احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.
د بندیانو تبادله د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې یوه مهمه برخه وه، خو دا مسئله وروسته له هغه لانجمنه شوه چې افغان حکومت وویل دا ۴۰۰ بندیان خطرناک مجرمان دي.
د دې جرګې لومړي مرستیال له ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه اوازې هم رد کړې چې ګنې د جرګې په ۱۰۰ کې ۶۰-۷۰ غړي په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي.
د اروپا عالي محکمې هنګري، په یو سرحدي سیمه کې چې زندان ته ورته وه، د افغان او ایراني کډوالو په ساتلو سره د اروپايي ټولنې له قوانینو په سرغړونه تورن کړی.
د روانې اوونۍ له دریو خونړیو بریدونو وروسته دا دوهم ځل دی چې افغان ولسمشر طالبانو ته د جګړې د تودولو خبرداری ورکوي خو ښاغلي غني پرون افغان کومانډو ځواک ته د وینا پرمهال د سولې لپاره د حکومت پر ژمنه هم ټینګار وکړ.
نړیوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.
یوې هندۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش- خراسان ډلې له مشر سره یوځای د یوه نیول شوي کشمیري تروریست ورانکارو فعالیتونو ته کتنه کړې ده.
په افغانستان کې د روان سیاسي کړکېچ د حل لپاره د اروپايي ټولنې له غوښتنې وروسته د ثبات او همپالنې ډله وايي چې د دې کړکېچ د حل لپاره د دوی طرح په وروستیو پړاوونو کې ده.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وايي، متحدایالات په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو هڅو ته ژمن دی او د دې کار لپاره د جګړې له دواړو ښکېلو خواوو سره تماسونو ته دوام ورکوي.
د امریکا او اروپايي هېوادونو په هغو سیمو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اصلي ځالو بدل شوي اقتصادي فعالیتونه په تدریجي ډول پیلېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي، په اسلاماباد کې افغان سفیر عاطف مشعل د وري په ۲۱مه نېټه دې وزارت ته وغوښتل شو او ورته وویل شول چې فاروقي په پاکستان کې په ډېرو ترورېستي حملو کې لاس درلود.
هیومن رایټس واچ وايي چې په افغانستان کې په ترورېزم مشکوک بندیان په پټو توقیفخونو کې ساتل کېږي او اکثراً د شکنجې په وسیله جبري اعترافونه ترې اخیستل کېږي.
نیویارک ته چې د امریکا تجارتي زړه او تر ټولو لوی ښار دی اوس په امریکا کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مرکز په سترګه کتل کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د متحدایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبرداری وروسته وايي چې هېواد یې هر کار یوازې د خپل ځان د دفاع لپاره کوي.
د ناټو عمومي منشی ینس سټولټنبرګ پرون یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل مشروط دي او ناټو ګوري چې طالبان څه کوي.
ښاغلي پومپیو پرون له ښاغلو غني او عبدالله سره هم په جلا توګه او هم یوځای لیدنې وکړې، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې لیدنو کې حاضر نهو.
په افغانستان کې د سولې راوستو موافقه نږدې درې اوونۍ مخکې د قطر په منځګړیتوب، د دې هېواد په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه.
وروسته له دې چې د دوو امریکايي وکیلانو د کووید ۱۹ د ازموینې نتیجه مثبته راووته د امریکا په کانګرس کې اندېښنې زیاتې شوې.
نور راوښيه