د خپلو بندي خپلوانو سره د کورنيو د بيا يوځای کېدو احساساتي شېبه؛ ولسمشر بايډن هم دوی ته هرکلی ووايه
السو کورماشیوا، د ازادي اروپا راډیو خبریاله، خپلې لوڼې، بي بي او مريم په غېږ کې نیسي. دا پهداسې حال کې ده چې د هغې خاوند پاول بوتان هم دا صحنه څاري. کورما شیوا یو له هغو ۲۴ بندیانو څخه وه چې د اګست په لومړۍ نېټه د روسیې او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې د معاملې په پایله کې خوشې شوه.
ګریشکوویچ او د هغه کورنۍ
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د والسټریټ ژورنال خبریال ګریشکوویچ تورن کړی و چې پټو معلوماتو ته د لاسرسي هڅه کوي. له پخواني شوروي وروسته ګریشکوویچ لومړنی امریکايي خبریال و چې په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.
پاول والين چې ۵۴ کلن دی، د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې په مسکو کې هغه مهال ونیول شو چې د خپل یوه ملګري د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی و. هغه په دې تورن شوی و چې یو کمپیوټر یې ترلاسه کړی و چې محرم معلومات پهکې وو.
ولسمشر بایډن وروسته له هغه چې پاول والین امريکا ته ورسېد، غېږ کې يې نيولی او دا هغه شېبه ده چې کماله هریس موسکا کوي.
ولسمشر بایډن او د هغه مرستیاله کامالا هريس د کورماشیوا او د هغه د کورنۍ له غړو سره خبرې کوي.
کورماشیوا په پراګ کې د ازادې اروپا راډیو د تاتار برخې ايډېټره ده. هغه د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د روسي چارواکو لهخوا هغه مهال ونیول شو چې تاتارستان ته د خپلو خپلوانو لیدو ته تللې وه.
کورماشیوا د خپلې کورنۍ غړي په غېږ کې نيولي.
کورماشیوا د جولای په ۱۹مه د تاتارستان یوې محکمې په شپږ کاله بند محکومه کړې وه. محاکمه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.
ولسمشر بایډن له خوشې شویو بندیانو سره له کتنې وروسته خبریالانو ته خبرې وکړې.
ګریشکوویچ د خبریالانو مخته پهداسې حال کې ليدل کېږي چې مسکا کوي.
پهدې انځور کې د کورما شیوا د کورنۍ غړي لیدل کېږي چې د هغه د هرکلي لپاره ګړندي ګامونه اخلي. دا پهداسې حال کې ده چې کورماشیوا له الوتکې ښکته کېږي.