د روسیې په توغندويي حملو کې یوه مور له خپلو درېیو ماشومانو سره وژل شوې ده.
د اوکراین د دې مرکزي ښار والي اولیکساندر ویلکول نن سهار د دې پېښې خبر ورکړ.
د والي په وینا د قربانیانو مړي د ژغورنې ډلو د هغې ودانۍ له کډوالو څخه راوایستل چې د روسیې د بالستیک توغندي په برید کې ویجاړه شوې ده.
له بلې خوا د اوکراین یوه بېپیلوټه الوتکه له سرحد څخه ۱۰۰ کیلومتره وړاندې د روسیې د بېلګورد سیمې په ستاري اوسکول ښار کې د تېلو پر یوه زېرمه لګېدلې ده.
د دې سیمې والي پر ټلېګرام چینل په یوه بیان کې ویلي دي چې، د دې برید د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نهشته.
خو د روسیې دفاع وزارت ویلي، د هوايي مدافعې ځواکونو یې د اوکراین ۱۳ بېپیلوټه الوتکې له هغې ډلې ۹ په بېلګورد، ۲ په بیریانسک او ۲ په کورسک کې نسکورې کړې.
هلوټرست: افغانستان کې له ۶۵ کيلومتره مربع ډېرې ساحې په ماينونو پوښل شوي
د هلوټرست په نوم د ماین پاکۍ مؤسسه وايي چې، په افغانستان کې اوسمهال هغه ساحې چې ماینونه پهکې دي، له ۶۵ کیلومترو مربع اوړي.
پهداسې حال کې چې نژدې دوه کاله مخکې د ۲۰۲۲ کال په پای کې دا ساحې ۵۳ مربع کیلومتره وې.
دې مؤسسې په خپل نوي راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، دا ساحې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ثبت شوي دي او وايي دا هغه پرلهپسې ګواښ ښيي چې ملکي افغانان ورسره مخامخ دي.
په بیان کې دا یادونه هم شوې چې، اوسمهال د نړۍ شپېته هېوادونه او قلمروونه د ځمکنیو ماینونو له خطر سره مخامخ دي.
ماینونو له تېرو څلورو لسیزو راهیسې تل د افغانانو ژوند ګواښلی او پهدې ترڅ کې د ماین پاکۍ مؤسسو تل په افغانستان کې فعالیت کړی، خو تر اوسه هم پهدې نهدي توانېدلي چې ټول هېواد له ماینونو څخه پاک کړي.
د ډونالډټرمپ د خپل نوي حکومت د ملي امنيت سلاکار هم اعلان کړ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د ملي امنیت د سلاکارۍ لپاره مایکل والتز نوماند کړی دی.
دا خبره لهدې مسلې ځینو باخبره منابعو رسنیو، له هغې ډلې د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.
مایکل والتز د امریکا د خاصو ځواکونو په ډله کې د افغانستان په جګړه کې هم برخه اخیستې ده.
دی به لومړنی پخوانی پوځي وي چې په یوه مهم دولتي پوست کې مقرریږي.
والتز به د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د امریکا د منتخب جمهور رییس ډونالډټرمپ په اداره کې کار پیلوي.
هغه چې دمګړۍ د امریکا د استازیو جرګې غړی دی، د افغانستان د جګړې په رابطه یې د جنګیالي ډپلوماټ (Warrior Diplomat) په نوم کتاب هم لیکلی دی.
عرب او د اسلامي هېوادونو مشرانو اسراییلو ته د وسلو پر صادراتو د بندیز غوښتنه وکړه
د عربلیګ او د اسلامي همکاریو د سازمان مشران پرون په سعودي عربستان کې سره ټول شوي وو.
دوی د سیمې په روانو جګړو په تېره بیا د غزې په کړکېچ باندې تمرکز درلود.
دغو مشرانو په خپله وروستۍ اعلامیه کې پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې، اسراییلو ته د وسلو او مهماتو صادرات بند کړي.
په غزې د اسراییلو د تازه بریدونو له امله د غزې د هوايي چلند د معلوماتو پر اساس لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي دي.
اخوا له غزې د تازه راپورونو لهمخې نن سهشنبه پر غزې تړانګه د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي.
دا خبره د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د ملکي دفاعي ادارې ویاند محمد باسل د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.
د هغه په خبره ګڼشمېر نور کسان هم د اسراییلو د سهار وختي بریدونو کې ټپیان شوي دي.
د بیټکاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ له بري وروسته د بیټ کاین ارزښت پرلهپسې په لوړېدو دی.
د کال په پیل کې د دې مجازي پیسو ټیټه بیه ۳۸زره او ۵۰۵ ډالره و، خو اوس د هغه مهال پرتله دوه برابره شوی دی.
ډونالډټرمپ په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې، متحدایالتونه به د نړۍ د مجازي پیسو په مرکز بدلوي او د بيټکاین یوه ملي خزانه به رامنځته کوي.
د پاکستان د راولپنډۍ په يوه ښوونځي کې د وسلهوال بريد پر مهال دوه افغانان ټپيان شوي
د پاکستان د پنجاب په راولپنډۍ کې پرون (دوشنبې) ماسپښین، يوه ښوونځي کې د وسلهوال برید پر مهال دوه افغانان ټپیان شوي دي.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې، د وسلهوالو یوه ډله د ښوونځي ودانۍ ته ننوته او په موجودو افغان اتباعو یې برید وکړ.
بریدګرو همداراز د ښوونځي اصلي دروازې ته اور واچاوه او پر خلکو یې ډزې وکړې.
راپورونه وايي چې، برید د ورځې په رڼا کې ترسره شوی او له همدې کبله یې په پاکستان کې د افغان کډوالو او اوسېدونکو لپاره د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
تر اوسه د دې برید انګېزه څرګنده نهده او نه يې کومې ډلې مسوولیت منلی دی.