په افغانستان کې د انصارالله ډلې د یوه قومندان ورکېدو ته د هغه د کورنۍ او ملګرو اندېښنې

د تاجکستان د انصارالله وسله‌والې ډلې جنګیالي

د تاجکستان د انصارالله وسله‌والې ډلې د یوه قومندان محمد شریفوف کورنۍ او ملګري وایي چې له شاوخوا یوه کال راهیسې د هغه مړی او ژوندی ورک دی.

د راپورونو له مخې محمد شریفوف چې په مهدي ارسلان مشهور دی د طالبانو په بیا واکمنېدو په ۲۰۲۱ کال کې د شاوخوا پنځو هغو سرحدي ولسوالیو قومندان وټاکل شو چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

د انصارالله وسله‌واله ډله په تاجکستان کې ممنوع ګرځول شوې او محمد شریفوف هم د تاجکستان د حکومت هم لخوا له ۲۰۱۵ کال راهیسې په ځینو ترهګرو سازمانونو کې د غړیتوب په شک تر تعقیب لاندې دی.

د محمد شریفوف خور نازنین یونیسووا د ازادي راډیو تاجکي څانګې سره تېره ورځ په خبرو کې وویل چې له یو نیم کال راهیسې د خپل ورور له حاله نه دي خبر.

هغې زیاته کړه: "یو نیم کال کېږي چې د ورور په اړه مې موږ هڅه کوو چې وپوهېږو ژوندی دی، مړ دی که نیول شوی. هر چېرته مو چې مراجعه وکړه خبر مو نه دی ترلاسه کړی چې ژوندی دی، مړ شوی او که نیول شوی."

د انصارالله ډلې یوه غړي هم د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته وویل چې محمد شریفوف نهه میاشتې مخکې کابل ته د یوه سفر پر مهال نادرکه شو.

د هغه په خبره دوی د مخدره موادوه یوه ډله قاچاقبر ونیول او هغوی منلې چې محمد شریفوف یې نیولی و، خو د هغه د مړي او ژوندي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

محمد شریفوف د تاجکستان د نوراباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی او شاوخوا دېرش کال عمر لري. هغه ته په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان-تاجکستان پر پوله د څو ولسوالیو د مدیریت دنده سپارل شوې وه.

د ازادي راډيو تاجکي څانګې دوو سرچينو چې يوه يې په ختلون سيمه کې د سرحدي ساتونکو په دفتر کې او بله يې د بدخشان په غرنۍ خودمختاره سيمه کې ده وويل چې دوى د انصارالله ډلې د دغه غړي له ورکېدو خبر دي.

دغې سرچینې زیاته کړې، له هغه وخته چې د مهدي ارسلان نوم په رسنیو کې په پراخه کچه خپور شو او د تاجکستان چارواکو په سرحدي چارو کې د هغه ګمارنه په جدي توګه نیولې وه، ښايي طالبانو هغه پټ کړی وي او د هغه د ورکېدو اوازې یې دروغ بللې وي.

محمد شریفوف د تاجکستان د نوراباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی او شاوخوا دېرش کال عمر لري.

هغه ته په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان-تاجکستان پر پوله د څو ولسوالیو د مدیریت دنده سپارل شوې وه.

تاجکستاني چارواکو په پرله پسې ډول پر پوله د تاجک جنګیالیو موجودیت اندېښمن کړي دي.

د ازادي راډیو تاجک سرویس ته سرچینو ویلي چې طالبانو له ګاونډي تاجکستان سره د اړیکو د نرمولو په هدف د انصارالله جنګیالي د دغه هېواد له پولو څخه بل ځای ته وړي دي.

تاجکستاني چارواکو له دې مخکې ویلي وو چې د دغې منع شوې ډلې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې جنګیالي په افغانستان کې دي چې ډېری یې د تاجکستان اتباع دي.

طالبان چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په رسمي توګه په دغه هېواد کې د انصارالله ډلې موجودیت نه دی تایید کړی.

طالبانو د انصارالله سربېره د نورو اکثرو بهرنیو وسله والو ډلو موجودیت په افغانستان په تېره بیا د طالبانو په لیکو کې رد کړی دی.

د انصارالله ډله د تاجکستان د مخالفو ځواکونو د قوماندان امرالدین تبروف له خوا رامنځته شوه چې په ۱۹۹۷ کال کې یې د حکومت او مخالفو وسله والو ترمنځ د سولې هوکړه ونه منله او افغانستان ته واوښت. اته کاله وړاندې په رسنیو کې د هغه د مړینې خبر خپور شو.