د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي، هیله لري اسلام اباد د زور په ځای خبرو ته ترجیح ورکړي.
امیرخان متقي دا خبره پرون په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د ناروې له شارژدافیر پیر البرت الساس سره د لیدو پرمهال وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلې دي چې د دې لیدنې پرمهال دواړو لوریو د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې وکړې او د افغانستان-پاکستان او سیمې پر وضعیت هم وغږیدل.
د دې بیان له مخې د ناروې شارژدافیر د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو بمباریو په ترڅ کې د ملکیانو پر وژنه خواشیني څرګنده کړه.
طالبان وایي، د دوشنبې په شپه ناوخته پاکستاني الوتکو په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې بمبارۍ وکړې چې لږ تر لږه لس ملکیان پکې ووژل شول. پاکستان ویلي دي چې د دوی الوتکو دا بمباري نه ده کړې.