د ځمکې مالګه؛ په اوکراین کې د 'سولیدار' په نوم د مالګې تر ټولو ژور کان ته سفر

 دغه خالص مالګه ده. د مالګې دغه رڼه ټوټه د اوکراین ختیځ دونتسک اړوند د اترتیموسول د مالګې له کان څخه ایستل شوې ده.

دغه د ځمکې لاندې خونه هغه مهال جوړه شوه چې د کاڼي یا تیګې په شکل زرګونه ټنه مالګه وایستل شوه.
هغه جیولوجیستان چې دغه کان کې کار کوي وايي، له ۱۸۸۱ کال راهیسې د دې کان د ایستنې بهیر پیل شوی، خو یوازې پنځه سلنه مالګه یې ایستل شوې ده.

یوه اضطراري بیا بېړنۍ زینه د کان د خونې په یوه څنډه کې ایښودل شوې ده.
دغه برخه سلګونه متره د ځمکې لاندې قرار لري.
 

د کان دننه یو انتقالي تونل. په سولیدار کې د مالګې یوه لویه برخه لیدل کېږي. سولیدار د مالګې ډالۍ په مانا ده. دغه ساحه وروسته له هغې جوړه شوه چې یو لوی او پخوانی سیند وچ شو.

د کان تر۲۸۰۰ زیات کارکوونکي او کارګران د اوکراین ۹۵ سلنه مالګه تامینوي.

 

 د کان یو کارګر د کنټرول او مخلوط بخش کې لیدل کېږي.
 

دلته د مالګې د پوډر کولو کار ترسره کېږي چې مالګه میده او په اسانۍ سره برابره او انتقال شي.  
 

 یو کارګر ایستل شوې تازه مالګه په تسمه اچوي څو له دې ځایه د ځمکې سطحې ته ولېږدول شي.
 

 په ۲۰۱۵ کال کې د روسي پلوه بېلتونپالو او اوکرایني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه دې کان د روسیې له لوري آرتیوسولو کان د بندولو له امله یو درېیمه برخه عواید کم شول.
 

​​​​​​د ځمکې لاندې مالګه د یوې وسیلې په واسطه د ځمکې سطحې ته وړل کېږي.

په داسې حال کې چې خوراکي مالګه د صنعتي فعالیتونو لپاره پلورل کېږي د آرتیوسول کان د مالګې د تولید په برخه کې یو غیرمعمول تجارت هم سر ته رسوي.
 

د مالګو دغه هر یوه کنده په شاوخوا اته یورو پلورل کېږي چې د ځانګړو کورونو او ودانیو لپاره کارول کېږي او په خپله د مالګې د کان جوړولو لپاره هم موثر دي.
 

یو کارګر د مالګې د کندو په پرې کولو بوخت دی. دا چې دغه ګردونه د تنفسي جهاز ناروغیو د درملنې لپاره څومره ګټور دي په دې اړه لا د نظر توافق نه شته.
دا څرګندونې وې چې یو پولنډی ډاکتر دې نتیجې ته ورسېده چې د مالګې د کان ګارګران د ډبرو سکرو د کان کارګرانو په پرتله ډېر کم د سږي په اړوند ناروغیو اخته کېږي نو د درملنې او استنشاق مسئله منځته راغله.

 د مالګې دغه لویه برخه د خوراک لپاره ده.
د آرتیموسول مسوولان وايي، د لوېدیځو مارکېټونو ته د رسېدو هڅه کوي.

 

 د مالګې تازه تولید شوې کڅوړې د ماشین په واسطه لېږدول کېږي. د آرتیموسول یو ویاند ازادي راډیو ته وویل، هغوی اوسمهال کڅوړې داسې ډیزاینوي چې د لوېدیځ پېرېدونکو پام راواړوي.
 

د آرتیموسول کان د ننوتو پر دروازه یوه پخوانی لوحه.