خبرونه
د اوکراین هوایي ځواک د روسیې د ۷۱ پیلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړ
د اوکراین هوایي ځواک نن یکشنبې وویل چې هوایي دفاعي سیستمونو یې تېره شپه د روسیې له ۸۰ بې پیلوټه الوتکو څخه ۷۱ ویشتلي دي.
د اوکراین هوایي ځواک دا هم ویلي چې روسیې د اوکراین له لوهانسک سیمې څخه دوه توغندي ویشتلي دي.
خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې توغندي چېرته لګېدلي او آیا د سر او مال تاوانونه یې اړولي او که نه.
په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د هوایي دفاع ځواکونو یې تېره شپه د اوکراین ۱۵ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.
د ایران په یوه کان کې چاودنې لږترلږه ۳۰ کسان وژلي
د ایران د خراسان جنوبي ولایت په طبس ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، په دې چاودنه کې چې د میتان ګازو د لیک له امله شوې، لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
چاودنه د شنبې په شپه شوې ده.
په پیل کې، ایراني رسنیو د يوه تن د مړينې او په تونل کې د کارګرانو د راګير پاتې کېدو راپورونه ورکړي وو.
اسراییلي ځواکونو په رامالله کې د الجزیرې شبکې پر دفتر یرغل وروړ او د هغه د تړلو امر یې وکړ
د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړ چې اسراییلي ځواکونو نن سهار د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په رامالله کې د دې شبکې پر دفتر چاپه اچولې او کارکوونکو ته یې ویلي چې خپل دفتر بند کړي.
اسوشېټېډپرېس اژانس راپور ورکړی چې الجزیرې پر خپل دفتر د اسراییلي پوځیانو د حملو ژوندي تصویرونه خپاره کړل.
د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونه، چې په وسلو سمبال وو او ماسکونه یې پرمخ وو، د تلوېزیون د ژوندۍ خپرونې په ترڅ کې دفتر ته ورننوتل او امر یې وکړ چې دا دفتر دې د اوس لپاره تر ۴۵ ورځو پورې بند وي.
اسراییلي ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د چک جمهوریت په پارلماني ټاکنو اپوزیسیون مخکښ بلل شوی
په چک جمهوریت کې د پارلماني ټاکنو د خپرو شویو لومړنیو پایلو له مخې، د واکمن ګوند اپوزیسیون یا "اېایناو" ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.
د چک جمهوریت د احصايي ادارې پرون ویلي، د اپوزیسیون اصلي ګوند په تېرو دوو ورځو کې له ۱۳ سیمو څخه په لسو سیمو کې سیالۍ وکړې او دا رایې يې ترلاسه کړې دي.
د راپورونو پر بنسټ، د ټاکنو پایلې د اپوزیسیون ګوند څخه د چک د خلکو ملاتړ ښکاره کوي.
هاریس د اکټوبر په ۲۳مه په تلوېزیوني مناظره کې د ګډون وړاندیز ومانه
د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ډیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هاریس د سيایناین CNN تلوېزیونې شبکې هغه وړاندیز ومانه چې د اکټوبر په ۲۳مه به په یوې مناظره کې ګډون کوي.
د هاریس ټاکنیز کمپاین د شنبې په ورځ ویلي وو، د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ هم باید په دې مناظره کې ګډون وکړي.
له دې وړاندې د سيایناین په ورته مناظره کې د روان کال په جون میاشت کې ډونالد ټرمپ ګډون کړی و چې یوه بریالۍ مناظره يې بللې وه.
ټرمپ د هغې مناظرې د تنظیموونکو او د سيایناین د مدیرانو ساتینه هم کړې وه.
د جون په ۲۷مه ټرمپ له بایډن سره په یوې مناظره کې ګډون کړې و چې بایډن په کې په ښه توګه له خپل دریځ څخه دفاع ونه کړای شوه او په پایله کې کاملا هاریس د هغې پر ځای د راتلونکو ټاکنو لپاره کاندیده شوه.
په لاهور کې د عمران خان د خوشې کېدو په پار رابلل شوې ناسته پای ته ورسېده
په لاهور کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یا پيټيآی هغه ناسته پای ته ورسېده چې د پخواني صدراعظم عمران د خوشې کېدو په پار د هغه د پلویانو لهخوا رابلل شوې وه.
د دې ګوند مشر ګوهرعلي خان پرون شنبې د سپټمبر۲۱مه ویلي، د پنجاب له حکومت سره د ټاکلو شرایطو له مخې يې ناسته پای ته رسولې ده.
د پېښور په ګډون د پاکستان له ډېرو ښارونو د پيټيآی د زرګونو پلویانو کاروانونه له تېرې ورځې راهیسې لاهور ته روان وو.
په اسلامآباد کې د مشال راډیو خبریال وايي، د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور چې د نیولو امر يې شوی دی، ونه توانېده چې دې ناستې ته ورسېږي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، که څه هم دې ناستې ته ډېر خلک ورغلي وو، خو د دې هېواد د اطلاعاتو او نشراتو وزیر ویلي چې پيټيآی د خپلو پلویانو په راټولو کې پاتې راغلی دی.
د زنداني عمران خان پلویانو له دې وړاندې هم د هغه د خوشې کېدو په پار وړاندې ناستې او لاریونونه ترسره کړي دي.
د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالبانو د وژلو او یوه ټپي کولو ادعا کړې
د طالبانو یوې مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا وکړه چې تېر ماسپښین یې په کابل کې دوه طالبان په یوه برید کې وژلي او بل تن ټپي کړی دی.
دغې جبهې تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دوی وسلهوالو د کابل سرای شمالي ته نږدې د طالبانو پر موټر دا حمله وکړه.
طالبانو د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې او ازادي راډیو په بې پرې ډول دا ادعا نه شي تاییدولی.
ملګرو ملتونو تېره سې شنبه د خپل راپور په یوه برخه کې ویلي، که څه هم د طالبانو د حکومت پر وړاندې جنګېدونکې ډلې "د ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې" تراوسه د افغانستان د کومې سیمې کنټرول نه دی ترلاسه کړی، خو په ټکو یې دواړو وسلهوالو ډلو د مې له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې نېټې پورې پر طالبانو لږ ترلږه ۷۳ بریدونه کړي دي.
له ایرانه د افغان خبریالانو، پخوانیو پوځیانو او مدافعانو د اخراج د مخنیوي غوښتنه شوې
په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون چې په ایران کې دېره دی، ځینو غړو، له ایرانه د خبریالانو، پخوانیو پوځیانو او د بشري حقونو د مدافعانو د اخراج د مخنیوي غوښتنه وکړه.
په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون غړو چې ځینې شعارونه یې هم له ځانونو سره لېږدول پرون په یوه غونډه کې له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په ایران کې د افغان خبریالانو وضعیت ته پام وکړي او په درېیمو هېوادونو کې د دوی د منلو بهیر ته پام واړوي.
د دغه فدراسیون استازي امین پویا ویلي چې په ایران کې هره ورځ د ژوند فضا تنګېږي او څوک د عدالت غوښتنې غږ نه اوري.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د وږي یا سنبلې پر ۲۶مه ویلي وو، دغه هېواد ته ورغلي غیرقانوني افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.
له ایرانه هره اوونۍ په لسګونو کسان یا په جبري ډول یا په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي چې ویل کېږي په هغوی کې پخواني پوځیان هم وي او دغو کسانو ویلي چې افغانستان کې یې ژوند لا په خطر کې کېږي.
په ترکیه کې شاوخوا ۶۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي
ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې په استانبول کې شاوخوا ۶۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي او افغانستان ته د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د بيبيسي د راپور له مخې ځینو پناه غوښتونکو د خپلو ویډیوګانو په لېږلو سره ورته ویلي چې دوې ورځې مخکې په افغان پناه غوښتونکو کې یوه ناسمه اوازه خپره شوې وه چې دغه اداره بې اسناده پناه غوښتونکو ته د استوګنې اسناد ورکوي، خو کله چې دغه افغان پناه غوښتونکي په ډلهییز ډول دغې ادارې ته ورغلل، پولیسو ونیول.
د ترکیې حکومت د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې او دا هم څرګنده نه ده چې دغه افغان پناه غوښتونکي به دقیقاً کله افغانستان ته اخراجېږي.
ترکیې په وروستیو کې د بې اسناده پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
له پاکستانه هم د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې روانه ده او له ایرانه هم د دغو کډوالو ایستل زیات شوي دي.
طالبان: د کانونو له استخراج څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه شوي
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې يې د کانونو له استخراج څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د دې وزارت وزارت چارواکو دا خبره پرون شنبې د سپټمبر۲۱مه ملت ته د حساب ورکونې په ناسته کې کړي.
په ناسته کې د دې وزارت ویاند همایون افغان ویلي، په تېر یوه کال کې ۸۰ د واړه مقیاس او ۱۳ د لوی مقیاس کانونو د استخراج قراردادونه لاسلیک شوي دي.
د هغه په خبره، په تېر یوه کال کې يې ۵۲ شرکتونو ته چې د بېلابېلو کانونو له هغې ډلې کرومایت، تالک، ګچ او مرمر د پروسس په برخه کې کار کوي، جوازونه هم ورکړي دي.
د دې وزارت په خبره، د کانونو له استخراج څخه ترلاسه شوې پیسې به د قوش تېپې او ورته نورو پراختیايي او بیارغونې په پروژو ولګول شي.
د طالبانو حکومت د ډېرو دغو کانونو قراردادونه له چینايي شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
د دغو قراردادونو پر شفافیت تل نیوکې وې.