د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۸

خبرونه

چین او روسیې ګډ سمندري پوځي تمرینات ترسره کړي

د روسیې د ارام سمندر بحري ځواکونه وايي، له چین سره يې د "۲۰۲۵کال د سمندري تعامل" په نوم ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي.

د روسیې چارواکو په خبره، په دغو تمریناتو کې په لسګونو بیړیو، اوبټلو، جنګي بیړو، د اوبو لاندې ژغورونکو اوبټلو او د دواړو هېوادو د اوبو لاندې ډیزلي او برقي کښتو برخه درلوده.

له دې وړاندې دواړو هېوادونو د اګست په لومړی نیټه د روسیې په ولادیوستوک ښار کې ورته پوځي بحري تمرینات ترسره کړې وو.

دغو هېوادونو د اګست له دریمې تر پرونه د جاپان په سمندرګي کې رسما بحري پوځي تمرینات وکړل.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، دا چین او روسیې ګډ پوځي تمرینات د دواړو هېوادونو د ژورو اړیکو او همکاریو نښه ده.

له ۲۰۰۳کال راهیسې مسکو او بیجنګ ۱۱۳ځله ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي چې سم نیمايي یوازې په تیرو شپږو کلونو کې ترسره شوي دي.

اف ای او؛ د افغانستان په کلیو کې وچکالي د کورنیو د ژوندي پاتې کیدو پر وړاندې جدي ګواښ دی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (اف‌ای‌او) وايي، د افغانستان په ډیرو شمیرو کلیو کې وچکالي د کورنیو د ژوندي پاتې کیدو پر وړاندې جدي ګواښ دی.

دغې ادارې په خپل تازه راپور کې زیاته کړې، "سږکال په لیرو پرتو سیمو کې د وچکالۍ یا بې وخته بارانونو له کبله د خلکو کرنیز محصولات له منځه تللي، څړځایونه کم شوي، د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې چې ورسره د افغانستان مالداره او پر کرنې متکي کورنۍ په جدي توګه زیانمنې شوي دي".

د ملګرو ملتونو دغې ادارې روان وضعیت ته په غبرګون کې له نړیوالو د ۳۴میلیونو ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

اسراییلو یو میکانیزم تصویب کړی چې له مخې يې سوداګر خپل مالونه غزې ته انتقالوی شي

د اسراییلو د مرستو د همغږۍ پوځي اداره وايي، " غزې ته د سیمه ییزو سوداګرو د مالونو انتقال ته په تدریجي ډول اجازه ورکوي".

دغې ادارې نن سه شنبې ویلي، غزې ته د لا ډیرو بشري مرستو د انتقال په موخه د اسراییلو کابینې یو میکانیزم تصویب کړی چې اجازه ورکوي د سوداګرو مالونه هم غزې ته ورسیږي.

د دغې ادارې په ټکو، په تصویب شویو مالونو کې خواړه، میوه، سبزي، د ماشومانو لپاره ځانګړي خواړه او روغتیايي لوازم شامل دي.

د ملګرو ملتونو او فلسطیني چارواکو په خبره، د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په موخه هره ورځ څه باندې ۶۰۰ لارو بشري مرستو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال ادارې ویلي، د غزې نژدې دوه میلیونه اوسیدنکی له قحطی سره مخ دي.

په وروستیو څو میاشتو کې په غزه کې د لوږې له کبله په سلهاوو کسان مړه شوي دي.

پر اوکرایین د روسیې په تازه بریدونو کې لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده

د اوکرایین په خارکیف ښار کې د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې په تازه بریدونو کې یو کس وژل شوی او لس تنه نور ټپیان دي.

دا بریدونه نن سهار سه شنبې شوي چې د خارکیف د مهمې سیمې لوزوا ترانسپورټي سیستم يې مختل کړی دی.

د لوزوا د ښاروال سرهي زلنسکي په خبره، روسیې په دې بریدونو کې د انرژۍ د تاسیساتو سربیره شخصي ودانۍ او کورونه هم په نښه کړي دي.

بل پلو، د اوکرایین هوايي مدافع ځواکونو د ۲۹ بې پیلوټه الوتکو د نسکوریدو خبره کړې ده.

په عین حال کې د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې چې تیره شپه يې د اوکرایین ۲۴بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

د ایران سپاه سپادارانو له طالبانو د بریټانیا سره د افغان همکارانو د افشا شویو معلومات لیست غوښتی

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د طالبانو له حکومته د هغوو افغانانو د افشا شویو معلوماتو لیست غوښتي چې له بریټانوي ځواکونو سره يې په افغانستان کې کار کړی وو.

د ډیلي تلګراف د راپور له مخې، سپاه پاسداران غواړي د دې معلومات له لارې د استخباراتي ادارو جاسوسان (MI6) په نښه کړي.

د راپورونو له مخې، د ایران حکومت هیله مند دی څو د دغو ۲۵زره افغانانو د معلوماتو په څیړلو سره پر لویدیز فشارونه زیات کړي.

تهران هڅه کوي، له لویدیز سره د اټومي پروګرام د خبرواترو له پیل مخکې د فشار یوې وسیلې ته لاسرسی ومومي.

د افغانانو په ګډون د بریټانوي سرتیرو افشا شوي معلومات د "مرګ په لیست" مشهور دي.

په دې لیست کې له بریټانوي ځواکونو سره د افغان همکارانو د معلوماتو سربیره د بریټانوي سرتیرو او چارواکو معلومات هم شامل دي.

د معلوماتو دغه لیست په ۲۰۲۲کال کې په تیروتنې سره افشا شوی چې په وروستیو کې په بریټانیا کې غوغا رامنځته کړې ده.

ایراني چارواکو د خلق مجاهد ګوند درې غړي د عامه نظم د ګډوډولو په تور نیولي دي

ایراني چارواکي وايي، د اپوزیسیون درې غړي يې د عامه نظم د ګډوډولو د هڅو په تور نیولي دي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کسان د ایران د خلق مجاهد "یاغي" حزب سره اړیکې لري چې د سپاه پاسدارانو له خوا د تهران په جنوب شرق کې نیول شوي دي.

د ایران حکومت پر دغې یاغي حزب بندیز لګولی دی.

فرانسپرس خبري اژانس لیکي، له نیول شویو کسانو څیړنې پیل شوي.

د ایران خلق مجاهد حزب په ۱۹۶۰کال کې د وخت له پاچا سره د مخالف په موخه د لویدیز په ملاتړ تاسیس شو.

دغه حزب په ۱۹۷۹کال کې د عراق له ولسمشر صدام حسین څخه په ملاتړ تورنه او پر فغالیتونو يې بندیز ولګول شو.

د پاکستان حکومت یو ځل بیا د افغان کډوالو د اخراج لړۍ پیل کړه

د پاکستان حکومت یو ځل بیا د افغان کډوالو د اخراج لړۍ پیل کړه.

دا کډوال وروسته له هغې په جبري توګه بیرته افغانستان ته ستنیږي چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د پې او ار کارت لرونکو کډوالو د پاتي کیدو موده تمدید نه کړه.

په پاکستان کې څه باندې ۱،۴میلیونه د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال ژوند کوي چې د کارتونو موده يې د جون په میاشت کې پای ته رسیدلی وه.

د پاکستان حکومت د دغو کډوالو د اخراج لړۍ د پیل پریکړه پرون دوشنبې اعلان کړه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري دا پریکړه غندلې او له پاکستانه يې غوښتي چې پر دې پریکړې له سره غور وکړي.
د افغانستان بل ګونډي ایران هم په دې وروستیو څو میاشتو کې څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته په جبري توګه اخراج کړل.

نن د افغانستان په نهو ولایتونو کې د سیلونو د بهیدلو امکانات شته

افغانستان- سیل
افغانستان- سیل

د افغانستان په نهو ولایتونو کې نن د سختو بارانونو اټکل شوی دی چې تالنده او بریښنا به ورسره وي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوې خبرتیا کې ویلي دي چې په کونړ، ننګرهار، نورستان، لغمان، کاپیسا، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د دې بارانونو له امله د سیلونو د بهیدلو امکانات شته.

په هرات کې د خطاطۍ څلور ورځنۍ نندارتون پرانیستل شوی

هرات
هرات

په هرات کې د خطاطانو د ټولنې په همکارۍ د کوفي خط لومړی نندارتون د دوشنبې په ورځ پرانیستل شو.

په دې نندارتون کې د کوفي خط پنځه څلویښت ډوله هنري اثار راغونډ شوي، چې په ځانګړې ډول د لومړۍ هجري پيړۍ د هنر استازیتوب کوي.

دا نندارتون به د پنجشنبې ورځې تر اخره د هرات ښار په علامه صلاح الدین سلجوقي تالار کې پرانیستی وي.

د عینک مسو له کان څخه ۱۴۳۰ لرغوني اثار ولیږدیدل

د عینک د مسو کان او هلته لرغوني اثار
د عینک د مسو کان او هلته لرغوني اثار

د عینک مسو د کان له سیمې ترلاسه شوي یو زر څلور سوه دیرش لرغونې اثار به تر ارزونې وروسته ملي موزیم ته وسپارل شي.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې دا اثار به د لرغون پیژندونکو له لورې پاک شي، ترمیم به شي او تر ثبت او تسجیل وروسته به ملي موزیم ته انتقال شي. دغه وزارت زیاتوي چې په دې اثارو کې له خټو، ډبرو، فلزاتو، شیشې، هډوکو او لرګیو جوړ شوي توکي دي چې د کوشاني او ساساني دورو مسي سیکې، کتیبې، جامونه، پیالې ، څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، د هډوکو مرۍ، او یوشمیر نور وسایل شامل دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې راغلې دي چې دا اثار تر پنځه زره کلونو ډیر لرغونې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG