په یوه عملي غونډه کې له ځمکې بهر ژوند، وراثتي ناروغۍ، مصنوعي زیرکتیا او نور مسایل وڅېړل شول

په HD 189733b نومې سیاره کې د کاربن دای اکساید موندل شوې نښې (آرشیف)

د ډوبی د فیوچر یا راتلونکې په ناسته کې چې د نوامبر په ۱۸ او ۱۹مه د متحده عربي اماراتو په ډوبی ښار کې جوړه شوې وه له ځمکې هاوخوا د ژوند د موندنې لپاره د بشريت د هڅو په اړه بحث وشو.

په دې غونډه کې ساینسپوهانو اعلان وکړ چې له ځمکې لیرې د ژوند د نښو په موندنه پسې د انسان څېړنې ښايي په راروانه یوه لسیزه کې نتیجه ورکړي.

د کمبریج پوهنتون د نجومي فزیک د څېړنو استاد ډاکټر نیکو مادهوسودهان وویل، ډېر امکان شته چې څېړونکي به ډېرژر په نورو سیارو کې ژوند ومومي.

له ځمکې بهر په سیارو کې د کاربني مالیکولونو شتون د ژوند نښه ګڼل کېدای شي.

هغه زیاته کړه چې له شمسي نظامه بهر د سیارو د اتموسفیر په اړه دوامدارې څېړنې هلته له کاربن څخه د جوړو مالیکولونو شتون ښيي چې دا د بیولوژیکي فعالیتونو یا ژوند نښه ګڼل کېدای شي.

ډاکتر مادهوسودهان وویل، پوښتنه دا نه ده چې آیا له ځمکې بهر به د ژوند نښې وموندل شي که نه، بلکې دا ده چې آیا موږ لېواله یو که نه چې داسې ژوند چې نه یې پېژنو پیدا کړو.

په دې اړه نور: ساینسپوهان وايي د اقلیمي بدلون له کبله د انسانانو مړینې زیاتې شوي

په دې غونډه کې د جینیټک یا وراثت د علم په اړه هم پراخ بحثونه وشول. د غونډې یوه ګډونوال ډاکټر ټرېور مارتین وویل، د وراثتي اصلاحاتو په برخه کې د وروستیو چټکو پرمختګونو له برکته به په راتلونکې لسیزه کې د ټولو پېژندل شویو وراثتي ناروغیو علاج ممکن شي.

د ټولنیز معرفت لرونکې ټولنې له نویو عملي پرمختګونو ښه ګټه ترلاسه کولای شي.

نوموړي د وراثتي ناروغیو د یوځلي علاج د احتمال یادونه وکړه چې په نتیجه کې به یې د روغتیايي مراقبتونو د اوسني سیسټم بڼه په بشپړ ډول بدله شي.

دا غونډه د ډوبی د راتلونکې د بنسټ د مشر خلفان بِالهَول په وینا پیل شوه. په دې وینا کې ښاغلي بِالهَول د ملي معرفت د پوتانسیل نظریه وړاندې کړه. د دې نظریې له مخې هغه ټولنې چې د ټولنیز معرفت په پیاوړتیا او همغږي کولو بریالي شي کولای شي د مصنوعي زیرکتیا په څېر له نویو عملي پرمختګونو څخه ډېره ښه ګټه ترلاسه کړي.

ساینسپوهانو په ورځني ژوند کې د مصنوعي زیرکتیا د کارولو په اړه هم بحثونه وکړل. په دې برخه کې د ماسټرکارډ اجراییه رییس مایکل میباخ وویل د ده کمپنۍ د لومړي ځل لپاره له مصنوعي زیرکتیا یا اې آی څخه په راکړه ورکړه کې کار واخیست او د سینما دوه ټکټونه یې په دې وسیله وپېرل.

د ډوبی د راتلونکې په سږنۍ ناسته کې، د اټومي بریښنا پرتله د لمریزې بریښنا د پراخې کارونې او د ټکنالوژۍ د نورو اړوندو مسایلو په اړه هم بحثونه وشول.