ازادي راډیو د افغانستان او سیمې په اړه د خبرونو، راپورونو او معلوماتو معتبره او باوري سرچینه ده. د باتجربه، مسلکي او هڅاندو ژورنالیستانو یوه ډله د ازادي راډیو او ددې راډیو د انلاین پلاټفورمونو لپاره مطالب چمتو کوي.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خبرو پر مهال ومنله چې د اوکراین د انرژۍ سکتور او بنسټیزو تأسیساتو پر ضد بریدونه د ۳۰ ورځو لپاره ودروي، چې دا د بشپړ اوربند ته د رسېدو لپاره یو ګام ګڼل کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق ویلي، د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته افغان ښځې په سیستماتیک ډول له عامه ژونده ایستل شوې دي.
ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ښځو د نړیوالې ورځې د بدلونونو لنډ تاریخ خپور کړی، چې پکې د تېرې پیړۍ مهمې شیبې او لاسته راوړنې راخېستل شوي دي.
عبدالله، چې په پاکستان کې د «اې سي سي» کارت لرونکی افغان کډوال دی، وایي له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي او د موبایلونو د ترمیم له لارې د خپلې اوه کسیزې کورنۍ نفقه برابروي.
پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او له دغه هېواده د شړلو بهیر په چټکېدو سره، "د پناه غوښتونکو لپاره د ګډ اقدام کمېټې" په نوم د افغان کډوالو د حقونو يوې ملاتړې ډلې ویلي، د پاکستان پولیسو لږ تر لږه ۱۹۰ افغانان د دې هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې نیولي دي.
په ننګرهار کې بېسرپرستې او بېوسه مېرمنې وايي، غربت او اقتصادي ستونزو دومره سرګردانه کړي، چې نه له خپلو حقوقو خبرې دي او نه هم د ښځو له نړیوالې ورځې.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) او همکارې ادارې یې، د روغتیا نړیوال کلسټر، چې د څو نړیوالو سازمانونو جوړه شبکه ده، وايي چې د امریکا د بهرنیو مرستو بندیدو په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ۱۶۷ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډولي یا هم تړلي دي.
د سوریې د جګړې د څار سازمان نن د جمعې په ورځ خبر ورکړی چې د نوې حکومت د امنیتي ځواکونو او د پخواني رژیم د وفادارو وسلوالو ترمنځ نښتو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي. دا نښتې د سوریې په ساحلي سیمو کې شوې، هغه سیمې چې د مرکزي حکومت له کنټرول څخه بهر وې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ناوخته (د مارچ ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې تأیید کړې چې د سهشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوي دي.
کارپوهان وايي، د پاکستان لهخوا د اسلامي دولت–خراسان (داعش–خ) د یوه شکمن غړي نیول او بیا د هغه متحده ایالاتو ته سپارل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ ضد همکارۍ د بیا پیلېدو نښه ده.
د سویلي کوریا استخباراتو د فیبرورۍ په ۲۷مه وویل چې شمالي کوریا روسیې ته نور سرتېري استولي او یو شمېر یې بېرته د اوکراین پولې ته نږدې، د کورسک سیمې د جګړې لومړۍ کرښې کې ځای پر ځای شوي.
متحده ایالاتو او اوکراین د یوې مسودې پر شرایطو موافقه کړې چې له مخې به یې واشنګټن د کیف د ملاتړ په بدل کې د اوکراین معدني سرچینو ته لاسرسی ومومي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د چارشنبې په ورځ (د فیبرورۍ په ۲۶مه) د انګلیستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي. دا لوبه، چې د پاکستان په لاهور کې کېږي، دواړو لوبډلو لپاره ډیره مهمه ګڼل کیږي، ځکه بایلونکې لوبډله به له چمپینز ټرافي سیالیو خدای پاماني کوي.
وروستیو پرلپسې سختو ورښتونو او له کبله یې راوتلو سیلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه په فراه، هلمند، کندهار، بادغیس او شاوخوا سیمو کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د ډېرېدو راپورونه ورکول کېږي، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د طالبانو د لاس وهنې له امله د بشري مرستو ۵۶ پروژې په تېره جنورۍ میاشت کې ځنډېدلې دي.
متحده ایالاتو ته د افغانانو د انتقال او بیا مېشتېدنې د پروګرام د بندېدو په اړه خپرو شویو راپورونو، د دغه پروګرام په شرایطو د برابرو کسانو ترمنځ اندېښنې راپارولې دي.
د ویانا بهیر د پنځمې ناستې یو شمېر ګډونوال وايي، چې په ناسته کې له هرې شونې لارې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې او د یوې ملي اجماع د جوړولو پر سر سلا شوې ده.
کابل کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې ده چې ددې ډلې د مشر د پرېکړو، په تېره بیا د نجونو د زدهکړو د مخنیوي په اړه د دریځ له امله د طالبانو د کابینې ډېری وزیران خوابدي دي او ځینو یې استعفاوې کړي چې نه دي منل شوي. خو د طالبانو یوې بلې سرچینې بیا ازادي راډیو ته دا رد کړې ده.
نور راوښيه