د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۹

خبرونه

ټرمپ: د ایران ویشتل شوې اټومي بټۍ د بیا فعالیت لپاره کلونه وخت ته اړتیا لري

د اصفهان اټومي بټۍ
د اصفهان اټومي بټۍ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که ایران د کومې نوې اټومي بټۍ د جوړولو هوډ وکړي، ویجاړه به یې کړي.

ټرمپ پرون شنبه پر خپله ټولنیزه پاڼه ( سوشل تروټ) ولیکل " هغه درې اټومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ شوي" چې امریکا هوایي بریدونه پرې وکړل.

د ټرمپ په خبره، که ایران غواړي دغه اټومي تاسیسات بیرته په فعالیت راولي، نو په خبره یې کلونه وخت نیسي.

په تیره جون میاشت کې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا جنګي الوتکو د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي بټیو بریدونه وکړل.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ( ان.بي.سي) خبري شبکې ویلي، د ایران د دریو اټومي بټیو له ډلې چې امریکا برید پرې کړی، یوه یې بشپړه ویجاړه شوې او دوه نورې به یې تر دوو میاشتو پورې بیرته د یورانیمو پخول پيل کړي.

د سوریې په سویدا کې فرقه یي جګړه دریدلې، نژدې شپږ سوه کسان په کې وژل شوي

سوریه کې بدوي جنګیالي
سوریه کې بدوي جنګیالي

د سوریې په سویدا ښار کې جګړه دریدلې او چارواکي وایي، سیمه له بدوي وسله والو پاکه شوې ده.

رویټرز خبري اژانس پرون شنبه ناوخته د سوریې د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي، بدوي قومي جنګیالي وروسته له هغه په شا شول چې سیمې ته امنیتي ځواکونه ولېږل شو.

په سویډا کې له یوې اونۍ راهیسې د دروزي ټولنې او بدوي یا کوچي قبیلې ترمنځ فرقه یي نښتې پيل شوې وې.

د سوریې د بشري حقونو د څار کمیسیون ویلي، دغو نښتو کې ۵۹۴ تنه وژل شوي او ملګرو ملتونو ویلي، ۲۰۰۰ کورنۍ د همدې تاوتریخوالي له کبله کډه شوي دي.

افغانستان ته د ستنېدونکو بې ساري څپه، طالب چارواکي له کوربه هېوادونو غوښتنې لري

له ایرانه ایستل شوي کډوال
له ایرانه ایستل شوي کډوال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، کوربه هېوادونه باید افغان کډوالو ته د خپلو حسابونو د تصفیې او املاکو د خرڅلاو یا لېږد لپاره وخت ورکړي.

متقي دغه څرګندونې پرون شنبه په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له لوی کمشنر فلیپو ګراندي سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي.

وړاندې تر دې له ایران او پاکستانه ایستل شویو یوشمیر افغانانو ویلي، د کور توکي او جایدادونه ترې پاته دي او د نیولو پر مهال یې پولیس غږ نه اوري.

متقي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوی حکومت تر خپلې وسې د اخراج شویو کډوالو لاسنیوی کوي، خو په خبره یې " دا چې ستونزې ډیرې زیاتې دي، د نړیوالو ادارو مرستو ته اړتیا لېدل کیږي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنر داسې مهال افغانستان ته تللی چې دغه هېواد ته له ایران او پاکستانه د کډوالو څپه ورماته ده او د مرستې رسونې سیستم یې تر فشار لاندې راوستلی دی.

د شپږیزې لیګ دویمه ورځ، له غرمې مخکې بند امیر او مس عینک سیالي کوي

د شپږیزې لیګ نندارچیان
د شپږیزې لیګ نندارچیان

د افغانستان د کریکټ په شپږیزه لیګ کې نن یکشنبه په دویمه ورځ دوه لوبې ترسره کیږي.

لومړۍ لوبه چې د سهار په نهو بجو پیلیږي، د بند امیر ښامارانو او مس عینک اتلانو ترمنځ ده.

له غرمې وروسته دویمه لوبه د بوست ساتونکو او سپین غر پړانګانو ترمنځ ده.

د شپږیزې لیګ لسم پړاو پرون شنبه پيل شو چې په لومړنیو دوو لوبو کې یې مسک عینک سپین غر او امو نهنګانو د بست ساتونکو ته ماته ورکړه.

دا سیالۍ د اګست تر لومړۍ نیټې دوام کوي او هره ورځ په کې دوه-دوه لوبې کیږي.

په ایران کې ۱۵ تنه په ترافیکي پېښه کې مړه شول

په ایران کې د یوه بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو د فارس ولایت د والي مسعود عابد په قول ویلي، دا پېښه په شیراز ښار کې شوې او ۲۷ نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.

په ایران کې د ترافیکي پېښو له امله هر کال نژدې ۱۷۰۰۰ کسان ژوند بایلي. ایران له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د ترافیکي پېښو مرګ ژوبلې پکې تر ټولو زیاتې دي.

په غزې کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي

د غزې د ملکي دفاع ادارې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې سیمې په جنوب کې دوو مرستندویه مرکزونو ته نژدې د اسراییل په بریدونو کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې ویاند محمود بصل فرانس‌پرس ته ویلي، چې له دې ډلې ۲۲ تنه د خان‌یونس په جنوب لویدیځ کې، او څلور نور د رفح په شمال لوېدیځ کې وژل شوي دي.

یوه عیني شاهد ویلي: "خلک د خوړو اخیستلو لپاره راغلي وو، چې د اسراییلي سرتېرو له خوا پرې ډزې وشوې."

د اسرائیل پوځ ویلي چې د دې ادعاوو په اړه پلټنې کوي.

له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د غزې جګړه پیل شوې، هلته بشري وضعیت ډېر کړکېچن شوی، تر دوه میلیونه زیات خلک له سختې لوږې او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخامخ دي، او د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.

د مرستو د وېش پر مهال د خلکو وژل، په تېره بیا په ډزو، اوس په یوه معمول بدل شوی دی.

په ایران کې ۳ تنه د جنسي تېري په تور اعدام شول

د ایران قضايي چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې درې نارینه یې د جنسي تېري په تور د هیواد په شمال کې اعدام کړي دي.

د ایران د قضایيه قوې د خبري اژانس، میزان د راپور له مخې، د ګلستان ولایت د محکمې رئیس، حیدر آسیابي ویلي، دا حکم نن سهار د ګلستان ولایت د مرکز، ګرګان ښار په محبس کې دننه عملي شوی دی.

د ایران د قوانینو له مخې، د قتل او جنسي تېري سزا اعدام ده.

د بخښنې د نړیوال سازمان په شمول د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، ایران له چین وروسته په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې تر ټولو زیات اعدامونه پکې کېږي.

د سوریې په سویدا کې د وژل شویو شمېر تر ۷۰۰ واوښت

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ د شنبې په ورځ، (د جولای ۱۹مه) د دروزي ټولنې په زړه کې د تېرې اوونۍ د مرګ ژوبلو نوې شمېره اعلان کړه.

د دغه لندن مېشتيغیر حکومتي بنسټ په وینا، تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱۸ تنه په سویدا ولایت کې وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ۱۴۶ تنه د دروزي لږکیو وسله وال او ۲۴۵ ملکي کسان شامل دي، چې ۱۶۵ تنه‌ یې د سوریې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له‌خوا «په خپل‌سري» ډول اعدام شوي دي.

دا نښتې د ۲۸۷ دولتي سرتېرو او ۱۸ بدوي جنګیالیو د وژل کېدو سبب شوي هم دي، او درې بدویان بیا د دروزي جنګیالیو له‌خوا «په خپل‌سري» ډول اعدام شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ همداراز وايي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې سوریې ۱۵ دولتي سرتېري وژل شوي دي.

د سوریې د جنوب د نښتو د قربانیانو د شمېر د زیاتوالي له راپور سره هم‌مهاله، د دې هېواد ولسمشر احمد شرع د شنبې په سهار په سویدا ولایت کې د اوربند د اعلان خبر ورکړ.

پاکستان وايي، د افغان کډوالو د لنډمهالې استوګنې کارتونه نور نه تمدیدوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو د لنډمهالې استوګنې کارتونه (PoR) نور تمدید نه کړي. نوموړي خبرداری ورکړی؛ هغه افغانان به، چې له پاکستان څخه ایستل کېږي، په تور لېست کې شامل شي او بیا به پاکستان ته د ننوتو اجازه ونه لري.

محسن نقوي د جمعې په ورځ په اسلام‌‎آباد کې خبریالانو ته وویل، دا پرېکړه د پاکستان د نوې ملي تګلارې یوه برخه ده. هغه ټینګار وکړ چې له غیرقانوني مهاجرت، په ځانګړي ډول له افغان اتباعو سره به هېڅ ډول نرمي و نه شي.

نوموړي زیاته کړه: «هغو افغان اتباعو ته چې په غیرقانوني ډول په پاکستان کې اوسي، د استوګنې د تمدید اجازه نه ورکول کېږي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم څرګنده کړه چې ایران د ۲۰۲۵ کال د جولای په لومړیو لسو ورځو کې تر ۳۰۰ زره ډېر افغان اتباع ایستلي دي.

راپورونه ښيي چې پاکستان هم د روان کال له پیل راهیسې تر ۳۰۰ زره زیات افغان مهاجر ایستلي دي.

اسراییل او سوریې پر اوربند سلا وکړه

په ترکیه کې د امریکا سفیر او د سوریې د چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام باراک اعلان وکړ چې اسرائیل او سوریه پر اوربند موافقه کړې ده.

ښاغلي باراک نن سهار (۲۸ چنګاښ) وختي په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې ولیکل چې د اسرائیل صدراعظم او د سوریې ولسمشر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ملاتړ، پر یوه اوربند سلا شوي، چې د ترکیې، اردن او نورو ګاونډیانو له خوا یې هرکلی شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، له دروزیانو، بدویانو او سنیانو غواړي چې خپلې وسلې کېږدي، له نورو اقلیتونو سره یو ځای د یوې متحدې سوریې د جوړولو لپاره کار وکړي، او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله او هوساینه کې ژوند وکړي.

تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي او نه هم د اسرائیل او سوریې چارواکو رسماً څه ویلي دي.

له بلې خوا رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو پر اساس راپور ورکړی چې د سوریې حکومت داسې انګېرلې وه چې د سوېدا سیمې ته د ځواکونو د لېږلو لپاره یې د امریکا او اسرائیل شنه اشاره ترلاسه کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG