د امریکایي رسنیو د راپور له مخې هغه کس چې سپینې ماڼۍ ته نژدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو د ډزو شک پرې شوی ، یو افغان دی چې په افغانستان کې یې د امریکا له ځواکونو سره دنده ترسره کړې وه.
ان بي سي NBC شبکې شکمن کس ۲۹ کلن رحمان الله لکڼوال یاد کړی دی.
د دې رسنۍ د راپور له مخې لکڼوال په دوه زره یو ویشتم کال کې امریکا ته تللی او ده لس کاله د افغانستان په پوځ کې د امریکایي ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په ملاتړ خدمت کړی دی.
فاکس نیوز بیا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر جان راتکلیف په وینا ویلي دي چې لکڼوال د امریکا له مختلفو ادارو سره د استخباراتو په شمول همکاري کړې ده.
د چهارشنبې د ورځې د ډزو پرمهال د امریکا د ملي ګارد دوه سرتیرې سخت ټپیان شول.
تر دې حملې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې یو افغان چې له طالبانو تښتیدلی و سپینې ماڼۍ ته نژدې د دې برید په تور ونیول شو.
بل لور ته د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې اعلان وکړ چې د افغانانو د کډوالۍ او پنا غوښتنې بهیر یې تر نامعلومې نیټې پورې درولی دی.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې پر ایکسپاڼه لیکلي " زمونږ د هېواد خوندیتوب او ساتنه زمونږ د ماموریت یوازنی تمرکز دی".