په افغانستان کې د ازادي راډیو خبریاله
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټولو روغتونونو کې یې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د درملنې تدابیر نیولي دي.
د افغانستان دولت د طالبانو دا څرګندونې ردوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال یې د سولې مخالفین دي.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د مرغومې ۳۰» د وزیرانو شورا له ناستې مخکې رسنیو ته خبرې کولې وویل، د سولې په بهیر کې باید د ټول ولس غږ او خبرې واورېدل شي او یو هر اړخیزه مذاکراتي ټیم جوړ شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د عملیاتي پلان جوړولو په هدف د معلوماتو سپارلو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي ضد او نقیضې څرګندونې کوي.
د افغانستان په جنوبي ولایت زابل کې د برښنا شرکت د پنځو کارکوونکو وژل کېدو د حکومتي چارواکو، خلکو او بهرنیو ډیپلوماتیکو استازوليو منفي غبرګونونه راپارولي دي.
دا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د افغان سولې په اړه خبرې اترې روانې دي او طالبانو د اوربند په ځای د تاوتریخوالي د کمولو خبرې کوي، د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا هم پر اوربند ټینګار کوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه بشپړه شوې او لاسلیک ته پاتې ده.
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډیره د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني په اړه لیکنې او تبصرې کړي.
افغان حکومت وایي، هیله ښيي چې د سیمې وضعیت د افغانستان امنیت او د دغه هېواد د سولې پروسه متاثره نه کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لنزر په قطر کې د امریکا او طالبانو مذاکراتو ته په اشارې ویلي، له طالبانو سره سوله له افغانستانه بهر د خبرو له لارې نه شي ټینګېدای.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، اوربند ان که لنډمهاله هم وي، د طالبانو ډلې، افغان حکومت او امریکا تر منځ د بې باورۍ فضا له منځه وړي.
پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وایي، د شکایتونو کمېسیون دې ثبت شویو شکایتونو ته د څېړلو لپاره د اړتیا وړ لازم وخت مشخص کړي.
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي، چې د سولې خبرو لپاره اړینه ده چې طالبان اوربند ته غاړه کېږدي.
محمد کبیر چې په کبیر بابا مشهور دی، ۴۰ کاله وړاندې د حفیظ الله امین د حکومت پر مهال د تاج بیک ماڼۍ بڼوال و. کبیر بابا پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل پرمهال ۷۰ کلن و.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، سبا ( یکیشنبه) به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرې چې له زلمي خلیلزاد سره یې کتلي، وايي چې د امریکا ځانګړي استازي هغوی ته د طالبانو او امریکا ترمنځ د اوربند خبره کړې ده.
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه او حقوق پوهان په انتخاباتي مسایلو کې د ملي یووالي حکومت د رهبرانو له لوري له دولتي امکاناتو استفاده د قانون خلاف بولي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې تر موافقې وروسته، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د یکشنبې په ورځ به په پاتې اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش پیل کړي.
دغه شورا وايي که حکومت او طالبان سوله وکړي، د افغانستان دولت په دې اړه چې د طالبانو سیمهییز جنګیالي به د احتمالي توافقنامې پر اساس له جګړې لاس واخلی که نه، اندېښمن دی.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مسئولان وايي، د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ په خبرو کې تر دې دمه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند هوکړه نه ده شوې.
نور راوښيه