خبرونه
يوشمېر بنسټونو د پاکستاني خبريال مطيعالله جان د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د بشري حقونو یوشمېر موسسو د پاکستاني خبریال مطیعالله جان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
مطیعالله جان د چهارشنبې په ورځ ونیول شو او پر ده د ترهګرۍ اړوند تور لګېدلی دی.
مطیعالله جان د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د مظاهرو راپورونه ورکول.
د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې پرون وویل چې، مطیعالله جان په جعلي تورونو نیول شوی او دا د بیان او رسنیو ازادۍ ته توهین دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم پرون له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې ياد خبريال ازاد کړي.
عراقچي: که ملګري ملتونه پر تهران بيا بنديزونه ولګوي، ايران به اټوم بم جوړ کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، که چېرته ملګري ملتونه بیا پر تهران بندیزونه ولګوي، ایران به خپله اټومي تګلاره بدله کړي او اټوم بم به جوړ کړي.
عباس عراقچي پرون د پرتګال په پلازمېنه لیسبون کې خبریالانو ته وویل، ایران له اوږدې مودې راهیسې د اټومي بم په تخنیک پوهېږي، خو دا کار د ایران د امنیتي ستراتېژۍ برخه نهده.
دا څرګندونې پهداسې وخت کې شوې دي چې، ټاکل شوې ده نن د ایران له استازیو سره د بریتانیا، فرانسې او جرمني استازي په جینوا کې خبرې وکړي.
پهدې غونډه کې به د ایران د اټومي پروګرام په ګډون پر یوشمېر نورو موضوعاتو لکه د منځني ختیځ د شخړو په اړه خبرې وشي.
د نړۍ ۶ هېوادونو د افغان ښځو له حقونو د سرغړونو قضيه نړيوالې جزايي محکمې ته وړاندې کړه
هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ، چیلي، کاستاریکا او مکسیکو د افغانستان د ښځو د حقونو د سرغړونو قضیه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې کړې ده.
د چیلي د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د قوس په ۸مه) اعلان وکړ چې: "د شرایطو خرابېدو او د افغان ښځو او نجونو بحراني وضعیت ته په کتو، د دې هېواد قضیه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې شوې ده."
د دې غوښتنې لاسلیک کوونکو له نړیوالې جزایي محکمې څخه غوښتي چې د افغانستان وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت، چې د حقونو له دوامدار او سیستماتیک نقض سره مخامخ دي، په پام کې ونیسي.
دغه شپږ هېوادونه د نړیوالې جزایي محکمې له څارنوال څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر دوامدار او سیستماتیک نقض تمرکز وکړي.
دوی د نړیوالې جزایي محکمې له څارنوال څخه غوښتنه کړې چې، په خپلو پلټنو کې هغه جرمونه هم شامل کړي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په ۲۰۲۱ کال کې، د ښځو او نجونو په وړاندې شوي دي.
سوريه کې د ايران د سپاهپاسداران يو جګپوړی قوماندان وژل شوی
د ایران د سپاهپاسداران وايي، په سوریه کې یې یو مهم پوځي سلاکار وژل شوی دی.
دغه ځواک پرون (پنجشنبې) وویل چې کیومرث پورهاشمي، چې حاجي هاشم مشهور و، د چهارشنبې په ورځ د "تکفیري ترهګرو" له لوري ووژل شو.
له تکفیري ترهګرو څخه د سپاهپاسداران منظور تحریرالشام ډله ده.
د سپاهپاسداران د عامه اړیکو څانګې په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي، پورهاشمي د "د بي بي زینب د زیارت" له مدافعانو څخه و او پوځي رتبه يې برید جنرالي وه.
راپورونه وايي چې، دا جګپوړی ایرانی قوماندان په حلب کې د بشار اسد د مخالفې ډلې، تحریرالشام، له لوري وژل شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د پوځ او تحریرالشام د سرچینو په حواله ویلي، دې ډلې د چهارشنبې په ورځ د سوریې په شمال کې د پوځ پر ضد پراخ عملیات پیل کړل او دا له څو کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې دوی د څو سیمو په نیولو بریالي شوي.
امریکا په ۲۰۱۸ کال کې دا ډله د تروریستي سازمان په توګه اعلان کړه او د نړۍ ډېری نور هېوادونه هم تحریرالشام ترهګره ډله ګڼي.
انګيلا مرکل راتلونکې اوونۍ د جرمني پارلمان ته د افغانستان په اړه پوښتنو ته ځوابونه ورکوي
ټاکل شوې ده چې د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا مرکل راتلونکې اوونۍ د خپل هېواد د پارلمان یوه کمېسیون ته حاضره شي او د افغانستان په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
د جرمني رسنیو پرون (پنجشنبې) راپور ورکړ چې اغلې مرکل او د هغې د صدراعظمۍ د مهال د کابینې دوه وزیران به د دسمبر په پنځمه د افغانستان د ماموریت او د تخلیې د عملیاتو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
مېرمن مرکل ۱۶ کاله د جرمني صدراعظمه وه، چې په ۲۰۲۱ کې له سیاسته ګوښه شوه.
په پام کې ده چې د پارلمان غړي لهدې څخه پهدې اړه سپیناوی وغواړي چې، ولې د دې تر مشرۍ لاندې حکومت د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له لوري په چټکه د واک له نیول کېدو بېخبره و او ولې د جرمني د اتباعو او د هغو د افغان همکارانو د تخلیې عملیات له ګډوډۍ سره مخامخ شول.
طالبان: تر ارزونې وروسته د کابل شيرپور کې تر ۱۵۵جريبه ډېره ځمکه دولتي ګڼل شوې
د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند وایي، د کابل ښار په شیرپور سیمه کې تر ۱۵۵ جریبه ډېره ځمکه دولتي ګڼل شوې ده.
حافظ برکتالله رسولي د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ په ۸مه) په یوه غږیز پیغام کې چې په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې یې خپور کړی، پهدې اړه وویل: "د شیرپور ځمکه د تخنیکي پلاوي او د کابل ښاروالۍ لهخوا ارزول شوې وه. د دې ارزونې پر مهال هیڅ داسې سند نهدی وړاندې شوی چې ثابته کړي دغه ځمکه شخصي ملکیت دی."
نوموړي زیاته کړه چې، د تخنیکي پلاوي د ارزونو او د کابل ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، یاده ځمکه پلاني ګڼل شوې او پهکې ودانۍ په خپلسر او د پلان خلاف جوړې شوې دي.
په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د پخواني حکومت ځینې چارواکي، د پخوانۍ ولسي او مشرانو جرګو غړیو او سیاسي او جهادي شخصیتونو په شیرپور سیمه کې لوکس کورونه جوړ کړي دي.
د اسيا کرکټ کپ؛ نن د افغانستان نولسکلنو ځوانانو لوبډله له بنګلهدېش سره سيالي کوي
د اسیا د کرکټ تر نولسکلونو د کشرو لوبډلو یوولسم پړاو سیالۍ نن (جمعه) د افغانستان او بنګلهدېش په سیالۍ پیلیږي.
همداراز په پام کې ده چې سبا دوهمه سیالي د نیپال او سریلانکا د نولسکلونو لوبډلو ترمنځ وشي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي د افغانستان او بنګلهدېش تر نولسکلونو د کشرو لوبډلو سیالي به د کابل په وخت د سهار نهه نیمې بجې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شي.
د افغانستان لوبډله په بي ګروپ کې له بنګلهدېش، نیپال او سریلانکا سره یوځای ده.
د دې سیالیو په اې ګروپ کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو، هند او جاپان لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي.
دا سیالۍ د روان قوس/ لیندۍ په ۱۸مه پای ته رسیږي.
د افغانستان د نولسکلونو لوبډلې د اسیايي جام تر پیلېدو مخکې پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډون د درې هېوادیزو سیالیو اتلولي وګټله.
نن د افغانستان په ۲۴ولايتونو کې د باران او تېزو بادونو وړاندوينه شوې
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن (د لېندۍ ۹مه نېټه) د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د باران، واورې، تالندې برېښنا، بادونو او سېلونو اټکل کړی دی.
د دې ریاست له خبرپاڼې سره سم، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، هرات، فراه، بادغیس، بلخ، سمنګان، بغلان، بامیان، زابل، غزني، میدان وردګ، پروان، کابل، لوګر، دایکنډي، روزګان، هلمند، کندهار، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د ورښت وړاندوینه پهکې شوې ده.
په خبرپاڼه کې د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۵ میلي مترو او د واورې اندازه بیا له ۱۰ تر ۲۵سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
د هواپېژندنې ادارې همداراز د سالنګونو په ګډون په جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو وړاندوینه کړې او ویلي یې دي چې، په ساعت کې به د باد سرعت له ۵۰ تر ۷۰ کیلومټرو پورې وي.
د اسټراليا سنا مجلس له ټولنيزو رسنيو د ماشومانو د منع قانون تصويب کړ
د استرالیا د سنا مجلس نن (نوامبر ۲۸مه) هغه مسوده تصویب کړه، چې پر بنسټ يې له ۱۶ کلونو کمعمره ماشومان نهشي کولی ټولنیزې رسنۍ وکاروي.
دا به په نړۍ کې لومړنی قانون وي، چې ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منعه کوي.
د دې قانون پر بنسټ، له ۱۶ کلونو کمعمره ماشومان نهشي کولی پر فېسبوک، ټکټاک، سنپچټ، انسټاګرام او نورو ټولنیزو رسنیو اکونټونه جوړ کړي، خو که چېرته دا ټولنیزې رسنۍ ماشومانو ته د اکونټونو د جوړولو اجازه ورکړي، د اسټرالیا حکومت ورته د څه باندې ۳۰ میلیونو امریکايي ډالره جریمه ټاکلې ده.
د قانون دا مسوده د سنا مجلس د ۳۴ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره په غوڅ اکثریت تصویب کړ.
که څه هم دا قانون د اسټرالیا په سنا کې له مخالفت سره مخامخ شوی، خو مخالف لوري ته دا وخت ورکول کېږي، چې خپل وړاندیزونه په قانون کې ځای پر ځای کړي، خو دا یو تشریفاتي عمل دی او حکومت يې د پلي کولو ژمنه کړې ده.
بريتانيا کې څېړونکو په لومړي ځل د سږو او تنفسي ناروغيو يوه نوې درملنه موندلې
څېړونکې وايي، د لومړی ځل لپاره يې په ۵۰ کلونو کې د سږو او تنفسي ناروغیو درملنه موندلی ده.
د بريتانیا د کنیګز کالج د څېړونکو ډلې ویلي، دا درمل به د سږو د ناروغیو په درملنه کې یو لوی انقلاب رامنځته کړي.
پهدې درملنه کې د ستنې په مرسته د بدن بېلابېلې برخې لمدیږي، څو د بدن دفاعي او د معافیت سیستمونه ته غبرګون وښيي.
دا غبرګونونه د دې سبب کېږي چې د سالنډۍ او د سږو اړوند نورو تنفسي ناروغیو پر وړاندې سږي خلاص او تنفس ته لار هواره کړي.
تنفسي ناروغۍ د سږو د التهاب په پایله کې رامنځته کېږي.
هغه دوا چې د تنفسي ناروغیو د درملنې لپاره تزریق کېږي، د Benralizumab بن را لیزو ماب په نوم یادېږي چې د بدن معافیت لوړوي او هغه التهاب چې په سږو او تنفسي لارو کې خنډونه جوړوي راکموي.